جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیابادرنګ په روژه کې د تندې علاج

بادرنګ په روژه کې د تندې علاج

عبدالسمع نوري

که څه هم روژه یو څو ورځې تیره ده خو بیا هم بې ګټې به نه وي چي په دا پاته روژه کې له دې لارې څخه ګټه واخلو ځکه سږ کال هم د تیر په څېر روژه د دوبي به موسم کې راغله چې هم يې ګرمي سخته ده او هم يې ورځې اوږدې دي.

په داسي حالاتو کې صیحي خواړه ډیر اغیزمن تمامیږي ځکه چي د ګرمي په موسم کې انسان د خپل بدن ډیرې اوبه د خولو اویا په بدن کې د حرارت په واسطه له لاسه ورکوي چي په نتجه کې انسان له سختې تندې سره مخامخ کیږي او بالاخره انسان په ډیهایډرېشن (د بدن د اوبو کموالی) اخته کېږي چي ډیر زیانونه لري او په دې ناروغي عموماً د ډیر عمر انسانان او هغه خلګ چې دباندي یعني تر لمر لاندي په ګرمي کې کار کوي اخته کیږي.

د دې دپاره چي په روژه کې مو د تندې مخنیوی کړی وي او د ټولې ورځې دپاره مو بدن ارامه واوسي. باید په پیشلمي کې داسی خواړه وخوړل سي چي په زیاته اندازه اوبه ولري او نور هم کوم زیان ونلري.

تر پیشلمي وروسته که یو یا دوه دانې بادرنګ وخوړل شي انشاءالله ټوله ورځ یا دورځې ډیره برخه به مو بې تندې تیره سي ځکه بادرنګ د دوبي په موسم کې د تندې او د بدن د ګرمي دلیري کولو دپاره مهم خواړه دي. بادرګ نه یواځي دا چې د تندې او ګرمۍ په لیري کولو کې ډیره مرسته کوي بلکې د بدن د نورو غړیو د سالم ساتلو دپاره هم ډیر ګټور دي.

بادرنګ ۹۶ فیصده اوبه لري او له نورو ضروري غذايي موادو څخه جوړ دي چي د انسان د بدن د پاره ضروري دی. د مثال په ډول د بادرنګ غوښینه برخه په زیاته اندازه ویټامین ای (A)، ویټامین سی(C) او فولیک اسید لری او پوستکې یې په زیاته اندازه فایبر او منرالونه لري لکه مګنیزیم، مولیبدنوم او پوټاشیم. همدارنګه په بادرنګ کی سليكا (یو رقم معدني مواد دی) موجود دی چي د عضلاتو په قوي کولو کې مهم رول لري.

بادرنګ د پوستکي د ناروغیو لپاره هم کټور دي لکه د سترګو د لاندینۍ برخي پړسوب او د لمر پواسطه د مخ د پوستکي د سوځیدو، ځکه په بادرنګ کې سکوربیک او کافئیک اسید موجود دي چي د بدن د اوبو د ضایع کیدولو مخنیوی کوي.

په بادرنک کې د زیاته اندازه اوبو او فایبر موجوديت د هضمې، پښتورګو ډبري، اینې او تریخي دپاره ډیره ګټه لري. بادرنګ د ویني دفشار په کنټرولو کې مهم رول لري او دانسان دبدن څخه یوریک اسید هم لیري کوي چي دانسان په مثانه   کې دګزک لامل ګرځي. تر ټولو حیرانوونکې یې لا دا ده چي د ویښتانو په غټولو او قوي کولو کې زیاته مرسته کوي.

د بادرنګ تر څنګ ځیني نور سابه او میوي هم سته چي په زیاته اندازه اوبه په ځان کې لري که چيري دهغو څخه اتفاده وسي هم ګټه لري

میوې:

هنډواڼه او سټرابري ٪۹۲ اوبه لري

نارنج او مالټه٪۹۱اوبه لري

شفتالو ٪۸۸ اوبه لري

زردالو ٪۸۶ اوبه لري

انګور٪۸۱اوبه لري

سابه یا تر کاري:

بادرنګ او کاهو ٪۹۶ اوبه لري

تورۍ او مولۍ ٪۹۵ اوبه لري

رومیان ۹۴٪اوبه لري

ګوبی، بانجڼ، شنه مرچک او سوزي ٪۹۲اوبه لري

ګازرې ٪۸۷ اوبه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب