د «مرسل» لیکنه –
لوبې او ساعتیري د ماشوم لپاره یو ضرورت دی، ذهنیت ته یې وده ورکوي او دې ته یې چمتو کوي چې، له فکري اړخه پیاوړي شي، تر اوه کلنۍ پورې د انجونو او هلکانو ډیرې لوبې سره ګډې وي، خو تر هغه وروسته سره بیلیږي.
ارواپوهان وایي چې، لوبې د ماشوم پنځه ګونې حواس قوي کوي؛ خوښي وربخښي او هغه ماشومان چې د لوبو زمینه ورته برابره وي تازه ښکاري، لوبې هغه وخت کیږي چې مناسب ځای او د لوبو لپاره وسایل وي.
لوبې د ماشوم حق دي، خو په دې شرط چې له لوبونه مثبتې خبرې ذهن ته انتقال کړي مثبت خبرې هغه وخت انتقالیږي چې؛ د لوبو وسایل جنګي شیان لکه ټوبک او تفنچه نه وي.
د لغمان اوسیدونکی عبدالصبور چې اوس سپین ږیری دی وایي هر وخت چې ماشومان په لوبو ویني جنګي وسایل ورسره وي.
تجربو ښودلې چې په ډله ییزو لوبو کې د ماشومانو ترمنځ صمیمیت زیاتیري او اجتماعي روحیه یې پیاوړې کیږي؛ هغه صمیمت او نژدې والی بیا تر آخر د عمره نه هیروي.
د خوست اوسیدونکی احسان چې اوس ځوان دئ له لسو پیڅه لسو کسانو سره به یې یو ځای لوبې کولې هغه ټول یې تر اوسه داسې ملګري دي چې؛ هر ورځ یو د بل په احوال ځان خبروي.
ارواپوهان بیا د ماشوم د ژوند په بیلابیلو دورو کې د هغوی لوبې سره ویشي د ارواپوهنې متخصص حاجي محمد بشرپال وایی چې تر یو کلنې پورې د هلک او جلۍ د لوبو وسایل که یو ډول هم وي؛ فرق نه کوی، خو تر هغه وروسته دې بیل شي.
بشرپال وایی هغه کورنۍ چې بې وزلې دي، هغوی دومره پیسې نلري چې ماشومانوته له نورو لګښتونوسره د لوبو وسایل هم واخلي، کولی شي چې په کورکې یو څه ورته جوړ کړي.