ژباړن: محب الله آرمل –
څېړنو ښودلې ده چې ځېنې مثبت عبارتونه او کليمې چې موږ يې ماشومانو ته وايو، په واقعيت کې ډېرې بدې پايلې لري. د والدينو کړه وړه د ماشوم په شخصيت اغېزه کولی شي مور او پلار بايد د ماشوم روزنې ځينې اسلامي او ارواپوهنيز اصول په پام کې ونيسي ځکه چې د هغوی په وړاندې زيات مسئول کسان هم دوی دي.
اوسني تحقيقات وايي چې د اکثره خبرو کړل ماشومانو ته ځکه ښه ندي چې موږ به يې له ويلو بد نيت نلرو خو ماشوم به مو په اصل يوې لوی کندې ته ګزار کړی وي او د هغه څه په شتون شکمن شوی وي چې وجود لري .
د لته د لسو دغو عبارتو يو لړليک لرو چې تاسې يې بايد همدا اوس د خپلو ذهني قاموسونو او لغاتو له زېرمې وباسئ، دغه راز کوم اصول چې درته ښيو د ماشوم د اصلاح لپاره ګټه ترې واخلئ .
۱ ـ ښه کار د کړی
دغه جمله معمولا ماشوم ته په داسې حال کې په تکرار، تکرار ويل کيږي چې ده د يوه کار په تر سره کولو کې پوره خواري نده کړې، ددې جملې په اورېدو دوی فکر کوي څه چې مور يا پلار وايي هغه ټول ښه کارونه دي او څه چې دوی انجاموي بلکل بدي نلري.
نو ددې خبرې پر ځای چې ښه کار دی کړې ورته و واياست چې تاسې ددې کار په تر سره کولو کې خوارې کړې ده خو بل ځل تر دې زيات زحمت وګالئ او لاښه يې انجام کړئ .
دغه چاره به له ماشوم سره مرسته وکړي چې د ځينې سختوکارونو په ترسره کولو بريالي شي، زحمت کشه به لوی شي او د بري پر خوا به ګام واخلي .
۲ ـ آفرين زويه / لورې
دغه عبارت هم د مثبت خطاب په ډله کې راځي، خو د هغه څه بر عکس پايلې لري چې موږ يې غواړو. په غالب ګومان دغه جمله والدين د اولادونو لپاره ځکه کاروي چې غواړي دوی په خپل نفس زيات باوري شي، خو متاسفانه چې بلکل چپه تاثيرات لري، کله چې ماشوم د يوه کار له بشپړولو وروسته له تاسې اوري ( آفرين زويه ) فکر کوي چې کټ مټ هماغه کار يې کړی کوم چې تاسې يې سپارښتنه کړې وه او دغه راز به دی ددې جملې په اورېدو کله هم د نوښت په فکر کې نشي. او وبه وايي چې په مازې انجام يې افرينی شته نو خواري او زحمت څه پکار .
د دې جملې په ځای ورته و وايئ : زويه چې کله دې له مور سره يا له ماسره په کارونو کې مرسته کوې زه زيات خوشاله کيږم . دغه جمله ماشوم ته ور زدکوي چې له هغوی څه غواړئ، پدې سره دوی خپلو حرکاتو ته متوجه کيږي او په پوره پام کار کوي . تاسې توانيږئ چې دوی ته د يوه کار د کولو احساس ورکړئ مثلا ورته ووايي: وامې ورېدل چې خپل د بازۍ توپ دې پلاني ته امانت ورکړی!؟ ماشوم پداسې خبرو فکر کوي او دې ته هڅيږي چې راکړه ورکړه يا يو چا ته يو څه په امانت يا قرض ورکول ښه کار دی او شايد دوی دا کار وکړي او د خپلو شيانو په هکله تصميم نيول د ځان حق وبولي خو داسې نشي چې يوازې ستاسې د خوشاله کولو په پار دې کار ته مخه کړي .
۳ ـ څومره ښکلی انځور
کله چې موږ د ماشوم د هنري کار په هکله خپل نظر وايو په حقيقت د نظر څرګندولو حق بايد له دوی څخه وغواړو د دې جملې پر ځای ( څومره ښکلی انځور ) ووايئ : چې زه په دغه انځور کې ژېړ، آبي او سور رنګ وينم د خپلې رسامۍ په هکله دې خپل نظر څه دی ؟ پدې ډول ماشوم ته تاسې کولی شئ د خپل کړي کار په هکله صلاحيت او د نظر څرګندولو واک ورکړئ، ممکن دې ده په فکر رسامي خطرناکه وي يا ښکلې وي او يا هم دده د کوم خاص عاطفي حالت زېږنده وي نو تاسې د رسامۍ په هکله د ماشوم نظر واورئ ، پدې ډول به ده ته دا انګيزه هم ورکړئ چې کله ناکله خپل کارونه په خپله ارزيابي کړي، دقيق او با هوښه به عادت شي .
۴ ـ که ته پلانی کار وکړې نو زه به پلانی شی درته واخلم
ماشومانو ته رشوت ورکول هم د هغوی د سادګۍ او ټنبلی لامل کيږي. کله چې په ماشوم کوم کار انجاموئ د هغه کار اهميت ورته وښيئ نه دا چې رشوت ورته منئ، که دايم داسې وکړئ هغه به خپل زيات اړين کارونه هم بې رشوته ونکړي ، مثلا که ورته ووايي چې کورنۍ دنده دې وليکه چې په ښونځي کې يې در کړې ده، دی به شايد درته ووايي چې که هغه پلانی شی راته اخلې .
نو د داسې شرطونو د منلو پر ځای ورته وواياست چې نن به خپله کوټه يو څه پاکه او منظمه کړو ته هم مرسته راسره وکړه، کله چې موږ له زړه نه د يوه کار غوښتنه ترې وکړو نو دوی هم دې ته آماده کيږي چې هغه په پوره اخلاص تر سره کړي.
که چېرې ستاسې زامن د کار خلک نه وي د هغوی مخکني کارونه چې ستاسې سره د مرستې په توګه کړي ورياد کړئ. د بېلګې په ډول ورته وواياست په ياد دې دي چې له ښاره د سودا په راوړلو کې د برخه راسره واخست په ريښتياهم لويه مرسته د وکړه مننه کوم ، او بلا خره دوی ته انګېزه ورکړئ چې له نوروسره مرسته معنوي ارزښت لري او دغه ښه کار دی .
۵ ـ ډېر هوښيار يي
کله چې ماشوم ته وواياست چې هوښيار دی، نو شايد فکر وکړئ چې تشويق شو او په نفس يې باور زيات شو ، خو بايد ومنئ چې دې خبرې برعکس تاثير کړی دی. د دې خبرې په کولو چې هوښيار دی ماشوم شايد فکر وکړي چې دی يوازې هغه وخت هوښيار دی چې کار يې کړی وي او يا يې ښې نمرې اخستې وي، دغه کړنې په ماشوم باندې يو رواني وزن ږدي او ستړی کيږي . څېړنې په ډاګه کوي کله چې د يوه کار په پايله ماشوم ته ووايو چې هوښيار دی نو د کار په ښه ترسره کولو کې خواري نکوي او فکر کوي چې دغه جمله د هر کار په پای کې اورېدی شي که هغه زيات سم وي يا لږ او دی به د هغه کارونو د کولو لپاره زړه ښه نکړي چې په تر سره کولو يې نه توانيږي کله چې دی يو کار ونشي کړای نو ښا يي فکر وکړي چې هوښيار ندی . که داسې کېده چې ماشوم د يوه کار په ترسره کولو نه و توانېدلی نو ورته وواياست چې تا په ريښتيا خواري کړېده او زه ډاډه يم چې ته دغه کار کولی شي .
۶ ـ مه ژاړه!
دا سمه خبره ده چې د اولاد ژړا د زغملو نده خو دا ښه خبره نده چې ماشوم ته د ژړا پر مهال ووايو : مه ژاړه . داخبره کول دا منعا لري چې تاسې د ماشوم احساسات نه درک کوئ کله چې د ماشوم زړه ژاړي ، بس کول يې دې ده د وس خبره نه وي او ته ورته لګيا وې چې مه ژاړه نو په ماشوم بد تاثيرات لري، او دغه عمل لامل کيږي چې ماشوم خپل احساسات پټ کړي او په پايله کې دغه پټ احساسات يو عاطفي انفجار کوي چې د لا زياتې سرګردانۍ او روحي بېمارۍ سبب کيږي .
د داسې خبرو پر ځای ماشوم ته وخت ورکړئ او ورته ووايي چې د دوی په ژړا نيوکه نه کوي، ځکه هر څوک حق لري وژاړي او په زړه کې ډپ درد ته لار پرانيزي. د دوی ژړا واورئ او داسې هم ممکنه ده چې هغه نقطه د دوی له ژړا پيدا کړئ چې دوی پرې خوا بدي وي او بيا په غير مستقيم ډول په هماغه موضوع کې توضېحات ورکړئ او ماشوم کرار کړی. پدې ډول به تاسې له ماشوم سره مرسته وکړئ چې هغه خپل احساسات لا ښه درک کړي، او هغه څه چې تاسې د رمز په شکل ورته ويلې ياد وساتي، دغه راز به هڅه وکړي چې لدې وروسته په خپلو احساساتو غور وکړي او د اصلاح په فکر کې يې شي، لکه بل هر انسان چې د عمر تر وروستۍ سلګۍ له خپلو احساساتو سره په کشمکش کې دی او د سمون چاره يې ګوري .
۷ ـ ژمنه درسره کوم
ماشوم تر ژمنه لاندې راوستل يا ژمنه ورسره کول په ريښتياهم چې خواشينونکي عمال دي. ځکه چې ژوند د وړاندوينې قابل ندی، وړانديز کيږي چې دغه عبارات هم هېر کړئ .
د دې عبارتونو په ځای هڅه وکړئ له ماشوم سره رښتيني و اوسئ، ښايي اکثره وخت وتوانېږئ چې له ماشوم سره ژمن پاتې شئ مګر داسې پېښه ممکنه ده چې ستاسې ژمنه ماته يا وځنډيږي، خو که بيا ژمنه هم کوئ داسې ژمنه وکړئ چې وخت يې ډېر تنګ او مقيد نه وي او ستاسې په وس پوره وي کله چې تاسې ژمن پاتې کيږي د ماشوم عاطفي اړيکه درسره کلکيږي او کله چې ژمنه ماتوۍ د دوی باور هم ماتيږي، نو ژمنه مه کوئ او که يې کوئ نوداسې به وي چې ماته نشي او وخت يې نامعلوم وي. خو که کله تاسې ژمنه پور نه کړه نو له ماشوم بخښنه وغواړئ .
بې قولي يوه بده پديده ده او له دغې بلا سره موږ حتما يو ځل مخ کيږو، که زموږ لپاره ځورونکې نه وي نو ماشوم خپه کوي، نو بهتره ده له ماشوم سره صادقانه چلند وکړئ .
۸ ـ ډېر مهم ندی
ډېره کله داسې داسې پېښېږي چې موږ د ماشومانو احساسات چندان مهم نه بولو او وايو دا کار مهم ندی. مګر دې قضيې ته بايد جدي پام لرنه وکړئ، زياتره هڅاندو او بريالو ماشومانو ته هغه څه مهم دي چې موږ يې شايد مهم نه بولو. نو تاسې بايد تل د دوی له ليدلوري يوې پېښې ته وګورئ او د خپلې خوښې خبرې پرې تحميل نکړئ.
۹ ـ همدا اوس لاس ترې واخله !
معمولا د ماشومانو تحديدول بد عمل دی . يوه بدي يې داده چې دوی ته هغه مهارت ور زدکوئ چې ستاسې نه خوښيږي، ځکه ماشومان هغه څه نه کوي چې اوري يې بلکې هغه څه کوي چې وينې يې.
په هغه څه ټينګار چې ماشوم يې نه غواړي او تاسې يې غواړئ بدون لدې چې د ماشوم رضايت پکې شامل شي، يا د زور په وسيله په ماشوم ځينې کارونه کول ماشوم داسې روږدی کوئ چې بيا هېڅ کار بې زوره او بې تحديده نکوي .
که چېرته داسې پېښه شي چې ماشوم تحديد کړئ وروسته داسې وښاياست چې ستاسې تحديد بېځايه وو او پېښمانې څرګندوئ، پدې سره به تاسې مثبت پايله تر لاسه کړئ او له ماشوم سره به ماته اړيکه بېرته جوړه کړئ .
دا خبره سمه ده چې د ماشوم بېخي نه تحديدول ناممکن دي، مګر تاسې هڅه وکړئ بېځايه يې تحديد نکړئ او ناسمې لارې ته يې کاږه نکړئ، دا بلکل سمه نده چې ورور دې ووهې، دا وېره شته چې هغه د هم ووهي که څه هم چې ته به مشر وې، که بيا د غوسه نه ورته سړېده نو دده په ځينو توکو زړه يخ کړه مثلا توپ ورته پنچر کړه يا يې بوټ ترې پټ کړه، او پدې ډول ده هم ورزدکړه چې له وهلو ټکولو لاس واخلي . پدې اساس ته وتوانېږئ ورور يا ماشوم ته دا ورزدکړې چې خپل احساسات په لاښه ډول کنټرول کړي .
۱۰ ـ ولې د داسې کار کړئ؟
که ماشوم داسې کار کړی وي چې ستاسې خوښ نه وي، نو په اطمنان خبر ورسره وکړئ، خو که ورته غوسه شئ دوی به له خپلې تېروتنې درس وانخلي. که چېرې تاسې ورته وايئ ولې ؟ نو تاسې په ماشوم فشار راوړئ چې خپل کړی کار و ارزوي او تحليل يې کړي چې دغه کار لوی مهارت غواړي چې آن ځينې لويان يې هم نلري. له ماشوم سره جدي چلند ماشوم يو دوام دار سکوت ته مجبوري چې دې ده په روان بدې اغېزې پرېښودی شي .
د دې عمل په بدل کې له ماشوم سره يوه ښه اړيکه ټينګه کړئ او فکر وکړئ چې دی څه غواړي او يا د څه په اړه فکر کوي، دې ده آساسي اړتياوې څه دي، کله چې ستاسې نظر ستاسې ملګرو ندی اورېدلی تاسې په مايوسه شوي ياست؟ که داسې وي نو د ماشوم خبره ولې بې ارزښته ده . د ماشوم په اړتياوو او احساساتو ځان پوهول نه يوازې د ماشوم په ګټه دي بلکې ستاسې د غوسې په کمولو کې هم برخه لرلی شي .
پای