یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسدرویشت کلنې اینشتاینې ساینسپوهان حیران کړي

درویشت کلنې اینشتاینې ساینسپوهان حیران کړي

تاند- خلک فکر کوي چې د دوکتورا دورې ته دا کاندیده به یو بل اینشتاین وي.

کله چې سبرینا پاستیرسکي د لومړي ځل لپاره د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتوت ته لاړه، دا یوازې ۱۴ کلنه وه، او تر دې دوه کاله وړاندې په ۱۲ کلنۍ کې یې الوتکه جوړه کړې وه.

(د الوتکې له جوړولو منظور د نورو د الوتکو کاپي کول نه دی)

انشتاین

پاستیرسکي، چې د نوي اینشتاین لقب ورکړای شوی، د زده کړو په ۱۴ کلونو کې حتي یوه ورځ هم داسي نه دي شوي چې ښوونځي ته نه وي تللې.

اوس چې دا ۲۳ کلنه ده، د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ له انستیتیوته په خورا لوړو نومرو فارغه شوې او په هارورډ پوهنتون کې د دوکتورا دورې ته کاندیده ده.

هارورډ نه یوازې د امریکا بلکې د نړۍ تر ټولو ښه پوهنتون ګڼل کېږي.

اندیپنډنت ورځپاڼه وايي چې اغلې سبرینا پاستیرسکي په ذهن کې د فزیک په دنیا کې ځیني حیرانوونکي نظرونه او نوښتونه لري.

د (OZY ) ویبپاڼې د راپور له مخې، سربرینا د کوانتوم پر جذابې (quantum gravity)، تورو سوړو (black holes) او فضايي وخت (space time) غور او څېړنه کوي.

سره له دې چې د دې عمر لا کم دی خو د ناسا (د امریکا فضايي تحقیقاتي اداره)، امازون او بلو اوریجن پام او لېوالتیا یې ځان ته اړولې ده.

دا په خپله ویبپاڼه ( website) کې د خپلو تازه څېړنو په اړه معلومات وړاندې کوي چې د ډېرو ساینسپوهانو لپاره حیرانوونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب