یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمالیه وزارت: د کابل له ښاروالۍ د وچې ډوډۍ د پیسو حساب...

مالیه وزارت: د کابل له ښاروالۍ د وچې ډوډۍ د پیسو حساب غواړي

تاند ( سه شنبه ، سرطان ۲۴) د مالیې وزارت په ښاروالیو، په ځانګړي توګه پر کابل ښاروالۍ غږ کوي چې دې ادارې ته د وچې ډوډۍ ویشلو پیسې حساب کړي.

د مالیې وزارت ویاند وویل چې د قرنطین مودې په جریان کې ، له ۲.۲ میلیارده افغانیو څخه ډیرې پیسې د وچې ډوډۍ د توزیع لپاره ځانګړي شوي، او په غریبو او کرونا ځپلو خلکو باید ویشل شوې وي، او ښاروالۍ به د پیسو د مصرف مسؤلیت په غاړه ولري.

د مالیې وزارت په وینا، په تخصیص شویو پیسو کې کابل ښاروالۍ د وچې ډوډۍ د ویشلو لپاره له ۱ ملیارد او ۲۴۰میلیون افغانیو څخه ډیرې ترلاسه کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي وویل:  “هغه دولتي ادارې چې تخصیصونه یې ترلاسه کړي باید د شفافیت لپاره حساب ورکړي او محاسبه شي.”

د کابل ښاروالۍ، چې په پلازمینه کې د ډوډۍ ویشلو په پروسه کې په پرله پسې ډول په فساد تورنه شوې، وایي نانوایانو ته یې اوړه ورکړې دي

له بلې خوا، د کابل ښاروالي مني چې د ځینې لګښتونو حساب تراوسه روښانه ندی.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزي وویل:  “ځینې بیلونه تراوسه نه دي بشپړ شوي او کله چې بشپړ شول، ټول لګښتونه به معلوم شي.

د پلازمینې ځینې اوسیدونکي وايي چې په ځینو ځایونو کې د ډوډۍ ویشلو په پروسه کې بې نظمۍ وې.

په کابل کې د وچې ډوډۍ د توزیع په پروسه کې لا دمخه د سلګونه ملیونه افغانیو د حیف و میل کیدو راپور ورکړل شوی ، خو د کابل ښاروالۍ دا تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب