چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeمیرمناوس په مکتب کې نه یم/ فرشته نجيم غنی

اوس په مکتب کې نه یم/ فرشته نجيم غنی

له وروستۍ آزموینې وروسته مو نن ملګرو ویل چې لاړ به شو سوپ به وخورو چې ژمنۍ رخصتۍ راځي، خو زما زړه ټول په کور کې و، ورته ومې ویل زه په کور کې میلمانه لرو باید ورشم…

لیمې راته وخندل وایې ولې کوم خاص میلمانه خو به نه وي؟

ومې خندل نه مړه داسې کوم څوک دي ښه نجونو د خدای په امان…

ترې رابیله شوم، هغوی هم چندان زما پروا ونکړه، ټولو په کړس کړس خندل زړه مې ډیر په تنګ شو کورته راروانه شوم ټوله لاره سوچونو پسې اخیستې وم.

کور ته چې راورسیدم د زړه درزا مې لا پسې ډیره شوه.

خو بیا هم کورته ننوتم ومې کتل مور مې په برنډه ناسته وه خو دا ځل یې هم هيڅ په مینې ځواب رانکړ له آزموینې خو یې هیڅ پوښتنه ونکړه چپه خوله وه.

ورنیږدې شوم سترګې مې یې په شنې شوې سترګې ولګیدې خدایه داځل خو پټه لاړم… بیا به چا وهلی وي مورې څه شوي دي ؟

ـ مرګ څه شوي دي؟  ستا د ښوونځي له لاسه خو دې نن زه پلار او ترونو بیا ښه و ډبولم نوره لاړه نشی نوردې د پلار او ترونو له وهلو ستړې شوې یم زه چې دومره رنځ ووینم نو ستا ښوونځی به ماته څه په درد ولږي ..

هيڅ مې هم ورته ونه ویل سترګو کې مې د اوښکو څپې خپرې شوې، ورو ترې روانه شوم جامې مې بدلې کړې، بیرته خونې ته راننوتم.

هکه پکه شوم چې څه وکړم په ناهیلۍ ترې راپورته شوم، په پخلنځي کې مې ښه ډیر وژړل غږ مې لږ لوړ شو چې د مزي وار راباندې وشو ژر مې شاته وکتل لا مې ژړا پسې ډیره شوه نوره راته مهمه نه وه چې آغا مې په مزي وهي یا مې وجود دردیږي ځکه زړه ډیر لوی ټپ اخیستۍ و هغه ورځ مې نه هیږیږي.

ولې باید ټولې قرباني افغانې نجونې او میرمنې ورکړي  ؟

ولې زمونږ په هره کورنۍ کې زامن تر لوڼې یو قدم مخکې وي ؟

او په زرګونو ولې مې ذهن ساعت په ساعت مخشوشولو خو ما هيڅ ددې پوښتنو  لپاره ځواب پیدا نکړ اوس هم حيرانه یم چې ولې دا پوښتنې نه ځوابیږي نن په خپلې بې وسۍ نه یم خفه،  په دې خفه یم که نن زه تسلیم شم سبا به مې ها کوچنۍ خور هم نه پریږدي چې ښوونځي ته لاړه شی خو ځوریږم ددې لپاره چې بیا مې مور جانه راته ونه وهي بیا مې مورجانه ګرمه ونه بولي بیا مې مورته د لور لپاره یی طعنې ورنکړي، همدا دي چې کلونو تیر شول خو کله مې هم ښونځی ته د تګ هوډ ونکړ.

دا د هغې پیغلې د زړه خبرې وې چې د اوښکو له توییدو سره یې ماته وکړې، خو ریښتیا هم ددې لپاره چې مونږ په ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه یوسو ښه لاره یې داده چې نجونې او هلکان زده کړې وکړي.

په افغانستان کې پراته ناوړه دودونه هغه څه دي چې د هرې افغانې پیغلې په زړه کې په یو ډول نه یوډول دا غ پرې ایښۍ دی که هغه د هیواد په هر ګوټ کې ژوند وکړي همدا ستوزنه ده.

په ډیریو کورنیو کې نارینه داسې انګیري چې وکواګې دوی به وروسته له خدایه په کور واکمن وي او پرته ددوی له اجازې به یوه ښځه ساه هم نشې اخیستلای، دلته تعلیم تر اوسه پورې شرم دی حیا ده او بدنامي ده.

ځینې ځایونو کې له زده کړو لیرې پاتې شوې میرمنې هڅه کوي تر څو د سواد زده کړې لپاره له ځینو کورسونو ګټه واخلي هلته ورشي تر څو حد اقل د خپلو ماشومانو لپاره یوه ښه معلمه شي خو له دې هم چې کله د کور نارینه خبریږي نو محشر پرې جوړ وي.

خو په ټوله کې ددې ستونزې د له منځه وړلو او عامه ذهن جوړولو لپاره ښه لاره د خلکو پوهاوی دی چې د بیلابیلو ادارو، انجوګانو او علماو په مرسته کیدای شي خو دلته په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه هغو انجو ګانو او موسسو جوړه کړې چې له بهرنیو دونرانو کاړۍ کاړۍ پیسې او باج اخلي خو په اصل کې یې هیڅ هم ندي کړی آن ددې کار لپاره د هر ولایت په کچه یو استازی نلري دوی به څنګه د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي.

په ټوله کې ویلای شو په اوسنۍ نړۍ کې ښځې اوس ډېرې پیاوړې دي او په هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي، خو که چیرې دوی ته اجازه ورکړل شي.

4 COMMENTS

  1. د ښځو پر وړتیا هیڅ شک نه لرو، د هغوي له فعال حضوره نیمه څه چې ان بشپړه ټولنه فلج ده. خو له نارینه وو سره سیالي نه همکاره شي، زما په اند د سیالۍ له حس څخه د همکارۍ حس د لا پرمختګ او بریا لامل ګرځي. د ټولنې د سالم پرمختګ په هیله

  2. سلام
    علم الا نسان ما لا يعلم
    پو هه انحصار او بنديز نه مني
    علم په نر او ښځه يو شان فرض دى هېڅ ډول توپير نه مني
    په کلام الله کې ښځه او نر يو د بل متمم/ لباس ګڼل شوي چې اخلاقي فلسفه او معيار يي ډير لوړ دى حتي د نورو مذاهبو او اديانو نظر دادي چې يو ښه رهبر ديوې مور په غېږ کې را ليږي
    مساوت، عدالت، انصاف او برابري په اسلامي ټولنه کې د يوه داسې دسپلين لارښوونه کوي چې په هېڅ نظام کې ېې سارئ نشتهم
    ښکاري چې ستا ليکنه کې چل نشته او له سياست څخه خبرې نه کوي.دغه ډول ستونزې زموږ ټولنه کې بې شميره دىاو ډير وخت غواړي چې له ټولنې څخه په اصلاحي ډول ووځي. زه فکر کوم چې زموږ ليکوالان دغه ډول ليکنې چې هم اخلاقي بڼه او هم د اګاهي بڼه ورسره ملګري وي زيات ضرورت لري. هو ! دهر ډول کرکې په وړاندې مبارزه کول او د هغو په مقابل کې کلک دريدل زموږ اوتاسې ټولو ايماني مسوليت ګڼل کيږي چې په دې برخه کې زه ستا سره موافق او ستا دليکنې څخه دفاع کوم

  3. سلام
    علم الا نسان ما لا يعلم
    پو هه انحصار او بنديز نه مني
    علم په نر او ښځه يو شان فرض دى هېڅ ډول توپير نه مني
    په کلام الله کې ښځه او نر يو د بل متمم/ لباس ګڼل شوي چې اخلاقي فلسفه او معيار يي ډير لوړ دى حتي د نورو مذاهبو او اديانو نظر دادي چې يو ښه رهبر ديوې مور په غېږ کې را لويږي
    مساوت، عدالت، انصاف او برابري په اسلامي ټولنه کې د يوه داسې دسپلين لارښوونه کوي چې په هېڅ نظام کې ېې سارئ نشتهم
    ښکاري چې ستا ليکنه کې چل نشته او له سياست څخه خبرې نه کوي.دغه ډول ستونزې زموږ ټولنه کې بې شميره دىاو ډير وخت غواړي چې له ټولنې څخه په اصلاحي ډول ووځي. زه فکر کوم چې زموږ ليکوالان دغه ډول ليکنې چې هم اخلاقي بڼه او هم د اګاهي بڼه ورسره ملګري وي زيات ضرورت لري. هو ! دهر ډول کرکې په وړاندې مبارزه کول او د هغو په مقابل کې کلک دريدل زموږ اوتاسې ټولو ايماني مسوليت ګڼل کيږي چې په دې برخه کې زه ستا سره موافق او ستا دليکنې څخه دفاع کوم

  4. د روغ ښوونیز او روزنیز نظام په شتون کی موږ کولی شو ټولی حق تلفی صفر ته نژدی کړو ، بلی ! هغه نظام چه چلوونکی هم روغ او د تربیتی اړخ نه ددی وړ وی چه د نظام د پیاده کولو او عملی اړخ صلاحیت ولری ، یواځی تعلیم او دکتورا کافی نده بلکه لوړ ښوونیز او روزنیز وړتیا چه زده کوونکی او کورنی ته یی د اعتماد وړ وی ضروری ده.
    دا اوسنی ۵۰٪ سهمی افراد چه خپلو ملګرو ته کار پیدا کوی ملی غوښتنی او ملی اخلاق نشی مراعاتولی او تر ډیره اهل ، مناسب او متخصص افراد ددی جال نه بهر دی ځکه انحصار د ملی غوښتنو کور ورانوی او ملی ګټی سوځوی.
    خو په لنډو کی عرض وشی چه خویندو ته مناسب ،مصؤن او ممطمئن ماحول جوړول دا د حکومت مسؤلیت دی تر څو زموږ مؤمن وطنوال خپلی خویندی او لوڼی ښوونځی یا پوهنتون ته په ډاډه زړه ولیږی.
    زموږ د کورنیو مخالفت له تعلیم سره هیڅکله هم ندی بلکه اندیښنه یی له بد او نا اهله معلم او اداری ځینی دی چه محیط د زده کړی فاسدوی او اعتماد په تشویش بدلوی خو که د مفسدو عناصرو نه تعلیمی ماحول پاک شی او امنیت حاکم وی هیڅوک هم د خویندو له تعلیم او کار سره مخالفت نلری.
    زموږ د مؤمن او ویښ ملت ویره لدی ده چه افغانی خویندی نباید لکه غربی ښځی ولوبول شی او د آزادی ، حقوقو او نورو غولونکو شعارونو تر نامه لاندی د لوبو او بیعزتی کندی ته ونغورزول شی ځکه چه ښځه او حقوق یی دلته او هلته توپیر لری ،نو نباید د کمکونو په لفافه کی ، نور زموږ هرڅه تر خپلی خوښی او اهدافو خوا ته منحرف کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب