Homeروغتیاپر مازغو د فضايي سفر اغېز

پر مازغو د فضايي سفر اغېز

تاند- څېړنې ښيي چې اوږده فضايي سفرونه د انسان پر مازغو فشار راوړي.

د امریکا په نیوانګلنډ کې په دې اړه په شویو څېړنو کې ثابته شوې چې په فضا کې ډېر وخت پاتې کېدل یا اوږده فضايي سفرونه پر مازغو فشار راوړي.

د سي این این د راپور له مخې، څېړونکو فضا ته تر روانېدو مخکې او وروسته د فضانوردانو د مازغو ایم ار آی (MRI) معاینه وکړه.

په سکن کې ښکاره شوه چې له اوږده فضايي ماموریته وروسته د ډېرو فضانوردانو په مازغو کې تغییر راغلی دی.

د فلوریدا پوهنتون پروفیسر ریچل سیدار په دې اړه وايي، داسې ښکاري چې په مازغو کې د (cerebospinal) مایع زیاتېږي او د کپرۍ په پاسنۍ برخه کې بدلون راځي.

د دې مایع زیاتېدا سبب کېږي چې پر مازغو فشار راشي او د مازغو لپاره ځای کم شي.

دوی په عین حال کې وايي چې باید زیاته څېړنه وشي چې ایا دا تغییر د اوږد وخت لپاره دی او که ژر بېرته عادي حالت ته راګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...