په عامه ژبه دې ناروغۍ ته د هډوکو نرمېدل او کمزروي کېدل وایې؛ په طب کې يې د استوملیشیا یا اوسټیوملیشیا Osteomalacia په نوم يادوي.
اوسټیوملیشیا د هډوکو له يوې میتابولیکې ناروغۍ څخه عبارت ده چې د کلشیم د تراکم د کمښت، فاسفورس د کموالي او د هډوکو د طبعي ځواک د لږوالي له امله د هډوکو د ماتېدو او کمزوري کېدلو لامل ګرځي .
دا ناروغي په ټولیز ډول په ښځو او هغو کسانو کې زیاته منځ ته راځې چې په ښه توګه يې غذايې رژيم ته زیاته پاملرنه نه کيږي ( تر خراب غذايې حالت لاندي قرار ولري) او يا هم د داسې سیمو وګړې ورسره لاس او ګریوان کېږي چې ورځني چارې يې ډیر کم د لمر له وړانګو سره د مخ کېدو په صورت کې پر مخ وړلې کېږي.
طبي کتابونه لیکې چې دا ناروغۍ هغه مهال منځ ته راځي کله چې د کلیشیم او فاسفورس د کمښت له امله د هډوکو نیمګړي منرالیزیشن صورت ونیسې چې غټ لامل يې د ویټامین ډي نشته والی دی.
د ویټامین ډي د نشتوالي په پایله کې دوجود په هډوکین نسج کې د کلیشیوم او فاسفورس ځای پر ځای کېدل له خنډ او ناکامۍ سره مخ کېږي.
دا ناروغۍ بیلا بیل لاملونه لري چې دلته ترې په سلسلواره توګه یادونه کوو:
ـ ويټامین ډي ته نه لاس رسی او يا يې هم سوی جذب
ـ د زیات وخت لپاره په خوړو کې د کلشیم او پروټين کموالی
ـ په ښځو کې د شنډتوب څخه وروسته د استروجن هارمون کموالی
ـ د فزیکي تمریناتو او ورزش نه کول
ـ د سګریټو او الکولو استعمال
ـ په دوامداره ډول سره د کارټيکو سټيرايئډ درملو زیات استعمال
ـ د پښتورګو، ځيګر ناروغۍ او همدارنګه د ځينې سرطاني نارغیو شتون
ـ د هډوکو د قشر تشوشات
ـ باید یادونه وشې چې د اسټيوملیشیا په منځ ته راتلو کې ارثیت هم رول لري البته په ارثي ډول يې په منځ ته راتلو کې د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل، د سرطانونو د درملنې لپاره راډیو تیراپي ، او ځينې نور کېدای شې.
د يوې نوي څيړنې په مټ روښانه شوې چې د ا مهال په افغانستان کې څه له پاسه شپږ نوي (۹۶) پيښې د اوسټيوملیشیا يواځي په ښځو کې ثبت شوې دي چې عمرونه يې د پنځه ویشت او څلور دیرشو کالونو تر منځ دي.
په دې ناروغۍ کې په لومړيو کې په هډوکې د فشار د راتلو په صورت کې د درد احساس او د ملا درد چې مخې ته په کږېدو سره اراميږي را څرګنديږي خو شونې ده چې دا دردونو د بدن په ځينو نورو برخو کې هم احساس شي همدارنګه د ملا د تير د بڼې بدلېدل، په اسانۍ سره د هډوکو ماتېدل يې نورې نښې دي.
دا ناروغۍ تر ډېره حده د درمنلي وړ ناروغي ده خو که په درملنه کې يې سستي او تنبلي وشې کېدای شې چې پرې اخته کس له نه جبرانیدوکو کړاووونو سره مخ شي.
که چیرته مو د دې ناروغي اړوند يادې نښې او يا هم نورې نښې په خپل ځان او يانورو کې وليدې نو اړوند ډاکټر ته تلل ترې د خلاصون يواځينې لاره ده .
منظم فزیکي فعالیت، وزن کمول، لمر ته ګرځيدل او غذايې رژيم ته پاملرنه، شېدې مستې او پنير ډېر خوړل کولای شي موږ او تاسو له دې ناروغي څخه خوندي وساتي.