پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني په نیمروز کې د کمال خان بند د رغونې چارې...

ولسمشر غني په نیمروز کې د کمال خان بند د رغونې چارې وکتلې

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا د نیمرزو ولایت د عمومي وضعیت ارزونې او د کمال خان بند د درېیمې برخې د چارو لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ددغه ولایت له خلکو سره تر لیدنې وروسته د کمال خان بند ته ورغی او ددغه بند له ساختماني چارو څخه یې لیدنه وکړه.

اعلامیه زیاتوي ددغه بند د ساختماني چارو مدیر انجنیرحکمت ولي د کمال خان بند د درېیې برخې د جوړولو چارو او کاري پرمختګ په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل د بند اتیا سلنه چارې بشپړې شوي او پاتې نورې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي او بند به د اوبو زېرمه کولو ته تیار شي.

د خپرې شوې اعلامیې پر اساس دغه بند د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو او نهه مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د اعلامیې د معلوماتو پر بنسټ د یاد بند په جوړېدو سره به د کاري فرصتونو تر څنګ زرګونه کورنیو ته د عاید زمینه برابره شي، دښتې به زرغونې او د وچکالۍ مخنیوی به وشي.

د کمال خان بند د انجینرانو په وینا چې کورونا ددوی په کارونو اغیز کړی خو ددې سره سره به هم د بند چارې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې  نیمروز ولایت ته د ولسمشر غني په تګ سره بلوڅ مشرانو له ولسمشر سره له لیدنې څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت له لوري ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوي.

https://taand.net/%d9%86%db%8c%d9%85%d8%b1%d9%88%d8%b2-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%a8%d9%84%d9%88%da%85-%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba/

د بلوڅ مشرانو په خبره چې دوی د افغانستان افتخارات دي مګر ولسمشر یې تر اوسه یوه غوښتنه هم نه ده منلې.

1 COMMENT

  1. ځینی تشویشونه او ګونګګسی موجودی دی چه کیدایشی ښاغلی ولسمشر غنی یوه ورځ خپله ناڅاپی استعفاه اعلان کړی؟

    د دغی استعفأ وجه د امریکایی چارواکو ځینی غیر عادلانه او جبری فیصلی ښودل کیږی،
    چه ښاغلی ولسمشر غنی یی شدید متأثره کړیدی؟

    دا هم ویل کیږی چه ولسمشر د خپل بری ( دوهم ځل ولسمشر کیدو)وروسته خپل پلانونه (سوله، اقتصاد او نوری حکومتی برنامی) پرځای پریښی دی او یا یی ډیری سستی کړیدی، یا ورسره شوق نلری، او نوی کارونه یا سفرونه یی په ناڅاپی ډول ولایتونو ته شروع کړیدی، دغه سفرونه د لوګر څخه شروع شول چه د نورو ولایاتو تر تلو وروسته پرون ورځ د نیمروز ولایت ته ورسید.
    په دغه ناتاید شوو ګنګوسو او تشویشونو کی دا هم ویل کیږی چه ښاغلی ولسمشر غنی د ولایتونو د ولسونو او خلکو څخه په غیر مستقیم ډول خدای پامانی او رخصت اخلی.

    ځما په نظر که چیرته دغه تشویشونه حقیقت ولری؟ نو دا به افغانستان او د پوهه هیوادوالو لپاره تر ټولو ستر ناورین وی، ځکه دیوی خوا بی ګونده، بی تنظیمه او بی زورواکی غنی او دبلی خوا ریښتینی افغان غنی، ستر غنی، متفکر غنی، دسولی راوستلو غنی، ملک ته د پیسو دراټولولو غنی، د ملک د جوړولو غنی، د اقتصادی برنامو غنی، هیواد پر خپلو پښو ودرولو غنی او هرکاره باتجربه غنی به بیا پیدانکړو.

    الله ج دې دغه ارګی ډوله اوازی دروغ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب