Homeخبرونهپه لوی اختر کې ۲۵ زره سیلانیانو بامیان ته سفر وکړ

په لوی اختر کې ۲۵ زره سیلانیانو بامیان ته سفر وکړ

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د بامیان ولایت سیمه ییزچارواکي وایي چې د دې ولایت ښکلاوو د ډیرو سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.

بامیان د هیواد یو له امنو او تاریخي ولایتونو څخه ګڼل کیږي، چې هر کال په زرګونو کورني او بهرني سیلانیان یې لیدنې ته ورځي.

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې یواځې د تیر لوی اختر په ورځوکې ۲۵ زره سیلانیانو له بامیان ولایت څخه لیدنه کړې ده.

دوی زیاتوي، چې د یادو سیلانیانو لپاره روغتیايي تدابیر هم په پام کې نیول شوي وو.

د یادونې ده، چې تر اختر وړاندې د بامیان ولایت روغتیايي مسوولینو د اختر ورځو کې د ماسک او یو شمیر نورو روغتیايي توکو د وړیا ویش خبر هم ورکړی وو.

بامیان ته ورغلي سیلانیان وایی، چې دلته په راتګ او د دې ولایت ښایستونو لیدل یې یو ارمان وو او ترې برخمن شول.

له دې وړاندې چارواکو ویلي وو چې په لاره کې د شته ستونزو له امله بامیان ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ کم شوی دی.

له بامیان وروسته ختیځ نورستان هم یو له هغو ښکلو ولایتونو شمېرل کیږي، چې ډیری کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...