دوشنبه, مې 20, 2024
Homeجنرال وزیريمملې بڼ| جنرال دولت وزیري

مملې بڼ| جنرال دولت وزیري

مملې بڼ د افغانستان له لرغونو ساحو ګڼل کېږي، چې په تېرو ۱۵۰ کلونو کې د ډېرو شاهانو د پاملرنې وړ و، لکه عبدالرحمن خان، د هغه زوی او خپله امان الله خان ته دغه بڼ د پام وړ و. ځینې تاریخپوهان لیکي چې دغه بڼ د ۵۰۰ کلونو په لړ کې خپل ښایست دغسې ساتلی دی.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار ته چې د ګلونو ښار هم وايي، نږدې د ۳۵ کیلو مترو په واټن په خوږياڼيو ولسوالۍ کې یوه ډیره سمسوره سيمه د مملې په نامه پیژندل شوې ده. وايي ممله له نیملې څخه اخیستل شوی ده او بیا نیمله د هند د مغلي پاچا شاه جهان د يوې نازولې لور نوم و.

شاه جهان (زېږېدنه د ۱۵۹۲م کال د جنورۍ پنځمه- مړینه د ۱۶۶۶م کال د جنورۍ ۲۲ مه) د خپلې واکمنۍ پر مهال کابل ته د تګ او راتګ پر وخت له دې سیمې تیر شوی دی.

کله چې نوموړي د سپین غره په لمنو کې د دې سیمې ښکلا، ښه هوا او یخي خوږې اوبه ولیدې، نو امر يې وکړ چې په دې سیمه کې د ده د لور نیملې په نامه چې ده ته ډېره ګرانه او نازولی وه یو بڼ جوړ کړي.

د شاه جهان له امر سره سم په دې ښکلې سیمه کې په ۱۶۱۷ میلادي کال بڼ جوړ او بیا ټول کارونه يې د شاه جهان د زوی او ولیعهد داراشکوه له خوا بشپړ شول.

داراشکوه د یوې چنار ونې پر ډډ لیکلي دي: «من داراشکوه یک باغ را ساختم در بین سفید کوه.»

البته د نوموړي موخه له سفیدکوه څخه سپین غر وه او سفید کوه خو په خپله د یوه بل غره نوم دی.

په دې بڼ کې یوه لویه ډبره وه چې د دې ښکلې او سمسور بڼ د جوړیدو نیټه پرې لیکل شوې وه، خو له بده مرغه وايي، وروسته دغه ډبره د انګریزانو له خوا وړل شوې ده.

وروسته بیا شاه جهان د خپل یو بل زوی اورنګزېب له خوا له واکه لیرې او زندان ته واچول شو او د ده زوی او ولیعهد داراشکوه د خپل ورور اورنګزېب له خوا ووژل شو.

د مملې د بڼ د نرګس ګلان او دنګ چنارونه ډیر مشهور دي، چې عمر يې نږدې له څلورو سوو کلونو څخه زیاتې مودې ته رسیږي.

په بڼ کې یوه کوچنۍ ښکلې ماڼۍ هم د شاه جهان په امر جوړه شوې وه، چې له بده مرغه ماڼۍ هم د بڼ په څیر په جګړو کې له منځه تللې وه، چې بیا په ۱۹۹۴م کال  کې بڼ او ماڼۍ د يوې مرستندويه ټولنې له خوا بیرته ورغول شول.

د مملې بڼ په شعرونو او په سندرو کې ډیر ستایل شوې دی. لکه چې اغلې نغمه ښاپیرۍ په خپل ښکلې غږ کې وايي:

دا پورې کلی چې ښکاریږي دا ممله ده

وای الله څومره ښایسته ده

او یا چې وايي:

اوبه يې راوړي د مملې له منارونو

چنارونه د پښتوژبې په لنډیو کې ډیر ستایل شوې دي لکه چې وايي:

څوک مې له حاله خبر نه دی

لکه چنار په ډډ مې اور ولګیدنه

قد دې په ټولو ونو جګ دی

خوار شي چناره ولې نه نیسي ګلونه

چنار که جګ دی بې ثمر دی

ګلاب که ټیټ دی د لونګو بوی ترې ځينه

سبا به لوړ چنار ته خیژم

باد به پوښتم چې جانان څه ویلي دینه

خدای بخښلی قتیل خوږیاڼی بیا داسې وايي:

هره خوا دا ستا ګلان دي ، سندريزه دې فضا ده

زه له مینې نه په ډک غږ، د فضا سندرې وايم

خوشال خان ځینې دې زار شم، سپیلنی له میا روښان شم

تل دا ستا پر دښمنانو ، د بریا سندرې وايم

چې دفاع د خپل وطن ته، د زمرو په شان دریږي

د هغو زلمو په یاد کې، په بیا بیا سندرې وايم

دا ستا اغزي ته چې بد ګوري، د هغه پر سر توپان یم

زه قتیل دا ستا چمن کې، په خندا سندرې وایم

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب