شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات کې پولیسو هغه کس نیولی، چې د پيغمبرۍ دعوه یې کړې

هرات کې پولیسو هغه کس نیولی، چې د پيغمبرۍ دعوه یې کړې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌ زاده وایی دوی  هغه کس نیولی، چې د پيغمبرۍ دغوه یې کړه وه.

ولي زاده زیاته کړه، دغه کس پولیسو تېره شپه  نهمې امنیتي حوزه کې نیولی دی.

په ورته وخت د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وايي،چې یاد کس محمدزلمی نومېږي او دهرات د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

حقاني زیاته کړه نوموړی د یوه جومات امام وو او درې کاله وړاندې یې هم د پیغمبري دعوه کړې وه خو د حقاني په خبره هغه مهال یې توبه ویستلې وه او پښیمانه وو.

محمدزلمي په یوه ویډیو کې ، چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي د وحې پرښته جبرائیل یې په خوب لیدلی او د پیغمبرۍ زېری یې ورکړی دی.

د هرات د حج او اوقافو رییس وايي، د یاد کس څرګندونو د خلکو احساسات راپارولي او اوس د پولیسو په نظارت کې دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم دې ویډیو سخت غبرګونونه راپورته کړي او خلک یې سخت غوصه کړي دي.

ډیری خلکو له پولیسو په دې برخه کې د جدي اقداماتو او ورته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. دا کسان چې خپل ذهني او دماغي توازن د لاسه ورکړي، نو بیا داسې خبرې کوي. د دې سره سره دوی د میرګي د ناروغۍ سره هم لاس اوګریوان وي او دا ډول خوبونه ویني. هوښیار پوه شو. مننه

  2. محمده وروره خبرې دې بلکل صحيح ده. ډیر احتمال یې شته چې دا کس کومه عقلي او عصبي ناروغي او یا ستونزه ولري. دا کس باید تداوي شي نه دا چې سزا ورکړل شي. مونږ افغانان هم عجب کوتکمار خلک یو. خدای دې له مونږ انصاف وکړي.
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب