یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزپه ژوند کې مه ناهیلي کېږئ

په ژوند کې مه ناهیلي کېږئ

ژباړه: حامد احمدزی

درې تنه ناروغان د خپلې ناروغۍ معلومولو لپاره ډاکټر ته ولاړل، ډاکټر په ځواب کې درې واړو ته وویل: تاسې په داسې ناروغۍ اخته یې چې درملنه يې ناشونې ده، نور خپل ژون ته دوام نشی ورکولی، او په نیږدې راتلونکي کې ستاسو ژوند پای ته رسېږي.

ناروغانو په خپل منځ کې سره وویل دا چې ناورغۍ مو خطرناکې دي، نو راځی چې د پاتې عمر پرېکړه وکړو چې څه ډول یې تېر کړو.

لومړي کس وویل: زه په ټول ژوند کې په خپلو کارونو بوخت وم، او د ژوند یوه برخه مې هم په تفریح او چکر تېره نه کړه، خو اوس چې پوه شوم د ژوند کمې ورځې مې پاتې دي،  غواړوم په چکر او خوندونو یې تېر کړم، غواړم هغو ځایونو ته لاړ شم چې نه یم تللی، هغه جامې واغوندم چې نه دي مې اغوستي، هغه کارونه وکړم چې تر اوسه مې د ډیرو بوختیاوو له امله نه دي کړي، او هغه څه وخورم چې تر اوسه مې نه دي خوړلي.

دوهم کس وویل: زه د ژوند په ډيره برخه کې په خپله سوداګرۍ بوخت وم او له خپلو خپلوانو ناخبره وم، لومړی کار، چې اوس یې باید ترسره کړم، ځم خپل مور او پلار خپل کورته راولم او پاتې ژوند له هغوی سره تېروم، تر څو له پاتې ژونده  خوند واخلم، غواړم د ژوند په دې پاتې وختونو کې خیریه کارونه ترسره کړم، او پاتې ژوند له خپلې کورنۍ سره تیروم تر څو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخامخ نشي.

درېم کس د لومړي هغه په خبرو چپ پاتې شو، وروسته یې وویل:  زه ستاسو په څېر دومره نه یم ناهیلې شوی، او د ژوند هیلې مې لا شته، زه غواړم چې کلونه نور هم ژوند وکړم، او له ژوند نه خوند واخلم، لومړی کار چې غواړم ترسره یې کړم دا دی چې ډاکټر بدل کړم، تجربه لرونکي ډاکټر ته ولاړ شم او غواړم چې ژوندی پاتې شم بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب