پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبلوڅ مشرانو له ولسمشر غني سره له لیدنې ډډه وکړه

بلوڅ مشرانو له ولسمشر غني سره له لیدنې ډډه وکړه

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) بلوڅ مشرانو نیمروز ولایت کې له ولسمشر غني سره له لیدنې ډډه کړې ده.

ولسمشر غني نن سهار نیمرزو ولایت ته سفر کړی و او هلته یې ددغه ولایت له چارواکو سره پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

ولسمشر غني دغه راز د کمال خان بند هم ولید.

نیمروز کې بلوڅانو د یوې اعتراضیه اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې بلوڅان د افغانستان د افتخاراتو یوه برخه ده، خو افغان حکومت له پامه غورځولي دي او ولسمشر ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

دوی دغه راز ویلي چې ولسمشر ورسره په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

د بلوڅانو له لوري په دغه اعلامیه کې راغلي چې دوی د ولسمشر غني په هیڅ یو پروګرام کې ګډون نه کوي او راتلونکي کې به د سیاسي مسایلو په تړاو خپله پرېکړه کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي ښاغلي غني د کمال خان بندر څخه لیدنه کړې او خلکو ددې بندر له جوړېدو هرکلی کړی دی.

2 COMMENTS

  1. غنی ورځ تر بلی خپل حیثیت له لاسه ورکوی. زه یی ډیر طرفداره وم خو اوس می ور څخه کرکه کیږی. ډیر ډارن او بزدله انسان ده.

  2. دومره چه ننګرهاریان په غنی ولاړ وو هیڅ دی آو څه به ونه کړی۰د کنړ د سیند پروژی به د کاغذ پر مخ پاتی شی د ننګرهار سره په چل کار کوی پدی هو پوهیږو چه د امریکا په دستور هر څه پر مخ وړی مګر لوګر جوړوی هو ننګرهار ته یی هیڅ ونه کړل او وبه یی نه کړی۰
    ننګرهریانو بس چاپلوسی کوی او د خدمت تپوس مو هیر دی۰خدای مو په اتفاق کړه۰
    چه د ننګرهار لپاره د کار او خدمت پوښتنه وکړی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب