شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملابرادر اخوند د طالبانو په منځ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ...

ملابرادر اخوند د طالبانو په منځ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی

تاند (سې شنبه، د اسد۱۴) د طالبانو یو شمېر مهم مشران په پاکستان کې د ملابرادر اخوند د بند په اړه شکونه او پوښتنې لري.

دغو طالب مشرانو هغه مهال د ملابرادر د اته کلن بند په اړه شکونه څرګند کړل چې ملابرادر له درې کلنې لور او پنځه کلن زوی سره قطر ته ورسېد.

پاکستان د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم/ عقرب په ۲ نېټه وویل چې ملا عبدالغني برادر یې خوشي کړی دی.

د قطر د طالبانو یوه سرچینه وايي، طالب مشران هغه وخت حیران شول چې ملابرادر له اته کلن بند څخه تر خلاصېدو وروسته په کور کې کوچیني ماشومان لرل.

«ملابرادر اخند مونږه فکر کولو تاسو به سخت تکلیفونو کی د پاکستانی استخباراتو تور زندان تیر کړی، د کوم ځایه چی د وزیر دفاع ملا عبید الله اخند جنازه، ملا ګل اغا او ملا تورابی د توبرکلوز په مرض اخته، ملا صدر ابراهیم، ملا ذاکر او ملا منان په زهنې (ذهني) مرضونه اخته راووتل او د استاد یاسر مړی او ژوندی لا تر اوسه ورک دی او تاسو ماشالله (ماشاالله) لکه دی د خسر له کوره د شپاړس کلنې پیغلی سره واده او دوه صحتمندو ماشومانو سره را ایلا سوی، دا تاسو ته ای ایس ای میلمستیا درکړی وه که زندان»

دا د هلمند د طالبانو د یوه مشر پیغام و چې سمدستي د طالبانو د وټس اپ له ګروپه وایستل شو، خو ډېر سوالونه یې تر شا پرېښودل.

د طالبانو یوې سرچینې وویل «ملابرادر د تش په نامه زندان په دویم کال کې درېم واده له یوې ۱۷ کلنې پېغلې سره د ۸۰ لکه کلدارو د ولور په بدل کې کړی خو ده اصلاً دوه کاله په کور کې ارام ژوند کاوه.»

د طالبانو یو بل مشر وايي «د ځینو شواهدو او ملابرادر ته د نژدې کسانو له څرګندونو داسې ښکاري چې برادر اته کاله په زندان که نه بلکې د آی ایس آی په یوه کرايي کور کې چې استخباراتي مامورینو یې په ساده جامو کې امنیت ساته، له خپلو بچیانو سره ژوند کاوه.»

دغه طالب مشر، چې د نورو طالب مشرانو په شان د خپل نوم افشا کېدو ته حاضر نه و، ادعا وکړه چې ملابرادر د آی ایس آی له پلان سره سم پر مخ ځي.

په همدې حال کې د افغانستان د حکومت یو چارواکی، چې د ملابرادر او د هغه د کورنۍ د غړیو پاسپورتونه یې کتلي، وايي«د ملابرادر د مېرمن اوسنی عمر ۲۵ کاله دی، په دې حساب هغې ۷ کاله وړاندې واده کړی، یو زوی، چې عبدالعزیز نومېږي او ۵ کلن دی او یوه لور، چې ۳ کلنه ده، لري.»

د طالبانو د هلمند د شورا غړي، چې پاکستان د ملااخترمحمد منصور په وژلو کې په لاس لرلو تورنوي او په ۲۰۱۵ م کال د صدرابراهیم په مشرۍ له ملاګل اغا، ملاداوود مزمل او ملا منان اخوند سره یوځای له پاکستانه خوابدي شول او هلمند ته واوښتل، فکر کوي چې ملابرادر د پاکستان له خوا روزل شوی او د پاکستان له پلان سره سم پرېښودل شو چې د قطر تړون لاسلیک کړي.

ویل کېږي چې ملابرادر د دغو نیوکو تر فشار لاندې غواړي د هلمند طالبانو ته، چې د طالبانو تر ټولو قوي او په مالي لحاظ غښتلې ډله ده، د سولې په خبرو کې ونډه ورکړي.

د هلمند طالبان غواړي چې شیخ عبدالحکیم، چې د طالبانو د هلمند د شورا اصلي مشر دی، د طالبانو له لوري د بین الافغاني خبرو مشري وکړي.

ویل کېږي چې ملا برادر راضي شوی چې د خبرواترو د یوه دور مشري شیخ عبدالحکیم وکړي خو د شیخ عبدالحکیم پلویان غواړي چې نوموړی باید په بین الافغاني خبرو کې تر پایه د قطر د دفتر د مرکچي پلاوي مشري وکړي او له همدې کبله قطر ته د نویو ټاکل شویو کسانو تګ ځنډېدلی دی.

د طالبانو یوه بل مشر وویل، ملابرادر اوس هم د طالبانو په منځ کې یوه غښتلې څېره ده خو وروستي اختلافات د نوموړي حیثیت او مقام ته زیان اړولی شي.

5 COMMENTS

  1. داسې خلک چې د ای اس ای په لاس جوړ شوي او روزل شوي وي، د افغانستان لپاره به کوم د همدردۍ احساس ولري او څه ډول خدمت یا چوپړ به یې وکړي. افسوس په دا خاوره چې خلک یې څومره په دیني تیارو او جهالت کې ډوب دي. د دې خلکو ذهن یې دومره د اسلام په نوم ځپلی چې هېڅکله د خپلواکه سوچ او فکر توان نلري. افسوس چې جهالت هم یو برید لري مګر دا خلک به تر ابده په دې تیارو او عذاب کې غرق او ورک وي. مننه

  2. او داسی خلک چه د CIAلخوا روزل شوی او امریکایی پاسپورتونه لری زمونژ ملک ته به سه خدمت وکی؟!

  3. تر لمر. شکارہ،
    لہ ڑندو. پٹہ،
    د سر ناخلاسو سر نہ خلاسول دى،
    کنى ورور وزونکى،
    کور نڑونکى،
    لوژہ فقر خوراونکى،
    ناجوڑى پراخونکى،
    ناپوہى زیژاونکى،
    پہ سرہ غرمہ،
    پہ رنڑا ورز،
    د پاکستان لہ فوجہ حکم اخلى،
    کلمہ ویونکئ وزنى،
    سکاٹ میلر پریژدى،
    نجیب وزنى،
    دوستم پریژدى،
    ہلمند د بربادئ او بامیان د آبادی سمبول جوڑاوى،
    استاد یاسر زوندئ وراکوى؟ملا برادر تہ پہ 80 اتیا لکہ 17 اوولس کلنئ پیغلہ ور وادہ کوى،
    پہ کروڑونو کافر امریکى ڈالر د پاکستانى آو قطرى بانکونو لہ لیارى لہ مسلمان کیدو بعد پہ مسلمان مومن افغان طالب د ورور وزنى کور نڑاولو د پارہ ویشلکیژى،
    او اولسونو او نڑئ تہ پہ کلونو کلونو درواغ ویلکیژى،
    سى پہ زندان کى دئ،
    شکنجہ دئ،،
    خو دئ تر شہادت لمخہ د حورو پہ غیژو کى خوبونہ کوى،
    افسوس ؟
    سل وارہ افسوس؟
    ب حسابہ وار افسوس؟
    وائ
    د یوا زمرى پشتانہ
    لکہ پڑانگان غوندى زامن
    پہ خپل منزى جنگ کى سرہ مڑہ کڑل،
    بوڈھا لہ حرکت لویدلى زمرى چیغى آسمان تہ ورسیدے،
    خو پڑانگان پہ خپلو پاکو او د ب گناہ ورونڑو
    پہ سرو لکہ گلونو او تودو لکہ انگارونو وینو لڑلى تر
    خاورو لاندى سول،
    پہ ناپاک وینو ڈک مستو منافق مودایانو پر
    خندل ۔

    • طالیب هعه څوک دی چی پاکستان ته کار وکړی او هر وخت چی اړتیا ولری د طالیب مشر او کش خرڅ کړی وه یی وژنی کومه خبره نه ده
      طالیب مشرانو ته ډیره اړتیا هم نه لری ولی دوی د امتیاز د ورکولو په وخت کی د هر مشر طالیب او کشر طالیب ګټه پورته کوی
      په طالیب مشرانو کی داسی څوک شتون نه لری چی هغه دی افغانی احساس ولری او د پاکستان ګټی ورته د افغانستان ګټی موهیمی دی او وی به که ورته نه وی نو مرګ دی یا یی په افغان دوښمن اوژنی پیسی تری واخلی او یایی په امریکه خرڅ کړی طالیب مشران او کشران پاکستان ته د نګی غوا په شان دی که سیدی کړی خو یووار ښه که شیدی نه کړی نو د قصاب چاړه یی تیاره په مری یښیی وی

  4. دا څر ګند ونی بی فایدی دی دوطن جوړول او ورانولو اوس ستاسو په عقل پسی تړلی دی چه ای افغانانو په سر کی مو مغز دی او که یوازی بوس دی دډیرو په سر کی بوس دی چه د عقل خاوندان مو هم بوس ګرزولي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب