Homeخبرونهپه هلمند کې د انګورو د حاصل زیاتوالی

په هلمند کې د انګورو د حاصل زیاتوالی

خبریاله: عاقله اسد(چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال به په هلمند ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وي.

سږکال د هلمند د انګورو حاصلات ۹۰۷۵۰ مټريک ټنه اټکل شوي دي.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو له قوله راغلي چې سږ کال به د هلمند له ۶۹۱۰ هکټاره ځمکې له تاکونو او باغونو ۹۰۷۵۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.

نوموړی زياتوي، په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور کېږي چې د ښه کیفیت له مخې په نورو ولایتونو کې ښه مارکېټ لري.

په خبرپانه کې راغلي، د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو زابل، غزني، میدان وردګ، نیمروز او کابل ترڅنګ بهرنیو هېوادنو لکه پاکستان او هند ته هم صادریږي.

خبرپاڼه  زیاتوي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیز خونې هم جوړې شوې چې د انګورو بڼوال کولای شي انګور په ښه کیفیت په ممیزو بدل او بازار ته وړاندې کړي.

بل خوا عام خلک وایي، حکومت دې د انګورو د پلور لپاره ښه بازار پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...