پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeروغتیاایا یو څاښت ډوډۍ نه خوړل مو وزن کموي؟

ایا یو څاښت ډوډۍ نه خوړل مو وزن کموي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځانګړی خوراکي رژیم مو د وزن کمېدو لامل کېدای شي

د وزن کمولو لپاره بېلابېلې لارې شته؛ هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي ګټه ترې اخلي. توپیر نه کوي چې خواړه مو څومره سپور دي او یا دا چې په زیاته کچه پروتین او یا کاربوهایدریت لري، خو اصلي هدف دا دی چې تاسو په خپل وجود کې د زیاتې اندازې کالرۍ د مصرف مخه ونیسئ تر څو د لوږې احساس ونه کړئ.

دلته هغو لارو چارو ته اشاره کوو چې د وزن کمېدو لامل ګرځي.

۱- د ځان لپاره ځانګړی خوراکي رژیم جوړ کړئ

ډېری کسان هڅه کوي چې د وزن کمولو لپاره خپل غذایي رژیم ته بدلون ورکړي خو چندان ورته پاملرنه نه کوي او دا د دې سبب ګرځي چې دا هر څه بې ګټې ثابت شي.

ښه دا ده، ټول هغه څه درسره ولیکئ چې خورئ یې، څو پوه شي چېرته ډېره کالري مصرفوئ او څه ډول کولای شئ په خپل غذایي رژیم کې بدلون راولی.

۲- واړه بدلونونه چې راوستل یې ستاسو لپاره اسانه دي.

د یوه کم چربه او یا کم کالري غذایي رژیم درلودل او یا د داسې سبزیو خوړل چې وکولای شي د زیاتې ډوډۍ خوړلو مخه ونیسي.

۳- په زیاته اندازه د پروتین او فیبر کارول، د دې لپاره چې د مړښت احساس وکړئ په خپله غذا کې په زیاته اندازه فیبر او پروتین وکاروئ.

۴- خپل خوړنیز رژیم ته مو پام وکړئ

که هغه څه ته چې خورئ یې پام ونه کړئ کېدای شي په زیاته اندازه در څخه وخوړل شي. تجربو ثابته کړې ده، هغه کسان چې په شعوري ډول ډوډۍ خوري، په زیاته اندازه کالري مصرفوي.

د ډوډۍ خوړلو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ؛ مهمه نه ده چې تاسو څومره بوخت یاست، خو ټول باید د ډوډۍ خوړلو لپاره ۲۰ دقیقې وخت په پام کې ونیسئ.

۵- هېڅکله د څاښت ډوډۍ مه قضا کوئ

کېدای شي کله مو په ذهن کې در وګرځي چې که د ورځې یو څاښت ډوډۍ کمه کړم کېدای شي اضافي وزن مې کم شي خو خالي ګېډه په وینه کې د قندو د کمبود سبب ګرځي چې په پایله کې ستاسو اشتها زیاتېږي او دغه څه بیا د دې لامل ګرځي چې په زیاته کچه خواړه وخورئ او په شعوري ډول خپل وزن زیات کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب