شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې پرپښتنو زده کړیالانو د انټرنیټ بندیزلاهم دوام لري

پاکستان کې پرپښتنو زده کړیالانو د انټرنیټ بندیزلاهم دوام لري

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۹) د پاکستان د وزیرستان او پښتونخوا یو شمیر زده کوونکي وایي درې میاشتې وشوې چې د زده کړو لپاره د انټرنېټ غوښتنه کوي خوغوښتنه یې نه اوریدل کیږي.

دوی وايي د یو شمېر نورو سیمو زده کوونکي او پښتانه محصلین هم همدا ستونزه لري خو په خبره يې، چې د پاکستان پوځ مخابراتي شبکو ته د انټرنیټي خدماتو اجازه نه ورکوي.

زده کړیالان وایي د پاکستان او خیبرپښتونخوا ټولو پوهنتونونو کې انلاین زده کړې کیږي، خو وایي یواځې پښتانه محصلین ترې بې برخې دي، ځکه چې انټرنيټ ته لاس رسی نه لري.

د دوی په خبره پوځ په دې پلمه د خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې انټرنیټ ته اجازه نه ورکوي،چې ګنې ترهګر ترې ګټه پورته کوي.

دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان کې پښتانه شکایت کوي، چې ډیرکله پوځ ورسره توپيري چلند کوي او په یو بل نوم یې وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب