دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeمقالېیو ملت د مسخه کیدو په حال کې دی| محمد نعمان دوست

یو ملت د مسخه کیدو په حال کې دی| محمد نعمان دوست

 د کلي پر حالاتو غږیدو. د ویر کیسې وې. د دردونو کیسې وې. د ویرې کیسې وې او د نفرتونو کیسې وې. میلمه شیبه غلی شو. پیاله یې شونډو ته نږدې کړه، وروسته یې پټکی لرې کړ. پر سپین سر یې لاس را تیر کړ:

 څه وختونه وو، لاړل تیر شول! خدای خبر که په خپل ژوند یې بیا ووینم. همدغه کلی و، همدغه خلک وو خو حالات داسې نه وو، اوس خو… 

له لنډ سکوت وروسته یې بیا غاړه صافه کړه: خلک غریب وو. خو سترګې یې مړې وې. د یو بل مال ته غله نه وو. د یو بل وینو ته تږي نه وو؛ لکه بله دنیا چې وي او لکه بل مخلوق چې وي. 

میلمه ته څه په ذهن کې تیر شول. غوښتل یې د هماغو حالاتو تصویر وویني. د سترګو چینې یې ډکې شوې. خو تصویر تت شوی و. په تصویر ډیر وخت وتلی و. سم ورته نه ښکاریده. غلی شو. له لږ ځنډ وروسته یې ستونی تازه کړ، د هغه وخت نکل یې را واخیست چې لا (سره غوایان) نه وو مست شوي. لا د ( قطبي خرسانو) د راتګ ویره نه وه او لا…

میلمه ویل:

هغه وخت لغمان کې هم ډير هندوان اوسیدل. اکثریت یې په دکاندارۍ بوخت وو. ستاسو کلي کې هم یو هندو اوسیده. نوم یې رام کیشن و. دی له خپلې میرمنې(جانو)، دوه زامنو او یوې سپین سرې مور سره اوسیده. ستاسو تره ورته یوه بالاخانه ورکړې وه. رام کیشن دوکانداري کوله، رختونه یې پلورل.

چې کله به د غنمو او شولو رشه تیاره شوه، رام کیشن به پکوړې پخې کړې او ماشومانو ته به یې په شولو او غنمو ورکولې، ټول به ترې را تاو، وو. 

رام کیشن تر ډیره همدلته و. هغه د یوه بیل دین پیرو و. خو نه کلیوالو هغه پردی وګاڼه او نه ده ځان پردی احساس کړ. مور او میرمنې یې هر کور ته راشه در شه کوله او هر چا ورته لکه د میلمنو قدر ورکاوه. بچیان یې موږ سره یوځای لوی شول.یو ځای مو لوبې کولې.

زه نوی ځوان وم. ښه راته یاد دي: د کیشن مور مړه شوه. له جلال اباد او ان له کابله ورته هندوان را ورسیدل. ټولو کلیوالو، میلمنو ته د چای او ډوډۍ بندوبست وکړ. د سیند په غاړه ورته کلیوالو لرګي راټول کړل او هغوی له خپل مذهبي دود سره سم ، مړی وسوزاوه.

رام کیشن سخی سړی و. کلیوال غریب وو. یوازې د پټیو حاصلاتو ته ناست وو. ده به ورته په قرض سودا ورکوله او چې څوک به ډیر غریب و، نو هغه ته به یې قرض هم معاف کړ.

څو ځلې یې موږ ځان سره د ویساک جشن ته بیولي یوو. دا جشن به د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور چینو کې جوړیده، میلې به وې، د هر ځای خلک به راټول وو. یو د بل توپیر به نه کیده. یو له بله نه ډاریدل. د چا سترګو کې ویره نه وه. د چا زړه کې کرکه نه وه. هندوانو او سکهانو به په خوښۍ خپل مذهبي او دودیز مراسم په ځای کول او خلکو به له دې زړه پورې نندارې خوندونه اخیستل. 

های!

لکه په ویښه چې خوب وینم. لکه روح چې راڅخه ډیر لرې تللی وي. لکه سپین ږیری میلمه چې له بلې سیارې راښکته شوی وي. لکه د خپلې سیارې د مخلوقاتو کیسې چې یې راته کړي وي. له خپل میلمه مې ویره وشوه، ما ویل دا به د بلې کُرې مخلوق وي. 

حیران وم، کله مې د وطن اوسني خونړي حالت او له کرکې ډک خلک سترګو کې غړیدل او کله د میلمه د مینې نا اشنا کیسې. 

ذهن کې مې بیلابیلو پوښتنو سرونه راپورته کړل:

دا موږ څه وو؟ دا موږ څه شوو؟ دا موږ کومه خوا روان یوو؟ اخر چیرته رسیږو؟ ولې له انسانیت او مینې شیبه په شیبه واټن نیسوو؟ او…؟ 

 میلمه راته څو غږونه کړي وو، خو ما نه و اوریدلي، یوازې هغه راته ښکاریده. زه د هغه په سترګو کې د خپل ولس په ماضي پسې ورک وم. خپل تیر وختونه مې پکې لټول. هغه بیا غږ وکړ، خو ما بې اختیاره همدا خبره کوله: موږ مسخه کیږو، موږ مسخه کیږو او موږ…

دا دی له هیواده اهل هنود او سیکهان روان دي. هغه خلک چې له پیړیو راهیسې یې د دې وطن په غیږ کې ژوند کړی و. هغه خلک چې ځانونه یې خالص افغانان ګڼل، هغه خلک چې د جګړې پر ځمکه په راټوکیدلي هر نظام کې وځپل شول او…

 چا یې د خپلو جهادونو په مزد کې جایدادونه غصب کړل، چا یې مالونه او ملکیتونه او چا د دوی د خاپوړو سیمه ( ننګرهار او کابل) د همدوی په وینو ولړله او په ډلییزه توګه یې قتل کړل. 

دوی روان دی؛ موږ ورته ګورو. موږ یې له لمنې نشو راکشولی. موږ ورته د پاتې کیدو ست نشو کولای، موږ خپله د وږو لیوانو په منځ کې ژوند کوو، داسې لیوان چې له هر غاښه یې د دې وطن د بچیانو وینه څاڅي؛ خو لا یې تنده ماته نه ده.

د دې باغچې مجبورو بلبلانو!

« … ورځئ په مخه مو دلۍ دلۍ ګلونه »

خو،

راته ووایئ:

« تو که موری بگو کی می ایی

در هنگام گل نی می ایی»

3 COMMENTS

  1. کله چه مونږ هوسا او امن هیواد شو ،بیا د هر ګروهی خلک دلته راشی ،میلمانه هلته ځی چیری چه شپه تیریږی ، او اوسنی هند پخوا وی او له مونږ ښه وی دوی به لا پخوا تلل ول ، هند اوس یو برمختلی هیوادی او له افغانستان ډیر مخکی ، مونږ او تاسی ته خو څوک ځای نه راموی ،کنه ډیروپه د رام کمش سره یوځای کډی تولی وی

  2. الله ج دنور مسلمانان له دغه بدمرغه جنګی حاللتو خلاص کړی چی تول په خوشحالی سره بیا دهغه پخوا په شان ژوند وکړو او هرڅوک دامن او آرامی احساس وکړی له جنګ جګړی هیڅ په لاس نه راځی فقط او فقط خرابی ده .

  3. له د بدمرغه جنګي حالاتونه موژ بايد ځان په خپله خلاص کړو الله(ج) موږه له د بدمرغه جنګي حالاتونه موږ نه خلاصوي که سل کاله نور هم دوعا او زاری ورته وکړو. الله(ج) موږ ته عقل راکړي چه خپله غيرت وکړو او په خپله را پاڅيږو او دا ربړ په خپله له منځه ورک کړو او ځان په د ونه غولو چه الله(ج ) به موږ له د بدبختيو نه په امان کړي او په خپله ټمبل پيتاوي ته ناست يو.
    طالب خو زموږ د کلي کور دی له اسمانه خو نه دي را لويدلي ولي طالب ته خو موږ د شپي ځاي په جمات کي ورکو طالب ته خو موږ ډوډی ورکوو او په د هم ښه پوه يو چه دا بدمرغه جنګي حالاتونه په موږ طالب را وستي نو چه همداسي بايد طالب ته ووايو چه له جنګه لاس واخلي ځکه مجرم خو طالب ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب