چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ۱۳۲ ملیون کاله پخواني ډایناسور فوسل وموندل شول

د ۱۳۲ ملیون کاله پخواني ډایناسور فوسل وموندل شول

تاند- د ډایناسورونو په اړه زموږ په ټولنو کې ډېر څه نه ویل کېږي خو په نوره نړۍ کې دغه له منځه تللي غټ حیوان د کم او لوی پام ځان ته اړولی دی. بې شمېره فلمونه او کارتونه یې پرې جوړ کړي او زیاتې څېړنې یې ورباندې کړي دي.

هر څه موده وروسته د نړۍ په یو نه یو ګوټ کې د دغه لوی حیوان د فوسیلونو یا هډوکو د موندل کېدو خبرونه خپرېږي.

په دې اړه تر ټولو تازه خبر په بریتانیا کې خپور شو.

په دې خبر کې ویل شوي چې د بریتانیا د خښتو د یوې بټۍ په شاوخوا مځکه کې د ډیناسور ۱۳۲ ملیون کاله پخوانی فوسیل وموندل شو.

بریتانیايي لرغونپوهانو سارا مور او جیمي جوردن وروسته له دې د ډیناسور پر فوسیلونو تحقیقات پیل کړل چې د بټۍ کارکوونکو د حیوان ډېر غټ هډوکي وموندل.

وروسته لرغونپوهانو په سیمه کې نورې کیندنې وکړې او د ډییناسور د بدن د هډوکو نورې برخې یې وموندلې.

دوی باور لري چې دا هډوکي د ایکوانودون ډیناسور دي چې لوړوالی یې ۳ متره او اوږدوالی یې ۱۰ متره و.

دوی د دغه دیناسور وزن ۴ ټنه او ۶ سوه کیلو اټکل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب