Homeکلتورسینماسختدریځي هندو مشر د فلمي ستوري د وژلو لپاره جایزه وټاکله

سختدریځي هندو مشر د فلمي ستوري د وژلو لپاره جایزه وټاکله

تاند- د هند د سختدریځو هندوانو ګوند یوه مشر د هغې فلمي ستوري د وژلو پر سر نژدې یو نیم ملیون ډالره انعام کېښود چې فلم یې لا بازار ته راوتلی نه دی.

د (Padmavati) په نوم فلم، چې د یوې هندوې ملکې او یوه مسلمان واکمن ترمنځ د اړیکو په اړه دی، په هند کې یو شمېر خلک سخت پارولي دي.

د هریانا د شمالي ایالت د بهارتیا جنتا ګوند مشر سورج پال امو د یکشنبې په ورځ د فلمي ستوري دیپیکا پادوکون (Deepika Padukone) او د فلم جوړوونکي سنجې لیولا بهانسال  پر سر جایزه اعلان کړه.

د دغه فلم جوړوونکي یا پرودیوسر د فلم خپرول، چې ټاکل شوې وه د دسمبر په لومړۍ یې په سینماګانو کې خپور کړي، ځنډولي دي.

 امو په یوه غونډه کې وویل چې اجازه به ورنه کړي چې دا فلم خپور شي.

د پادماواتي (Padmavat) کیسه په همدې نوم د ۱۶ پېړۍ له یوه تصوفي حماسي شعر څخه اخیستل شوې ده چې د راجپوت یوه زړه وره او ښکلې ملکه د دې لپاره چې د ډیلي پښتون پاچا علاالدین غلجی (خلجی) یې ژوندۍ ونه نیسي، غوره ګڼي چې ځان ووژني.

د پېړیو په اوږدو کې دا حماسه، سره له دې چې تاریخي اسناد یې نشته، په تاریخ بدله شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...