ژباړه: ډاکټر محسن حسن –
زموږ د ټولنې په ډيرو لوستو او نا لوستو کورنيو کې دا خبره کېږي، چې د ماشومانو غاښونه په برس او کَرْيم مه وينځی، چې وروسته يې غاښونه درد کوي، يا کمزوري کېږي او يا ورۍ خرابېږي. خو په نورې نړی کې کيسه داسې نه ده، هلته څيړنې شوي او زموږ د ټولنې د څيړنو! بر عکس يې بل څه تر لاسه کړي.
هووارډ رينسټين د کاليفورنيا په انسينو کې د ماشومانو د ناروغيو متخصص وايي” کله چې د ماشومانو سپين مرواريد رنګي غاښونه را ووځي/ښکاره شي، بايد په وينځلو او پاکولو يې پيل وشي”. د ډيری ماشومانو غاښونه د څلورمې او شپږمې مياشتې تر منځ را وځي/ښکاره کېږي او د ځېنو ماشومانو غاښونه تر څلور مياشتو وړاندې او د ځينو تر شپږو مياشتو وروسته را وځي/ښکاره کېږي. دلته په دې لنډ بحث کوو چې:
د ماشومانو غاښونه کله او د ورځې څو ځل ووينځل شي؟
څنګه او په کومې طرېقې ووينځل شي؟ او،
د ما شومانو غاښونه په کوم ډول کَرْيم ووينځل شي!؟
ډاکټر هووارډ وايي” کله چې په لومړي ځل د ماشومانو غاښونه راووځي، بايد د ګازو/ململ يوه پاکه ټوټه په اوبو لنده شي بيا د ماشومانو غاښونه پرې پاک شي، او دغه چاره بايد په ورځ کې دوه ځل تکرار شي”.
د وخت په تېرېدو سره د ماشومانو غاښونه يو بل پسې راوځي، او کله يې چې شمېر څوو ته ورسېد، بيا به کوښښ کېږي چې د غاښونو داسې برس وکارول شي، چې دوه يا درې کتاره نرم وېښتان/Bristles ولري. غاښونه بايد په ورځ کې دوه ځل يعنې سهار له را ويښېدو وروسته او ماښام له خوب وړاندې ووينځل شي. هر څومره ژر چې د ماشوم د غاښونو وينځل پيل شي، هومره ژر ورسره عادت کېږي، او کله چې په خبرو راځي بيا به د کورنۍ غړي هڅوي چې غاښونه يې ورته ووينځي.
ډاکټر هووارډ رينسټين وايي “ د ماشوم له ځانګړي ډاکټر څخه بايد پوښتنه وکړی، چې د غاښونو کوم ډول کَرْيم وکاروو، خو ډاکټر رينسټين د هغو سيمو خلکو ته چې د څښلو په اوبو کې يې د فلورايډ اندازه ډېره وي، داسې مشوره ورکوي؛تاسې د خپلو ماشومانو د غاښونو وينځلو لپاره هاغه کَرْيمونه وکاروی، چې فلورايډ ونه لري، او يا تر هغې چې ماشومان مو دوه کلن کېږي هيڅ کَرْيم مه کاروی، او زياتوي چې بايد د ورځې دوه ځل د خپلو ماشومانو غاښونه په برس او پاکو اوبو ووينځی”.
که چېرې د ماشومانو د غاښونو وينځلو په وخت کې ډېر مقدار کَرْيم وکارول شي، کېدای شي ماشوم ډير مقدار فلورايډ تر ستوني تېر/ بلع کړي، چې ډېر مقدار فلوراې خپله زهري اغېز لري. نو د دغې ناوړې پېښې د مخنيوي لپاره بايد د غاښونو کَرْيم له ماشومانو لېرې کېښودل شي او کله چې د ماشوم غاښونه وينځل کېږي بايد د ېوې دانې اوربشې او يا د يوې ورېجې په اندازه کَرْيم واخيستل شي او د ماشوم غاښونه پرې برس شي.
د فلورايډ ډېر مقدار کېدای شي د فلوروزيس (د فلواريډ مسموميت) لامل وګرځي، او ناوړه اغېز به يې د غاښونو د رنګ بدلون وي، او ډيری وخت د رنګ دغه بدلون تلپاتې وي، نو بايد زيار واېستل شي چې په دې اړه له ډاکټر سره سلا وشي، چې مناسب وخت کې د غاښونو مناسب کَرْيم وکارول شي.
که ستاسې د څښلو اوبو کې يا هېڅ فلورايډ نه وي او يا يې مقدار ډېر لږ وي، نو د ماشومانو ځانګړی ډاکټر به خامخا د فلورايډ څاڅکي او يا ټابلېټ ورکوي او د غاښونو هاغه کَرْيم به ورته ښيي چې فلورايډ ولري.
په دې اړه د خپل ماشوم له ډاکټر سره سلا وکړی، چې ستاسې ماشوم ته د فلورايډ څاڅکي او که ټابلېټ ورکوي، او همدارنګه د غاښونو د کَرْيم په اړه هم ورسره سلا وکړی.
که اوسني ماشومان له وړکتوبه د غاښونو په وينځلو عادت شي، لکه اوسني ډيری ځوانان به د غاښونو ناروغۍ نه لري. که په دې اړه سروې وشي، کېدای شي د نړی په کچه لکه نورې روغتيايي ستونزې، د غاښونو د روغتيا برخه کې به هم تر نورو هيوادونو په وروستي کتار کې ځای ولرو.
د ماشومانو د غاښونو روغتيا ډېره اسانه او زموږ خپل لاس کې ده، چې يواځې سهار او ماښام لږ وخت (چې موږ سره ښه پرېمانه ده) ورکړو، او په ماشومانو کې به مو د راتلونکي لپاره د ډېرو ناروغيو مخنيوی کړی وي.
درناوی