شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهله میلیونونو ډالرو تاوان وروسته افغان هوايي شرکتونو بهرنۍ الوتنې پیل کړې

له میلیونونو ډالرو تاوان وروسته افغان هوايي شرکتونو بهرنۍ الوتنې پیل کړې

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) بهرنیو هیوادونو ته د افغان هوايي شرکتونو د الوتکو په الوتنو کې له یوې اوږدې دمې وروسته د لومړي ځل لپاره کام اییر شرکت بهرنۍ الوتنې پیل کړې.

دې هوايي شرکت پرون (یکشنبه) وویل چې د ترکیې انقرې او استانبول ته یې د پخوا په شان الوتنې پیل کړي دي.

کام اییر هوايي شرکت  په اوونۍ کې یوه الوتنه د پاکستان اسلام اباد ته هم پیل کړې ده.

دغه هوايي شرکت په سلو کې ۴۰ کورنۍ الوتنې هم پیل کړي خو په سلو کې ۸۰ عاید یې کم شوی دی.

د کام اییر شرکت د بازار موندنې منېجر سلیمان عمر وویل «سره له دې چې بندیزونه نرم شوي خو هیڅ شی د پخوا په شان نه دي. پاکستان او ترکیې ته زموږ سپرلۍ تر پخوا کمې دي. ویلی شم چې توریزم او هوايي ملکي صنعتونو تاوان کړی دی.»

د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره وايي چې کام اییر د قرنطین په موده کې یعني د مارچ د میاشتې له وروستیو را په دې خوا نژدې ۲۰ ملیون ډالره تاوان کړی خو د افغانستان ملي هوايي شرکت (د اریانا افغان هوايي شرکت) ۱۲ ملیون ډالره بایللي دي.

د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره وايي چې هیواد د کورونا له کبله د بندیزونو په نتیجه کې لسګونه ملیون ډالر له دې درکه هم بایللي چې د افغانستان له فضا څخه له تېرېدونکو الوتکو به یې اخیستې.

د دې ادارې د ویاند نعیم صالحي په وینا د قرنطین په موده کې بهرنۍ الوتکې د افغانستان له پاسه نه تېرېدې.

صالحي دا هم وايي چې د ترکیې هوايي شرکت (ترکش اییرلاین) او د امارات هوايي شرکت په وروستیو کې افغانستان ته الوتنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب