شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابینې ته د عبدالله د کاندیدانو له لیسته ځینې نومونه ایستل شوي

کابینې ته د عبدالله د کاندیدانو له لیسته ځینې نومونه ایستل شوي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: که څه هم په وروستیو کې داسې لیست راووت چې ګواکې د عبدالله ډلې، ارګ ته خپل ۱۴ وزیران او د کابینې نور غړي معرفي کړي دي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تر دې دمه ورته د کابینې لپاره د سپیدار د کاندیدانو لیست نه دی رسېدلی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، ارګ له خپله اړخه د کابینې لیست بشپړ کړی او یوازې پر دوه څوکیو باندې سلا مشورې روانې دي خو په وینا یې دوی له سپیدار څخه غواړي چې د خپلو نوماند وزیرانو لیست ژر تر ژره نهایي کړي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې وسپاري.

بلخوا د سپیدار سرچینې تاند ته خپور شوی لیست کاملا نه ردوي، خو وایي په ځینو مواردو کې د دوی بحثونه هم روان دي.

د سپیدار د مؤثقو سرچینو په وینا د دوی ونډه ۱۱ تنه دي، خو لیست یې د ۱۴ تنو جوړ کړی دی او همداراز مصطفی مستور د نوماند وزیرانو له لیست څخه ایستل شوی او ټاکل شوې ده د سولې د وزیر په توګه وټاکل شي.

سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط همداراز وایي، که څه هم د سپیدار لیست کې د ځینو سیاسي ګوندونو ونډه معلومه شوې خو په ځینو پوستونو خبرې لا هم دوام لري: (( زموږ په لیست کې د مولوي شهزاده شاهد ، نور رحمان اخلاقي ، مصطفی مستور، بشیر احمد تینج، سید سعادت منصور نادري، فضل احمد معنوي، مسعود اندرابي، معصومه خاوري، انوار الحق احدي، کنشکا ترکستاني، قدرت الله ذکي، نجیب اقا فهیم، عباس بصیر او حسن عبداللهی نومونه شته خو اوس د عباس بصیر، مصطفی مستور او حسن عبداللهي نومونه ایسته شوي دي.))

سرچینه وایي، جنبش ګوند درې وزارتونه غواړي خو کریم خلیلي او محمد محقق ته به یو یو وزارت ورسیږي.

2 COMMENTS

  1. ښه نو هغه دملانقیب.همایون او نورو ډلې خو هسي ور سره پیل شوی وی دا بیچاره ګان یې لکه چی تور لست ته اچولي ګل خانان

  2. ښه نو دا ملا فضل احمد معنوی له جلادي ، غلا ، رشوت ، تخلف ، تقلب اوس بیا دعدلیې وزارت ته ارتقا کوي؟
    افغانستان واقعا له قحط الرجال سره مخ شویديی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب