یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۷)

ولاړله ښی خوا : حاجي احمدولي، ډاکټرطارق رشاد، احمدشاه رشاد، احمدصمیم، حاجي احمد، حاجي ظاهرجان څرک، محمدمعصوم هوتک، حاجي اخترمحمدخان، کاکا اسدالله خان پوپل، حیات الله خان رفیقي، انجنیرشېرشاه رشاد او جانان مومن.

ناست له ښی خوا : بیاباني، …، خلیل سروري، اسدالله ارماني، آصف اشنا او دحاجي ظاهرجان ورور.

دخدای په امانۍ یادگاري عکس
دخدای په امانۍ یادگاري عکس

ارماني راته په دغه ورځ دخروټو دکوڅې دعلماوو یوه تذکره وشمه لیکنه هم راوسپارله. دوستانوته مي دژونددبقاپه صورت کي وطن ته د بیاراتلو ژمنه وکړه

دخروټودکوڅې دعلماوو دغه تذکره وشمه لیکنه عبدالرحیم اخندزاده صاحب په ۱۳۴۸ش کال کي لیکلې ده اودرسالې ډېره برخه ئې” صدر العلماءحافظ سعدالله اخندزاده، محقق العلماءعبدالحق اخندزاده او مدقق العلماء عبیدالله اخندزاده” وقف کړې ده. رساله کوچنۍ ده (۵۰ مخه) خودمحتوی له مخي ډېرگټورمعلومات لري.

درسالې مؤلف عبدالرحیم اخندزاده دمحمدامین اخندزاده زوی،د

عبدالحکیم اخندزاده لمسی، دملاسلطان محمداخندزاده کړوسی، د حاجي ملاغلام غلام نبي اخندزاده کوسی اودملاغلام حیدراخندزاده پردی دئ. ملاغلام حیدر اخندزاده دملاگل محمداخند (ملاگل خان) خروټي زوی ووچي دلوی احمدشاه بابا معاصر اوپه همدغه وخت کي د کټوازله سرروضې څخه کندهارښارته راکډه سوی وو. حاجي عبدالرحیم جان اخندزاده یادونه ماد” ادیب شیخ” په (۱۲۴ مخ) کي کړې ده.

درسالې ترکتلو وروسته مي له ځانه سره وویل چي کشکي مي دغه رساله د خپل کتاب ” ادیب شیخ” دلیکلوپروخت درلودای. خودامي هم وپتېیله چي که ژوند مهلت اوحوادثوفرصت راکړ، دغه رساله به توضیحاتواو زیاتوونو سره یوځای خپروم (انشاء الله الرحمن). کاناډا ته چي راغلم، رسالې ته مي پخپل لاس وقایه ورکړه.

دمخه ښې ترمراسمووروسته کورته دڅه استراحت له پاره راغلم. ماښام انجنیرتواب بالاکرزی کورته راغی. دحج مبارکي مي ورکړه اوده دحج اداکولوپروخت له سعودي لوړرتبه مقاماتوسره دخپلي لیدني کتني کیسې راته وکړې اودائې هم راته وویل چي له هغوی سره ئې په کندهارپوهنتون کي دعربي ژبي دډیپارټمنټ دپیاوړي کولوپه باب گټوري خبري کړي وې.

دشپې له خوادخپل خوريي حاجي مسعودگلالي کورته ورغلم.په دا سبائې (داکتوبرپر۱۶مه دجمعې ورځ) ارغنداوته ولاړم. له مېله والو ملگروسره دخدای په اماني وکړه اوبیرته ژر کورته راغلم. غوټه موټه مي سره ټوله کړه.

داکتوبرپر ۱۷ مه هوایي میدان ته دکابل په نیت خپل خوریي عبدالغني ویس ورسولم. په میدان کي مي دهوایي ډگرله رئیس ښاغلي احمدالله فیضي سره دده دکارپه دفترکي چای وخوړلې اودالوتکي دالوتلو تر وخته مي ښه مجلس ورسره وکړ. فیضي صاحب دکارشوقي ځوان دئ. دده دریاست په اوږدوکي په هوایي ډگرکي ښه زیات مثبت بدلونونه راغلي دي. هغه بل وارچي له کندهاره وتلم، هم مي ورسره کتلي ول. دا وارئې دچارواکوله کارشکنیوڅخه گیله درلوده. کابل ته زماسفرپه کام ایرالوتکه کي وو. الوتکه ترخپل ټاکلي وخت دوه ساعته وځنډېده او پر پنځه نیمي بجې ماښام کابل ته ورسېدم. په سفرکي مي ډاکټرطارق رشادهم ملگری وو. دده مشر ورورډاکټرخالدرشاد له جاپانه کابل ته راتلئ او ډاکټرطارق له همدې اسیته کابل ته ورته راغی. زماله پاره ښاغلي جهاني صاحب موټر هوایي ډگرته رالېږلی وو اوپه هغه کي ئې کورته بوتلم. کورئې په وزیراکبرخان مېنه کي وو. دشپې ډوډۍ ته ښاغلي حاجي ډاکټرحکمت هم راغی. له ده سره له ډېرپخواڅخه پېژندل. دی او کورنۍ ئې په سویډن کي اوسي. زه به چي هر وار د سوېډن مالموښار ته دخپلي مرحومي موراو خپل ورور داود هوتک لیدلوته ورتلم، له ده سره مي هرومرو کتل. حاجي حکمت دلوی کندهار د روزگان ولایت دئ. تحصیلیافته او منورځوان دئ. اوس په کابل کي د کورنیوچارودوزارت چارواکی دئ. ماته په کابل کي زماد څلور ورځنۍ استوگني په شپو ورځوکي هروخت تیارآماده ولاړ وو. خدای دې پرځواني اومړانه برکت کښېږدي. دجهاني صاحب کره مي دغه شپه ښه اوږدمجلس وکړ. دی چي دافغانستان داطلاعاتو و کلتور دوزیرپه توگه ټاکل سوی وو، بیاما ورسره کتلي نه ول. دغه شپه مو دزړه خواله سره وکړل. زمادده دموټردټکرله اسیته ډېره اندېښنه وه، خودخدای شکر دئ، کمه جِدّي صدمه ورته متوجه نه وه. جهاني صاحب دخپل عمرپه نسبتاً وروستیو کلونوکي له ډېر آرزوگانوسره دغه درانه بار (وزارت) ته اوږه ورکړه. دافغانستان په اوسنیو منورومشرانو کي د دغه وزارت له پاره ترده موزون کس بل نسته او دخلکو غوښتني هم ورڅخه بیخي زیاتي دي. خو ماچي دده حال وکوت، امکانات ئې بیخي محدود دي اوبله لا دا چي په اوس وخت کي وزارت اوبل هر کار د مارانوپرسرونوتگ دئ. جهاني صاحب دعزت او درانه نامه سړی دئ. ټول عمرئې په وقار او درناوي کي تېرکړی دئ زما دوعا ورته داده چي خدای تعالی دې د پخواپه شان پخپل حفظ کي وساتي.

داکتوبرپر اتلسمه سهارله کوره راووتلم اودخپل پخواني عادت سره سم په پل باغ عمومي کي پرکتاب پلورونکو وگرځېدلم. اوس په افغانستان کي دهر ذوق کتاب موندل کېږي. څلوېښت کاله پخواچي به زه پر دغو کتاب پلورونکوگرځېدلم، کله کله به مي زما دزړه کتاب پکښې وموند. خواوس دهررازکتاب پرېماني پکښې لیدل کېدله. زړه مي غوښت چي له یوه مخه ټول ورسره سوداکاندم خو کاناډا ته وړل ئې داسمان خاته وه. له نه وسه به مي کتاب واړاوه، راواړاوه، خوچي خپلو دسفرغوټوته به مي وکتله، دکتابو دوړلو کابو به مي نه درلود. په دغه ورځ مي پر همدې ځای له گران روهیال سره وعده کړې وه. روهیال ترمادمخه ځان دلته رارسولی وو. یوآن وروسته گران محمودمرهون هم راورسېد. له ده سره مي داڅوکاله دتیلفون اوایمېل له لاري اړېکي درلودل. مخامخ موسره لیدلي کتلي نه ول. محمودمرهون دکابل پوهنتون په ادبیاتوپوهنځي کي دپښتوڅانگي برحاله استاد دئ. خورا ډېر ښورانده او فعال ځوان دئ. په نه زاله په نه واله ئې خوراډېرکتابونه لیکلي اوخپاره کړي دي. له فعالو او ښوراندو ځوانانوسره حسادتونه او مخالفتونه زیات وي چي دی هم ځني خلاص نه دئ. په دې برخه کي به ښایي هغه متل هم صدق وکولای سي چي وایي ” یوڅه غنم لانده وه اویوڅه ژرنده تېره وه”. مرهون ته زما امیدونه ډېر دي او خدای دي وکړي چي دخپلي ژبي او فرهنگ له پاره نوري هم زیاتي اوگټوري هڅي وکاندي.

په دغه ورځ له روهیال اومرهون سره دافغانستان ملي آرشیف ته ولاړم. مرهون ترآرشیفه راسره ملگری وو اوبیرته ئې رخصت راڅخه واخیست. زماپه خیال درس ئې درلود. خو روهیال ټوله ورځ راسره ملگری وو. ملي آرشیف پرهماغه پخواني حال وو چي ماڅه کم څلوېښت کاله پخوا لیدلی وو. البته دموادو په ډیکورېشن کي ئې بدلونونه راغلي ول. څلوېښت کاله پخواچي ددوست محمدخټک پر بحرالعلوم باندي کارکاوه، هره ورځ به له سهاره ترغرمې په همدغه ودانۍ کي دمتن په رانقلولوبوخت وم. هغه وخت دخطي نسخومسئول ارواښادعبدالقدیرمشتري نجرابي وو. دغه مرحوم په ټوله معنا یو فرهنگدوست دانشمندسړی وو اوزماسره ئې دخطي نسخوپه تهیه کولو کي بې آلایشه همکاري کوله. ده مرحوم ته دي پاک خدای جنتونه ورکړي او دخوښۍ ځای داوو چي ددغه ارواښادلور همدااوس په ملي آرشیف کي دپلارپه استازیتوب ناسته ده. له دې مېرمني سره چي له بده مرغه مې نوم له حافظې څخه وتلی دئ، ماپه آرشیف کي وکتله اوپلارته مي ئې دپاکستانیوخبره”خپل خِراج عقیدت” څرگندکړ. اوس دآرشیف دخطي نسخومسئول تن عبدالرشیدعثمان نومېدی چي له گران روهیال سره ئې پخوانی شناخت درلود. عبدالرشیدعثمان صاحب پخپل دفترکي په چایو ونازولواو ځیني نسخې ئې راوښودلې. په هغوکي بحرالعلوم هم وو چي ماروهیال ته وروښود اوسپارښتنه مي ورته وکړه چي زماڅخه دپاته برخي دټایپ چاري دې سامبالي کړي. دحیرانتیاخبره داوه چي په نسخه کي دنښانیوهماغه کاغذونه اوپاڼي تراوسه لاهم پرتې وې چي ماڅلوېښت کاله پخواپکښې ایښي وې! په خطي نسخوکي مي دمولوي صالح محمدهوتک دمثنوي هغه لاسکښلې نسخه هم وکتله چي دمرحوم مولوي صاحب پخپل لاس لیکل سوې ده اوڅوکاله وړاندي دده کشر زوی پر ملي آرشیف باندي خرڅه کړې وه. دانسخه چي به مرحوم مولوي صاحب لیکله، دمخونو دمسطرکاربه ئې په ماکاوه او ماپه دغه ورځ دمسطرهغه ځایونه گران روهیال ته وروښوول چي په وړکتوب کي مي دخپل نیکه په امراو لارښوونه مسطرکړي ول. مسطر هغي آلې ته وایي چي پخوانیو خطاطانوبه دکاغذ دخط کشۍ په نیامت کارځني اخیست. ددغي نسخې دځینومخونو عکس مي د روهیال په تیلفون کي واخیست چي وروسته ئې ماته دایمیل له لاري را ولېږل.په آرشیف کي مي ترغرمې پوري ورځ تېره کړه. غرمه مهال ښاغلي حاجي عبدالمالک همت تیلفون راوکړ او موږ ته دآرشیف مخ ته منتظر ولاړ وو. دراوتلوپرمهال ښاغلي عبدالرشیدعثمان د”مُلک دل” په نامه د زړو خطاطیو یوه ښکلې چاپ سوې مجموعه دسوغات په توگه راکړه. دغه مجموعه په ۱۳۹۳ش کي دملي آرشیف له خواچاپ سوې ده.

ددغي غرمې ډوډۍ مي له ښاغلي همت سره پرون لا پروگرام کړې وه. له آرشیفه چي راووتلو، دسړک پرهابله غاړه ښاغلی همت منتظر وو. په موټرکي حاجي اخندزاده صاحب هم ناست وو. تر روغبړ وروسته دهمت صاحب دکورپرلور دآرشیف مخامخ غره ته ور پورته سوو. دغره دکورو کوڅې دنظافت له مخي بېخونده وې خو دهمت صاحب دننه کورډېره ښه منظره درلوده او نیم کابل ترلاندي وو. همت صاحب ډېري ښکلي خوني اویوه غټ کتابتون پکښې جوړکړی وو. په کتابتون کي مو د غرمې ډوډۍ وخوړه. ډېرتکلیف ئې کښلی وو او دډوډۍ په برابرولو کي ئې دکور دغړو ډېره عالي سلیقه له ورایه ځلېدله. پر ډوډۍ او تر ډوډۍ مخکي او وروسته مي له حاجي اخندزاده صاحب سره ښه دخوند مجلس وکړ. پر درې بجې له کوره راووتلو او په تگ تگ کي د اطلاعات وکلتور وزارت ته راغلو. دوزیرصاحب ښاغلي جهاني ددفتر مشرښاغلی هارون حکیمي زماپه لیدوډېر خوشاله سو. هارون جان حکیمي تعلیم یافته اوپه کارپوه ځوان دئ. لیکوال دئ، شاعر دئ او په فرهنگیانوکي دنامه سړی دئ.اصلاً د بهرنیوچارو دوزارت مامور دئ خوله هندڅخه ترلوړو تحصیلاتو وروسته ئې له ښاغلي جهاني صاحب سره همکاري شروع کړې ده. د کار له سلیقې او فعالیت څخه ئې ښکارېدله چي پرخپله وظیفه باندي بشپړحاکمیت لري او د وزارت د ټولوکاروترعُهده په ښه توگه وتلای سي. زمایقین دئ چي محترم وزیرصاحب به هم له خپل دغه انتخاب څخه ډېر راضي وي.

په دغه ورځ مي دحکیمي صاحب په دفترکي دآژانس یوپخوانی مامور ولید. دغه شخص ماله هغه وخته پېژاند چي په باخترآژانس پښتو ریاست کي مي دغړي په توگه کارکاوه. ده واردواره ونه پېژندلم، خو وروسته چي مي نوم وروښود، دوهم وار راترغاړي سو. هارون جان حکیمي ته ئې وویل چي” معصوم جان مطلب بیست صفحه یی را در ظرف نیم ساعت بدون غلطی به پشتوترجمه ومستقیما به تایپیست دیکته مینمود”. دخوندځای ئې داوو چي داخبره دده ترراتگ دمخه ما روهیال ته په آژانس کي زما دکاردخاطروبیانولوپه ترڅ کي کړې وه اودخدای مهرباني وه چي شاهدمي څودقیقې وروسته پخپله دفترته راغی او زماخبري ئې تصدیق کړې. ما دپرچمیانودواکمنۍ پر مهال د کابل په انصاري لېسه کي دمعلمۍ پرڅنگ په باخترآژانس کي هم د بالمقطع اجیرپه توگه کارکاوه.هغه وخت دنن په شان له پښتوسره د مقاماتو تورپرتندي ول. له بلي خوازموږ دپښتوریاست غړي له رئیسه نیولې ترمادونه پوري ټول غیرگوندي کسان ول.موږ ته به ئې قصداً اوږده مطالب دترجمې له پاره په داسي وخت کي رالېږل چي خپرولوته به ئې ډېرلږ وخت پاته وو او په دې ډول به ئې موږ ته روحي آزار راکاوه. خو وایي ” دپښ کور چي وسو، هغومره ښه سو”. موږ هم دمقاماتو دغي بدنیتۍ داسي وروزلو چي دخورا اوږدو مطالبوترجمې ته موپه ډېرلږوخت هم وارنه خطاکېدئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب