یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريکوه نور الماس څنګه له لاسه ووت؟| جنرال دولت وزیري

کوه نور الماس څنګه له لاسه ووت؟| جنرال دولت وزیري

د کوه نور الماس د نړۍ په سطحه له لانجمنو الماسونو ګڼل کېږي، چې پر مالکیت یې ګڼ هېوادونه دعوه لري او په هر هېواد کې بېلابېل روایتونه ورپورې غوټه شوې دي.

د امير دوست محمد ځان نظامي مشاور امريکايي (فیتز جیرلد) په خپلو خاطرو کې چې وروسته د بشیراحمد ذکریا له خوا په انګلیسي او بیا د رحمت اريا له خوا په درېیو ټوکو کې د کتاب په بنه د (من و شهزاده افغان) په نامه ژباړل شوی، د کوه نور الماس چې د نړۍ له ډيرو قیمتي او لویو الماسو څخه دی په هکله په زړه پوري معلومات ورکړي دي.

دی ليکي:

«دغه الماس سلطان علاوالدين ته په ۱۲۹۷ میلادي کال وروسته له هغې چې د ګجرات پاچا يې مات کړ، ورسېد او بيا کله چې مغولي بابر په ۱۵۲۶ ميلادي کال افغان سلطان ابراهیم لودي ته په ډهلي کې ماته ورکړه او ويې وژلو، د بابر زوی همایون دغه الماس د ابراهیم لودي له پلوي(ویکرام ادیتا) څخه تر لاسه کړ او بیا يې خپل پلار بابر ته ډالۍ کړ. وروسته له دې به دغه الماس خلکو د بابر الماس په نامه ياداوه.»

دی وايي:

«دغه الماس په اصل کې د هند د ګلکنده د سیمې د الماسو له يوه کان څخه لاس ته راغلی و او بيا وروسته په ۱۶۰۰ میلادي کلونو کې بيرته همدې ګلکنده سيمې ته وړل شوی و. وروسته نوموړی الماس د ګلکندي میرجمال د ویکرام ادیتا خلکو په استازیتوب مغولي شاه جهان ته ډالۍ او هغه بيا خپلې ميرمنې ته ډالۍ کړ.»

کله چې افشار نادر په ۱۷۲۸ میلادي کال مغولي پاچا محمد شاه د کرنال په جګړه کې مات کړ، د بابر الماس محمد شاه په خپل پټکي کې پټ کړی و. نادر افشار د هند سلطنت بېرته مغولي محمدشاه ته وسپاره او د خپل سر پټکی يې د محمدشاه سره تبدیل کړ.

کله چې نادر افشار پټکي واز کړ، د بابر الماس د محمدشاه په پټکی کې و.

د الماس په ليدلو نادر افشار په زوره چیغه کړه او و يې ويل:

«خدای من این خو کوه نور است، کوه نور است» له دغه ورځې وروسته دغه الماس د کوه نور الماس په نامه مشهور شو.

په کتاب کې وړاندې راغلي:

«کله چې نادر افشار بېرته فارس ته راغی، یوه شپه يې ډېر بد خوب وليد. احمدخان چې د نادر سره د هند په سفر کې هم ملګری و او د ده په دربار کې د افغان سرتیرو قوماندان او د ده د باور وړ و، بی له ځنډه ځان ته راوغوښت او خپل بد خوب چې دی په کې وژل شوی و احمد خان ته تېر کړ. احمد خان ده ته ډاډ ورکړ، خو نادر احمد خان ته وویل، ستا دې په خدای قسم وي چې زما له مړینې وروسته به زما له کورنۍ څخه ساتنه کوي او له احمد خان څخه يې افغاني قول واخیست.»

کله چې نادر د ۱۷۴۶ میلادي کال د جون په مياشت کې د دربار د ځینو غړو له پلوه ووژل شو، احمد خان د افغان سرتېرو سره کندهار ته راغی او د ۱۷۴۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان پاچا شو.

په دې وخت کې احمد شاه ته د نادر د اولادونو د وژلو خبر راورسید. احمدشاه د څلور زرو سپارو سره پر اصفهان برید وکړ، اصفهان يې ونيو او د نادر لمسی شاه رخ يې پر تخت کښیناوه.

د نادر مېرمنې احمدخان دربار ته راوغوښت او د کوه نور الماس يې ورته ډالۍ کړ. احمدشاه د کوه نور د الماس له اخیستلو انکار وکړ، خو د نادر مېرمنې احمدشاه ته وویل، تا د نادر سره په ژمنه وفا وکړه او زه د نادر سره پر خپله ژمنه وفا کوم، د هغه د وصيت سره سم د کوه نور الماس تا ته در سپارم.

وروسته د کوه نور الماس تيمورشاه‌ او بيا شاه زمان او له شاه زمان وروسته شاه شجاع ته ورسید.

کله چې شاه شجاع لاهور کې ميشت شو، هلته د سکهانو پاچا رنجيت سنګه په زور د کوه نور الماس له شاه شجاع څخه تر لاسه کړ.

د امير دوست محمد خان نظامي مشاور فیتز لیکي:

«کله چې ما په لاهور کې له رنجيت سنګ سره ملاقات وکړ، د کوه نور الماس ده په خپل کیڼ مټ تړلی و.»

د سکانو پاچاهي په ۱۸۵۰ میلادي کال د انګريزانو له خوا ړنګه شوه، د رنجيت سنګه ۱۳ کلن زوی دلیپ سنګه د کوه نور الماس د غنیمت په څير په لندن کې د بريتا نيا ملکی ویکتوریا ته وسپاره.

وروسته دغه الماس د شهزاده البرټ په لارښوونه په امستردام کې له ۱۸۶ قیراط څخه د دې له پاره چې ښه وځلیږي، ۱۰۵ قیراطو ته را کم شو.

اوس د کوه نور الماس د بریتانیا د ملکې په تاج کې نصب او له ډيرو سرګردانیو وروسته د انګریزانو ملکيت شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب