یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران وايي، هغه کسان یې نیولي چې د طالبانو بیرغونه یې پورته...

ایران وايي، هغه کسان یې نیولي چې د طالبانو بیرغونه یې پورته کړي وو

تاند (سې شنبه، د اسد۱۱) د ایران د پولیسو یوه چارواکي نن وویل چې ۱۹ تنه افغانان یې په دې خاطر نیولي چې د اختر په ورځ یې په تهران کې د طالبانو بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو.

د ایران د پولیسو مشر جنرال حسین رحیمي خبریالانو ته وویل، دا افغانان یې وروسته له دې توقیف کړل چې پولیسو د جمعې د ورځې د پېښې په اړه پلټنې وکړې.

د ده اشاره هغو کسانو ته وه چې د جمعې په ورځ د اختر په لومړۍ ورځ یې د اوربند او طالبانو په ملاتړ د تهران په ملت پارک کې غونډه وکړه او د طالبانو بیرغونه یې ورپول.

د دوی تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

په دې پېښه رسنیو ډېر تعجب وکړ ځکه چې په ایران کې او بیا په ځانګړي ډول د تهران د شمال په هغه سیمه کې، چې افغانان هلته تګ راتګ نه کوي، د طالبانو له بیرغونو سره غونډه د دولت له ملاتړه پرته ناممکنه ده.

په ایران کې سیاسي ډلې د غونډو او مظاهرو اجازه نه لري.

د ایران د پولیسو مشر وايي، د نیول شویو کسانو په منځ کې ۵ تنه محبس ته لېږل شوي او ۱۴ نور به له ایران څخه وایستل شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د تهران په ملت پارک کې د طالبانو په ننګه د غونډې او د دې ډلې د بیرغونو تصویرونو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په شمول یو شمېر چارواکي او یو شمېر فعالان په غوسه کړل.

جنرال رحیمي وویل، په ایران کې مېشت افغانان له معمول سره سم د ازادي په چوک (میدان) کې اختر لمانځي خو سږ کال د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دوی په ملت پارک کې راغونډ شول.

رحیمي زیاته کړه«له بده مرغه ځینو (افغانانو) د طالبانو بیرغونه پورته کړل خو پولیسو ژر عکس العمل وښود.»

رحیمي وویل، ۵ تنه، چې بیرغونه یې جوړ کړي او د عکسونو پروجیکټر یې راوړی و، له نیول کېدو وروسته محبس ته واستول شول، نور به افغانستان ته ولېږل شي.

طالبانو په دې موضوع تراوسه څه نه دي ویلي.

ایران، چې د واکمنۍ په مهال یې له طالبانو سره اړیکې ترینګلې وې، په وروستیو کلونو کې له دې ډلې سره نژدې شوی دی.

یو شمېر افغان او امریکايي چارواکي وايي چې ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکوي. د دوی په وینا په وروستیو کې په کندهار کې د ملي اردو یوه څرخکه په داسې راکټ وویشتل شوه چې غالباً ایران دې ډلې ته ورکړی و.

د امریکا د پوځي چارواکو په وینا دا ډول راکټونه د سوریې، عراق او یمن په جګړو کې ډېر کارول کېږي خو په افغانستان کې نه وو لیدل شوي.

د ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په وروستیو کې د کابل د سفر په لړ کې ومنله چې تهران له طالبانو سره په تماس کې دی خو ویې ویل چې له طالبانو سره د ایران تماس له دې ډلې سره د نورو هیوادونو د تماسونو په شان دی.

عراقچي هغه راپورونه رد کړل چې ګنې طالبان په ایران کې دفترونه لري.

1 COMMENT

  1. دغه ۱۹ افغانان د نړی تر ټولو ساده او بی مغزو انسانان دی. دوی تر اوسه په شیعه اخندانو او مداری ترهګرو پاسدارانو باورونه کوی.
    دوی ساده ګان وای چه مونږ دغه پارک، غونډی او دبیرغونو رپولو ته د ایران د سپاه پاسداران ځینو مامورینو هڅولی یاستو. مونږ د طالیبانو څخه نفرت او کرکه لرو.
    خیر په هر صورت نن سبا ټول دنیاوال په دیی پوهیږی چه دغه کار د ایران یو جالی او کاذب حرکت دی. ایران د اوکراین الوتکه وویشتله خو ولسمشر او دفاع وزیر یی وویل دا مونږ نه ده ویشتلی. ځمونږ په زرهاوو مهاجر او مجبوره افغانان یی د سوریی، عراق او یمن جګړی لمړی خط ته په چل ول او دوکی سره ولیږل، چه ډیر یی ورک، مړه او زخمیان کړل.
    اوسنی د ۱۹ افغانانو لوبه د ایرانی اخندانو یوه بله ډرامه ده چه په مظلومو افغانانو یی تر سره کړه، او د دیی ډرامی وروسته به نور مهاجر افغانان هم په ورته (طالب) نومونو نیسی او د ایران د خاوری څخه به یی شړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب