دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeروغتیاد ستړیا ۷ پټ لاملونه/ ژباړه: خالد عثمان زوي

د ستړیا ۷ پټ لاملونه/ ژباړه: خالد عثمان زوي

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د راتلونکي ورځي چاري په سمه توګه نه شوو سمبالولي.خو که چیري تاسي نارمل خوب ( ۶ څخه تر ۸ ساعته) لري او بیا هم د ورځو په اوږدو کي د ستړیا احساس کوي،نو پوه شي چي ستاسي ستړیا ضرور کوم لامل لري.په معمول ډول ځینې پټ لاملونه شته چي د دوام داره ستړیا لامل کیداي شي.پرته له کوم شکه چي د کافي څخه ګټه اخېستل کولي شي تاسي ته د خوب زمینه برابره او ایسترس مو راټیټ کړي.خو ځیني داسي لاملونه هم شتون لري چي تاسي یې فکر هم نشي کولي.

اوس هم د ستړیا هغه ۷ پټ لاملونو باندي رڼا اچوو،چي ډیري خلک پدي نه پوهیږي چي د ستړیا لامل یې څه او ولي د ستومانی احساس کوي.

۱: اوزګارتوب (هیپوتیرو ډیزم)

بیکاري او یا هم هیپوتیرو ډیزم د ستړیا له هغو لاملونه له جملي څخه ده،چي ډیري طب پوهان پري اتفاق لري. د ورځو په اوږدو کي د کوم مصروفیت نه شتون په خپله استریس رامنځ ته کوي.که چیري تاسي د ورځو په اوږدو کي د بیکاري په رنځ اخته یې،نو کوښښ وکړي ځان په یو ډول کار مصروف کړي تر څو د ستړیا له منځه وړلو کي درسره مرسته وکړي.لنډه دا چي د ځان مصروف ساتل د ستړیا ورکولو کي اساسی مرسته کوي.

۲: د وېني کم والې

د وېني کم والې د دوامداره ستړیا له طبي لاملونو څخه یو عام لامل ګڼل کیږي.

۳: د شپې کم خوبي

د شپې کم خوبي او یا هم په عامه اصطلاح د شپې په اوږدو کي غیر نارمل خوب کول هم د ستړیا لامل کیداي شي.د دې لپاره باید د خوب لپاره منظم وخت وټاکل شي ولي چي د انسان بدن په کافي ډول ذهني آرمتیا ته اړتیا لري.

۴: د شکر ناروغي

هغه خلک چي د شکر په ناروغی اخته دي،تر نورو ډیر د ستړیا احساس کوي.نو د دې ډول ستړیا له منځه وړلو لپاره باید شکر کنترول شي او ورځني سپورټ له یاده مه باسې.

۵: تبه

تبه هم د ستړیا یو له عامو لاملونو څخه یو لامل ګڼل کیږي.دا تبې ستړیا سره ډیري ځوانان مخامخ وي،خو د دې ډول ستړیا نیټه که د څلورو څخه تر ۸ ورځو وغځیده او ستاسي بیا هم په دوامداره توګه د ستړیا احساس کوي نو ډیر ژر له یو ډاکټر سره پدي اړوند مشوره وکړي.

۶: اندیښنه

تشویش نه یواځي د ستړیا سبب کیږي،مګر دا چي ستاسي د خپګان او همدا ډول ستاسي د بدن څخه د انرژي په لمنځه وړلو کي هم یو اړین رول لوبوي.د مثال په ډول تاسي د خپلي سهارني دندي لپاره تشویش لري،نو دا تشویش ستا د خوب په کم والې کي کوي تر څو سهار ملا آذان د خوب څخه په غیر نارمل ډول پاڅیږي،نو دا دې لامل شي چي د ورځي په اوږدو کي د ستړیا احساس کوي.

۶: بي حده ګرځېدل

بي حده ګرځېدل او یا هم زیات په پښو تګ کول د ستړیا لامل کیداي شي،ځکه چي که تاسي د ورځي په اوږدو کي زیات په پښو تګ کوي نو د شپي بیا د پښو د درد له امله نشي کوي په کافي توګه خوب وکړي،نو د خوب کمښت له کبله به تاسي د ورځي په اوږدو کي د ستړیا احساس کوي.

۷: ډار ( انیګزېټي)

ډار او یا هم د یو څه شي څخه په امن کي د پاتي کیدو وسوسه هم د ستړیا لامل ګڼل کیداي شي.خو دا یو ځنډمن حالت نه ګڼل کیږي،د لږ وخت په تیریدو یاده ستونزه له منځه تللي شي.

او په پاي که دا چي هر هغه ناروغي چي انسان رنځوي،د انسان د ستړیا لامل کیداي شي.

1 COMMENT

  1. Salamoonah;
    Osmanzoy wror dderah sha jbarra karre da aw sha mevzu da

    Sirf pa awala shmerah ki Vezgartob la hypothyroidisme sara pa yawa ma`na kshil shway?. Zima pa haqier nazar da dwarra bilkul jala bahsuna diey.
    Hypothyroidism de Endocrine system yawa naroghy da ;haal da che wazgartoob yawa ttolaniza aw economiqa hagha da. Pa dranisht.
    Hila da Dr. sahib Sabaoun pa de haqla nazar verkrri.

    Loy Akhter de d ttolo Taandlostonku mobarek vi. Dr. H.Z.SAFPI

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب