ډير خلك د خپل كور دننه چاپيريال ته پام نه كوي ، حال دا چې د كور دننه چاپيريال تر د باندي هغه مهم دى . په كور كې ډير زيات ګازونه د مختلفو وسيلو له لارې هوا ته پورته كيږي ، بخارۍ چليږي ، د ګاز ډبه بليږي او نور ډير شيان دي چې د كورني چاپيريال د ككړيدو سبب جوړيږي . ځكه خو ډير امكان شته چې د كور دننه چاپيريال نسبت بيرون ته ډير خراب وي . په كور كې ماشومان ګرځي را ګرځي او دوى ژر ژر ساه هم اخلي كه چيرې د كور دننه چاپيريال ناولى وي نو بيا ډير امكان دى چې دوى ترهر چا ډير مريضان كړي ځكه دوى ډيره ساه اخلي او ډير دا مضر مواد تنفس كوي .
فرشونو كيمياوي مواد منتشروي ، ځكه خو هغه كسان د سر دردۍ ، خارښ او د ستوني او سترګو د تخريش خبره كوي چې دوى تازه دا فرشونه اوار كړي وي . د نويو فرشونو سره د اصطكاك له وجې هغوى مضر كيمياوي توكي خارجوي چې دا د تخريش سبب جوړيږي . نويو فرشونو ته له اوارولو مخته څو ورځې هوا وركړئ يعنې هوا ته يې پريږدئ او بيا يې اوار كړئ او د اوارولو په وخت كې تاسو پخپله هم له كوره ووځئ او كله چې څو ورځې تيريږي ، بيا يې له كوره وباسئ او هوا ور كوئ . هغه ماشومان چې استما يعنې نفس تنګي لري او حساسيت لري ، هغوى ته د كيمياوي توكو څخه د جوړو فرشونه پر ځاى نور فرشونه چې له كيمياوي موادو نه وي جوړ اوارولى شئ .
رنګمالي كول هم د كور دننه د هوا د خرابۍ سبب جوړيږي
رنګونه له ځانه كيمياوي توكي او ګازونه لري ، له دې وجې كله چې هم رنګمالي كوئ په خپل كور كې دننه كړكۍ خلاصې وساتئ او تر هغو دا كار وكړئ چې ټول ديوالونه يا رنګ شوي كړكۍ وچې شوي نه وي . د رنګونو بوتلونه په داسې ځاى كې كښيږدئ چې هلته انسانان نه اوسيږي او هوا يې خلاصه وي ، ځكه هغه ګازونه چې له دې ډبيو وځي د مختلفو تنفسي ستونزو سبب جوړيږي .
هغه ديګونه او ظرفونه چې سر پټي وي ، دوى په ډيرې لوړې درجې يعنې د پنځو سوو درجو په وخت كې توكسيك بخار خپروي چې دا صحت ته مضر دى . د دې له پاره هميشه كوښښ وكړئ چې هيڅ وخت هم خواړه په ډيرو سرو شويو لوښو كې وانه چوئ يا يې پاخه نه كړئ چې دا كار مو صحت ته تاوان لري . په كمه درجه حرارت كې خواړه په سرخلاصو ارقارو كې پاخه كړئ او كوښښ وكړئ چې له چدن يعنې كلكو وسپنو څخه جوړ شوي ديګونو يا هم نيكلي ديګونو څخه کار واخلئ.
د انځورګرۍ پر وخت مو پام ساتئ چې په ازادې هوا كې و اوسئ
كله چې مو ماشومان غواړي انځورونه وباسي نو دوى ازادې هوا ته بوځئ . په رنګو كې ، په ماركر كې او نورو رنګونو كې داسې مواد شته چې هغه مضر دي او كله چې هم دوى خط ليكي په دې ماركرونو ، يا رنګونو كې كيمياوي مواد وي چې يو ډول مضر بخار ور څخه پورته كيږي چې تنفس كول يې صحت ته تاوان رسوي . ځكه خو په كور كې چې كله ماشومان نقاشي يا انځورګري كوي نو دوى د سردردۍ سره مخ كيږي ، سترګې ، پوزې او مرۍ يې تخريش كيږي .
د كور پاكوونكي كيمياوي توكي په احتياط وكاروئ
اكثره وختونه په كورو كې د كلورين ، د داغ پاكولو مايع ګانې ، د تشناب د بوى لرې كولو پوډر يا نور كيمياوي توكي استعماليږي چې دا مواد له ځانه ګازونه هم هوا ته پريږدي . د دې شيانو سره د تماس له وجې خارښت ايجاديږي او كه تنفس شي نو د تنفسي سيستم د تخريشيت سبب جوړيږي . هغه ماشومان چې استما يعنې ساه لنډي لري ممكن د دې موادو په استعمال سره يې مشكل ډير شي نو ځكه خو په كار دي چې لږ توكسيك مواد استعمال كړل شي يعنې د ګرمو اوبو ، سوډا او نورو غير تخريشي موادو څخه استفاده وشي .
وچ پاكوونكي هم خطرناك مواد په ځان كې لري
د ټيكنالوژۍ په راتګ سره خلك خپلې جامې په وچې طريقې هم پاكوي يعنې په اوبو يې نه پاكوي خو په يوه ډول كيمياوي توكي چې ورته پركلوروايتلين وايي پاكوي ، هغه كيمياوي مواد چې حتا د سرطان سبب جوړيږي . نو كله چې هم يو څوك خپلې جامې په دې موادو پاكوي نو دوى دې تازه پاكې كړي جامې كور ته را دننه كوي نه ځكه يو ډول ګاز ترې لټيږي او دا ګاز يې د كورنۍ نور غړي تنفس كوي او صحت ته يې زيان لري ځكه خو ويل شوي چې جامې تر پاكيدو وروسته څو ورځې په ازادې هوا كې پريږدئ .
ماشومان مو د دويم لاس د سګرټو له دوده وساتئ
په هغه كور كې چې ماشومان د دويم لاس سګرټ دود تنفس كوي يعنې د كورنۍ كوم غړى يې سګرټ څكوي تر نورو زيات د غوږو په انتان اخته كيږي . نمونيا يا سينه وبغل ورته پيدا كيږي ، د برانشيولايټس په ناروغۍ اخته كيږي او يا هم ټوخى ورته پيدا كيږي . هغه ماشومان چې استما يا ساه لنډي ولري د سختو او پرلپسې حملو سره يې مخ كوي . د سګرټ دود تنفس په ماشومانو كې د استما پيښې زياتوي چې مخته يې د دې ناروغۍ هيڅ نښې نه دې لرلي . دريم لاس دود هم د ماشومانو له پاره ډير مضر دى چې دا دود د توكسيكو موادو له شتون سره په جامو ، پلاستيكي فرشونو او نورو وسيلو كې شته چې پر هغوى ماشومان لوبې كوي او پرې غورځي او ټوپونه وهي .
منقلونه او ګازي بخارۍ مو هميشه وپلټئ
هغه بخارۍ او ګازي منقلونه چې سمې نه وي تثبيت شوي ، ممكن زيان رسونكي ګازونه توليد كړي چې كمه اندازه د كاربن مونو اكسايډ ګاز د ستړيا سبب ګرځي . كه چيرې يې اندازه زياته شي نو د زړه بدۍ ، سردردۍ ، ګنګسۍ او حتا د مرګ سبب جوړيږي . نايتروجن ډاى اكسايډ چې هغه هم د ګازو د سون له وجې را پيدا كيږي د تنفسي سيستم مشكلات ايجادوي خصوصا په كوچنيانو كې ، ځكه خو خپلې ګازي بخارۍ ، منقلونه او نور وسايل داسې د ګازو د ډبې سره تثبيت كړئ چې اضافه ګاز په كوټې كې خارج نه شي او هميشه بايد د ګازو منقل په شنې لمبې سره وسوځي .
دودكش ته هميشه پام كوئ
كله چې هم د بخارۍ دود كش بند شي نو په كور كې مو د كاربن مونو اكسايد ګاز ذخيره كيږي چې ور سره خفه كيږئ او كه دا اندازه زياته شي نو د مرګ سبب مو ګرځي . د بخارۍ ، ګازي داش او نورو وسايلو سره لګيدلي دودكشونه هميشه وګورئ او له دوده يې وڅنډئ څو دود او نور ګازونه ترې په اسانۍ بهر ته ووځي . دا كار منظم او پر وخت وكړئ او كه چيرې مو فلټر ورته ايښى وي نو هميشه يې ور بدل كړئ او نوي فلټرونه ور واچوئ .
د راډون تنفس كول هم د ماشومانو له پاره سخت خطرونه له ځانه سره لري . راډون نه ليدل كيږي ، نه بويېږي او نه يې هم خوند كتل كيږي . دا يو خطرناكه ګاز دى چې د يورانيمو له خوسا يا هم ازاديدو څخه منځ ته راځي چې هغه په خاورو ، ډبرو يا اوبو كې وي . دا ګاز كولى شي چې ستاسو كور ته د ډبرو له لارې ، يا هم د ديوال د سوريو له لارې يا هم د پيپونو له لارې داخل شي . راډون تر سګرټ څكولو وروسته د سږو د سرطان دويم لوى سبب دى . ماشومان د راډون له ګاز سره ډير حساسيت لري او ژر ترې متضرره كيږي ، ځكه هغوى ژر ژر ساه اخلي او ډيره ساه اخلي . د راډون د اندازې معلومولو له پاره ځينې وسيلې شته چې كار ترې واخلئ او كه نه د راډون د اندازه كولو كسان كور ته وغواړئ چې مرسته در سره وكړي .
د بوى وركوونكو سره احتياط په كار دى
د بوى او د ګردونو وركوونكي سپرې استعمال ځينې خلكو ته د نفس اخيستلو مشكل پيدا كوي او ځينې نور سردرده كوي . په يوې څيړنې كې راغلي دي چې يو پر دريو كسانو چې په استما اخته و، ويلي دي چې دوى هغه وخت د تنفس كولو د مشكلاتو سره مخ شوي دي چې د بوى وركوونكې سپرې استعمال شوې ده . په دې سپرې ګانو كې كيمياوي ماده استعمال شوې وي چې فتاليټز ورته وايي . د دې موادو پر ځاى طبيعي شيان وكاروئ ، لكه ريحان ، نعناع يا هم لونګ او نور شيان.
فارملديهايد او د كور سامانونه .
ماشومان د فارملديهاد سره سخت تخريشيت لري او دا كيمياوي مواد په اكثرو كوچونو كې چې له لرګي جوړيږي شته او ور سره په جامو او نورو ټوكرانو كې موجود وي چې د دې بخار تنفس ماشومانو ته مشكلات جوړوي . تازه جوړ شوي او رنګ شوي سامانونه په زياته اندازه دا كيمياوي ماده خارجوي ځكه خو نويو جوړو شيانو ته بايد هوا ور كړل شي او تر مخه تر دې چې كور ته دننه شي اول بايد ومينځل شي څو د فارملديهايد له كيمياوي مادې پاك شي او ګاز يې ماشومان په عذاب نه كړي.