شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: حکومت د لویې جرګې په راغوښتو وخت ضایع کوي

طالبان: حکومت د لویې جرګې په راغوښتو وخت ضایع کوي

تاند (سه شنبه، د اسد ۱۴) طالبانو د اونۍ تبصره په نامه خپاره کړي مطلب کې ویلي د سولې په برخه کې په پوره ژمنتیا ګامونه پورته کوي خو په خبره یې حکومت نه غواړي چې دغه پروسه په سمه توګه مخته لاړه شي او د ځنډ لپاره یې بېلا بیل خنډونه جوړوي.

په مطلب کې راغلي طالبانو د ښه نیت ښودلو په موخه له ۱۰۰۰ تنو څخه زیات بندیان د توافق سره سم له خپلو زندانونو خوشې کړل او په دې برخه کې یې خپل مسؤلیت په سمه توګه تر سره کړ.

تبصره کې راغلي ولسمشر غني د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له خلاصون څخه انکار وکړ او ددې موضوع د حل په موخه به لویه مشورتي جرګه راوبولي.

طالبانو تور پورې کړی چې ارګ د سیاسي موضع ګیرۍ لپاره هېڅ منطقي سوژه نه لري او هڅه کوي څو ورځې د لویې جرګې د جوړولو پر موضوع عامه اذهان مشغول او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وځنډوي.

طالبانو دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې د افغانستان حکومت ویلي وو دغه ډله سولې ته اراده نه لري او په دې لاره د خنډونو جوړولو هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب