جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند استاد شپون جنازه د جمعې په سهار کابل ته رارسېږي

د استاد شپون جنازه د جمعې په سهار کابل ته رارسېږي

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د نامتو ادیب استاد سعدالدین شپون جنازه سبا سهار (سنبله ۲۴/ سپټمبر۱۵) خپل هیواد ته راورسول شي.

د استاد شپون کورنۍ تاند ته وویل چې د ارواښاد شپون د جنازې لېږدونکې الوتکه به د سهار په ۶ بجې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې کښېني.

د استاد شپون له مینه والو غوښتل شوي چې د جنازې د بدرګه کولو لپاره د سهار په ۶ بجې او ۴۰ دقیقې په هوايي ‌ډګر کې حاضر واوسي.

استاد شپون د سپټمبر په لسمه د ۸۴ کلونو په عمر د امریکا په ویرجینیا ایالت کې سا پرې کړه.

1 COMMENT

  1. د محترم خدای بښلی استاد سعدالدین شپون صیب ډیری له پوهی او پنده ډکی لیکنی ، اثرونه ، ژباړی شوی لیکنی او داسی نور لیکل شوی نخسی ما د تل لپاره لوستلی او ډیری پوه می ترلاسه کړی چی د همدی پوهی رڼا او روښنایی می نورو ته هم رسولی او هغوی ته می هم د ارواښاد د اثرونو او لیکنو د لوستلو ځانګړی کمپاین کړی دی ، زه پدی خبر چی ارواښاد له دی نړی سترګی پټی کړی ډیر زیات خوشینی شوم نو بس همدومره ویلای شم ، چی الله ج دی هغه ته جنت الفردوس په برخه کړی او پاتی کورنی ته یی د زړه صبر غواړم ، د ارواښاد استاد سعدالدین صیب په مړینه یواځی د هغی کورنی نده دردیدلی ، بلکی په ټوله کی یی بشپړه ادبی ټولنه له ځانه سره ودردوله ، انالله و اناالیه راجعون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب