تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: د ملي امنیت شورا وایي، وسلوالو طالبانو تېره اوونۍ د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ تروریستي فعالیتونه کړي، چې په نتیجه کې یې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغان حکومت راپور وایي، د طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او ۵۵۰ نور ژوبل شوي دي چې د دغه تاوتریخوالي پر مهال تېره اوونۍ ۱۴۸ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې توګه، دا په تیرو ۱۹ کلونو کې د تاوتریخوالي له اړخه تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه او د امنیت شورا وایي، دا اوونۍ په داسې حال کې تر ټولو خونړۍ ده، چې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغانانو خلاف به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به کار کوي: ((دې ډلې له خپلو ټولو ژمنو او د افغان دولت لخوا د ښه نیت په موخه د شویو فعالیتونو سره سره لا هم د افغان مسلمان وینې توېېدنه جاري ساتلې، په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او د سولې لپاره یې هیڅ ښه نیت نه دی ښوولی.))
امنیت شورا ګواښ کړی چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د خپلو خلکو خلاف روان تاوتریخوالی په هیڅ قیمت د منلو وړ نه دی: (( دا حالت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د سولې لپاره واقعي او مؤثر فعالیتونه پیل شي. د تاوتریخوالي له کمښت پرته د سولې راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.))
امنیت شورا وایي، تاوتریخوالی او د افغان وژنې دوام په همدې ترتیب د هیواد په کور او کلي کې د طالب خلاف دښمني نوره هم غښتلې او د ملي پخلایني او یو بل منلو پروسه خورا سخت او ستونزمن پړاو ته بیايي.
نو ولی ددوی بندیان خوشی کوئ. په هره اندازه چی له دی بی ناموسه دلالانو سره نرمي کوئ په همغه اندازه دوی بی گناه افغانان وژني. والله که په دی حرمونو افغانستان آباد شي. له یو سره دا تول دلالان مردار کرئ او بیا طالب دلال ته ووایست چی د سولی خبری وکري. حکومت په جگ سر کیزي نه په عذر او زاري. تر کله به دا حال وي.
درنو هېوادوالو پام مو وي چې کله باجوه ګان او د هغوی مزدوران له یو بل سره پټ ملاقاتونه کوی ، خصوصا د باجوه وروستي سفر کابل ته دا په اثبات رسوي چې دوی ټول د افغانستان د مظلوم ولس او ملت په مقابل کې ډېر سخت زړي او قصی القلب دي . هغوی د افغانانو له وژلو خوند اخلي او خېټې یې نورې هم پړسیږي.
بس د امريکا او پاکستان ډرامه روانه ده۔