Homeداسې هم شتهساینسد مځکې په مدار کې د ډېر وخت تېرولو ریکار‌ډ

د مځکې په مدار کې د ډېر وخت تېرولو ریکار‌ډ

تاند- یوې امریکايي فضايي سفینې یا فضابېړۍ د مځکې په مدار کې ۶۷۷ ورځې تېرې کړې او په دې توګه یې په مدار کې د ډېر وخت تېرولو ریکارډ مات کړ.

تر دې وړاندې بله فضابېړۍ دومره وخت د مځکې په مدار کې نه ده پاتې شوې.

(X-37B) فضايي بېړۍ، چې په (OTV4) هم مشهوره ده، د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د مځکې په مدار کې ۶۷۷ ورځې بشپړې کړې.

تر دې وړاندې د مځکې په مدار کې تر ټولو اوږد ریکارډ ۶۷۴ ورځې و چې (OTV3) فضايي بېړۍ ټینګ کړی و.

OTV4 فضايي بېړۍ د ۲۰۱۲ له دسمبره د ۲۰۱۴ تر اکتوبره پوري د مځکې په مدار کې وه.

(X-37B) فضايي بیړۍ د ۲۰۱۵ م کال د مارچ په شلمه د امریکا د پوځ له لوري فضا ته واستول شوه.

د دې فضايي بيړۍ د ماموریت یا اصلي هدف په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...