سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهپه ژوند کې هیله او امېد څه ته ویل کېږي؟

په ژوند کې هیله او امېد څه ته ویل کېږي؟

ویناوال: دوکتور محمد راتب نابلسي (۱)

ژباړه او ترتیب: محمد خالد (ملکزی)

په دې اړه د اسلامي نړۍ نامتو عالم او مشهور دعوتګر دکتور راتب نابلسي ځوانانو ته په خپل خطاب کې داسې وویل: ((خوشبیني او یا هم په بله اصطلاح نېک پالي په لوی څښتن تعالی باندې ښه ګومان ؛ او د خیر طمعې او توقع کولو ته ویل کېږي. نېک پالي په حقیقت کې د امېد او نا امېدۍ تر منځ هغې راونې مبارزې ته ویل کېږي چې د مصایبو (سختیو) پر مهال هېڅکله هم د دې اجازه نه درکوي تر څو ته نا امېده شی؛ او د کار کولو جذبه او ولوله له لاسه ورکړی؛ نو په همدې خاطر هیڅکله هم په خپل ژوند کې مه نا امېده کېږه؛ ځکه نا امېده انسان د مړاوي ګل په څېر وي؛ چې په زېړېدو سره یې د ژوند پاڼې هم ورسره رژیږي. 

: ښه امېد همدې ته ویل کېږي چې: په ټولو هغو شیانو باندې چې د لوی څښتن تعالی سره دي؛ زیات واثِق (ډاډمن) واوسې؛ نسبت هغو شیانو ته چې له تاسره دي، او د الله تعالی په معیّت (درلودلو)باندې ته د شتمنۍ او د غنامندۍ احساس وکړی.

:ــ ځوانانو وروڼو او قدرمنو لوستونکو! 

په ژوند کې نېک پالي همدې ته ویل کېږي چې: تاسې د آخرت په اړه زیاته توجه او پاملرنه وکړئ؛ تر څو دنیا تاسې ته په دې وخت کې ډېر ارزښت ونلري. 

: ــ نېک پالي همدې ته ویل کیږي چې: خپل لرې هدف په پام کې ونیسئ؛ او که څه هم چې په دې لاره کې ستاسې پر وړاندې ډېر حوائل (خنډونه) پراته وي؛ ولې بیا هم خپلې لارې ته په ټينګار او پرله پسې توګه ادامه ورکړئ؛ نو دا کار د دې معنا لري چې:  تاسې واقعاً خورا خوشبینه انسان یاست.

: ــ د ښو پالونو ساتل د لویانو؛ او د مؤمنانو له صفاتو نه یو مهم صفت دی. دا د هغو کسانو خصلت دی څوک چې پر دې باندې پوهېدلي چې: ټول کارونه د الله تعالی په لاس او د هغه په قدرت کې دي. امېد پالل د موحِّدینو له خصلتونو څخه یو مهم خصلت دی.

: ــ نو لنډه دا چې: خوشبیني د خیر طمعې او توقع ؛ او په لوی څښتن تعالی باندې د ښو ګومانونو ساتلو ته ویل کیږي. 

: ــ که چېرې ته داسې باور وساتی چې: له تا نه یوه داسې قوي کلا راتاو ده چې هېڅکله هم څوک تا له دې کلا نه چېرته لرې وړلی نشي؛ نو همدې ته ستاسې نېک امېد ویل کېږي . 

په ژوند کې د امېد ساتل او خوشبینه اوسېدل د پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ سنت او تګلاره ده. که چېرې مونږ او تاسې په ژوند کې نېک پالي وکړو؛ نو دا کار به بالآخره زمونږ او ستاسې په ژوند باندې ښې اغېزې وشیندي. 

: ـــ پوهان وايي چې: (( په ژوند کې د ښو امېدونو ساتل؛  لکه په تورو تیارو کې د ځان سره د څراغ ګرځولو په څېر دي)) (۲).

نو ګرانو او قدرمنو ځوانانو!  

: ــ راځۍ چې په ژوند کې د یأس او نا امېدۍ پر ځای په خپلو زړونو کې د ښو امېدونو  رنګارنګ ګلونه وکرو. البته دا مو په یاد وې چې: له دې مقالې څخه هېڅکله هم زمونږ هدف دا نه دی چې: په خپل ژوند کې یوازې او یوازې ښه امېدونو وپالو؛ او کار ونه کړو؛ بلکې د امېد ساتلو تر څنګ، باید د خپلو آرزوګانو د تحقق لپاره هم باید په خپلو پلانونو باندې جدي کار وکړو.  که د نبي اکرم  ــ سیرت او اخلاقو ته ځیر شو؛ نو هلته به هم مونږ ته جوته شي چې: هغه ــ  به هم خپل قدرمن صحابه کرام په ژوند کې د امېد ساتلو؛ او کار کولو په لوري هڅول؛ لکه: یو ځل کله چې د خپل خواږه دوست حضرت ابوبکر صدیق ــ رضي الله تعالی عنه ـ سره  په غار ثور کې ؤ؛ په داسې حال کې چې مشرکینو او اسلام دښمنه ځواکونه د دوی پسې د مکې غرونو لټول؛ دا تر دې پورې چې مشرکین دوی ته ډېر ورنژدې شوي ؤو؛  په همدغسې سختو او بحراني ظروفو کې نبي اکرم  ــ  ورته د امېد خبره وکړه؛ او ورته یې وویل: اۍ ابوبکره ! مه خفه کېږه، بېشکه چې الله تعالی له مونږ سره دی؛ لکه چې قرآن کریم په دې اړه وايي: ﴿لا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا﴾ (التوبة/ 40)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱):په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندینۍ ویډیو نه چې په عربي ژبه کې  د (التفاؤل) په نامه ده؛ کولی شئ چې استفاده وکړئ: https://www.youtube.com/watch?v=rgv3jH3L-fg

(۲)https://www.islamweb.net/ar/article/186229/%D8%A7%D9%84%D8%AA%D9%81%D8%A7%D8%A4%D9%84-%D8%B3%D9%86%D8%A9-%D9%86%D8%A8%D9%88%D9%8A%D8%A9

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب