جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهوېلسن: دافغانستان په اقتصادي وده کې د نړیوالو مرسته اړینه ده

وېلسن: دافغانستان په اقتصادي وده کې د نړیوالو مرسته اړینه ده

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱) په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وایي د امریکا خصوصي سکتور باید د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې پوره ونډه واخلي.

راس ویلسن زیاته کړه، چې د امریکایي سوداګرو له یوې ټولنې سره یې په افغانستان کې د سولې د روانې پروسې په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړی وایي د افغانستان د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي او په خبره یې د دې وخت دی، چې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته نړیوال په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي د امریکا خصوصي سکتور هم کولی شي په افغانستان کې د پانګونې او فعالیت له لارې د دغه هېواد په پرمختګ، اقتصادي وده او انکشاف کې مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، د افغانستان اقتصادي وده سره له دې، چې جګړه هم ورځ تربلې تودیږي بیاهم مخ پر ودې روان دی او هڅې ورته ګړندۍ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب