بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۳۹۴ لمریز کال د غبرګولي۱۱مه
خوشحاله یم چې د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت ګرانو ماشومانو او ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم. دا ورځ زموږ ټولو لپاره یو ښه فرصت دی چې د ماشومانو ستونزو ته لا زیاته توجه وکړو او د دوی د ودې او خوشحالي لارې چارې ولټوو.
علم ثابته کړې ده چې د انسان د شخصیت بنیادونه په ماشومتوب کې جوړیږي. مانا دا چې د ټولنې راتلونکې نیمکرغي له دې سره غوټه ده چې نن له خپلو ماشومانو سره څنګه چلند کوي.
د ماشومانو روغتیا، تغذیې، تربیې، زده کړې او خوشحالي ته توجه د ټولنې د کامیابي او نیکمرغي لپاره بنیادي اهمیت لري. زموږ په هیواد کې هر کال ګڼ ماشومان د ناوړه تغذیې او معمولي ناروغیو له لاسه د ژوند له نعمته محرومیږي چې دغه وضعیت په هیڅ وجه د منلو نه دی. په ماشومانو باندې شاقه کارونه او د کم عمر اجباري ودونه زموږ د ټولنې یوه بله ستونزه ده چې پکار ده د پای ټکی ورته کیښودل شي.
که څه هم اوس په هیواد کې له نیکه مرغه په میلیونو زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، خو یو ګڼ شمیر او په تیره جینکۍ لا د زده کړې له حقه محرومې دي او لا تر ننه پورې کله نا کله په خبرونو کې اورو چې د حق او حقیقت د دښمنانو په لاس مکتبونو ته اور اچول کیږي. دغه راز په لارو کې د ایښودل شویو ماینونو د انفجار په وجه او داسې نورو غیر انساني اعمالو په وجه هر کال یو ګڼ شمیر تنکي ماشومان د ژوند له نعمته بې برخې کیږي چې دغسې اعمال د زغملو نه دي.
دا یوازې تروریزم او بیوزلي او د علاج نشتوالی نه دی چې زموږ ماشومان ګواښي بلکې په ګڼو کورنیو کې له ماشومانو سره ناسم چلند هم د هغوی د سالمې ودې په مقابل کې یو لوی خنډ دی. ماشوم عاطفي اړتیاوې لري. ماشوم غواړي ځان خوندي وویني او په نورو ګران واوسي. ماشوم غواړي خوشحاله واوسي. د ماشوم ذهن له پوښتنو ډک دی او ځوابونه غواړي. ماشوم ذوقي اړتیاوې لري او تفریح ته یې ضرورت دی. زموږ رسنیو، د جوماتونو ملا امامانو، روشنفکرانو او د ټولنې مصلحانو ته پکار ده چې له ماشوم سره د خشونت په خطرناکو عواقبو باندې د کورنیو غړي خبر کړي. ما د روان تعلیمي کال د پیل په مناسبت په خپله وینا کې ویلي وو چې هیڅ زده کوونکی باید ونه وهل شي، ونه ویرول شي او تحقیر او توهین احساس نه کړي.
د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت له دې فرصته استفاده کوم او یو ځل بیا له ټولو ښوونکو جدي غوښتنه لرم چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو او ماشومانو وهلو، ویرولو، تحقیر او توهین ته په هیڅ وجه اجازه ورنه کړي. دغه راز معلولو ماشومانو ته خاصه توجه پکار ده او دا د حکومت وظیفه ده چې هغو ماشومانو ته په ولایتونو کې ځانګړي مکتبونه جوړ کړي چې د معلولیت درجه یې لوړه ده او په عمومي ښوونځيو کې درس ویل ورته ستونزمن دي. حکومت ځان ژمن ګڼي چې د افغانستان د قوانینو او بین المللي میثاقونو په رڼا کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلې هڅې لا زیاتې او چټکې کړي.
په اخیر کې یو ځل بیا ګرانو ماشومانو ته، میندو او پلرونو ته او ټولو وطنوالو ته د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وایم او حکومتي ادارې، مدني ټولنه، علما او کورنۍ دې ته رابولم چې د ماشومانو د ژوند بهتري ته لا زیاته توجه وکړي.