ماشوم مو د شپې ويښ پاتې كيږي او ستاسو خوب خرابوي؟ ايا ماشوم مو غواړي د شپې لوبې وكړي او ستاسو خوب ګډوډ كړي؟ كه ځواب هو وي، پوهانو يې لاندې ځينې د حل لارې چارې پيدا كړي چې كه عمل پرې وشي هم به مو ماشوم ويده شي او هم به تاسو ښه په ارامه خوب وكړئ.
اصلاً ستونزه زياتره وخت د ميندو وي، دوي تر اړتيا زيات ماشوم ويده كوي او دغه ستونزه هغه وخت حل كيږي چې د ماشوم د ويده كولو لپاره سم منظم مهال ويش جوړ شي.
د دې لپاره چې ماشوم مو د شپې خوب خراب نه كړي لاندې ځينې كارونه عملي كړئ:
كه مو ماشوم وختي پاڅيږي؛ مثلا د سهار له ۶ بجو وړاندې نو:
• ميندې دې خپل ماشوم نه پريږدي چې د شپې تر ۷ بجو وړاندې ويده شي. ځكه زياتره ماشومان د شپې تر ۱۱ ساعتونو زيات نه ويده كيږي، كه د شپې وختي ويده شي، همداسې وختي پاڅيږي؛
• ماشوم ته شيدې ژر مه وركوئ، كوښښ وكړئ چې شيدې د سهار له ۶ بجو وروسته لږ وځنډوئ، ځكه د ماشوم معده په ټاكلي وخت كې د شيدو څكلو عادت وي، همدا لامل وي چې ماشوم د لوږې له كبله د شپې وختي پاڅيږي. د شېدو وروسته وركول به د دې لامل شي چې ماشوم به وروسته وږي شي او د ډير وخت لپاره به ويده شي؛
• تر پاڅېدو وروسته لومړني خوب يې ځنډني كړئ: هغه ماشوم چې وختي پاڅيږي، ۹ بجو شاوخوا بېرته خوبيولي (خوب ورځي) كيږي. دغه حالت كې ميندې بايد ماشوم تر ۱۰ بجو خوب ته پرې نه ږدي، دې سره ماشوم د ورځې ډير وخت ويښ پاتې كيږي او په همدې عادت كيږي چې پر مټ يې د شپې او سهار ډير وختي نه پاڅيږي؛
• كه (مور) تر شپږو بجو وړاندې له خوبه پاڅېږي، مثلا لمونځ لپاره يا بل داسې كار لپاره، نو كوښښ دې وكړي چې ډير په ارامه پاڅي ځكه د ماشوم خوب ډير سپك او خفيف وي، ژر پاڅېږي او شور يې تنګوي.
كه ماشوم مو د شپې ژر نه ويده كيږي نو:
• ماشوم مو د سهار ۸ نه تر ۹ بجو منځ كې پاڅوئ، ځكه كه څومره ماشوم ناوخته پاڅيږي، وروسته چې بيا ويده كيږي هومره وروسته ناوخته بيا ويديږي؛
• د ورځې وروستي خوب يې مه ځنډوئ، هغه داسې چې د شپې د خوب او د ورځې د وروستي خوب تر منځ بايد لږ تر لږه څلور ساعت فاصله وركړئ. يعني د ورځې خوب او شپې د خوب تر منځ ماشوم بايد حد اقل څلور ساعته ويښ پاتې شي. كه داسې ونه شول، ماشوم ته د شپې بيا خوب نه ورځي او د والدينو د خوب خرابوالي سبب ګرځي؛
• كه كومه ورځ مو ماشوم دشپې ناوخته ويده شو، نو د ورځې مو ماشوم ډير خوب ته مه پريږدئ څو د ورځې په ډير خوب عادت نشي. بلكې د پخوا په څېر يې د عادت سره سم راپاڅوئ؛
كه مو ماشوم خوب مسلسل نه كاوه، يعني ساعت ويده وي او بيا دوه ساعت ويښ نو په داسې حال كې متخصصين وايي چې د شپې مو ماشوم په بستره كې ډير مه پريږدئ ځكه هغه ډير خوب ته اړتيا نه لري.
متخصصينو دغه حالت په يو مثال كې داسې تشريح كړي: كه مو ماشوم د شپې يو ساعت ويده كيږي او دوه ساعته بيا ويښ وي نو دا معنا لري چې هغه دوه ساعته په بستره كې اضافه تيروي نومېندې دې هغه ۲ ساعته وروسته په بستره كې واچوي او سهار دې د عادت سره سم راپاڅوي.
وروستۍ خبره:
كه مو د ماشوم د نه خوب لامل مرض وي نو بيا د هغې علاج ته اړتيا ده. زياتره وخت ماشومان د غاښونو د ودې څخه ډير ځوريږي او له همدې امله نه ويده كيږي او دا په هر ماشوم كې طبيعي او عادي دي.
كه د غاښونو له كبله د ماشوم ژړا ډيره او خوب كم شو، نو بيا ډاكتر ته رجوع وكړئ.