Homeداسې هم شتهساینسایچ پي نوی سوپر کمپیوټر جوړ کړ

ایچ پي نوی سوپر کمپیوټر جوړ کړ

تاند-  ایچ پي کمپیوټر د (The Machine) په نوم یو داسي سوپر کمپیوټر جوړ کړ چې د اوسنیو سوپر کمپیوټرونو په جوړښت کې یې لوی بدلون راوستی دی.

په دغه سوپر کمپیوټر کې د پروسیسر پر ځای د کمپیوټر پر میموري یا حافظې تمرکز شوی دی.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، په اوسنیو سوپر کمپیوټرونو کې ډېر پام پروسیسرونو ته شوی چې په هره شېبه کې یو کار کوي.

د ایچ پي (HP) کمپیوټر له موجودو کمپیوټرونو سره توپیر لري.

د دغه کمپیوټر لومړنۍ نمونه په ۴۰ پروسیسرونو کې ۱۶۰ تیرابایټ حافظه لري او حاضردمه د حافظې له نظره د نړۍ تر ټولو ستر کمپیوټر دی.

متخصصان وايي چې د دغه کمپیوټر حافظه تر دې په ځلونو زیاتېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...