سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونههدفي بریدونه: په کابل کې پر ۲ پولیسو او هلمند قومي مشر...

هدفي بریدونه: په کابل کې پر ۲ پولیسو او هلمند قومي مشر باندې ډزې شوي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ ساحه کې یو وسله وال کس پر دوه پولیسو ډزې کړې دي چې یو ځای پر ځای وژل شوی او بل ژوبل دی.
ځایي سرچینې تاند ته وایي، قاتل پیاده و او له ډزو وروسته په تیښته بریالی شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پېښه تاییدوي خو د جزییاتو.په اړه یې څه نه وایي او زیاتوي پولیسو د پېښې د عامل د نیولو هڅه پیل کړې ده.
تر اوسه کوم لوري د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی

بلخوا تیره شپه په ورته پېښه کې د هلمند پخواني والي، جهادي قومندان او قومي مشر آمر حفیظ الله حقیار ټپي شوی او زوی یې وژل شوی دی.

د هلمند والي جنرال محمدیاسین خان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، پرون د یکشنبې ماښام د لښکرګاه ښار بولان سیمه کې ناپيژاندو وسله والو د آمر حفیظ الله حقیار په موټر برید کړی چې په ترڅ کې یې آمر حفیظ الله حقیار ژوبل دی او د صفت الله حقیار په نوم زوی یې وژل شوی دی.

کابل کې پر پولیسو نننی برید او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې پر قومي او جهادي مشر آمر حفیظ الله حقیار برید په داسې مهال ترسره کیږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد د پلازمینې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې پر دیني عالمانو او قومي مشرانو مرموزو بریدونو زور اخیستی دی.

حکومت دا د طالبانو ترهګریزه دسیسه بولي خو طالبان بیا د داسې بریدونو له مسوولیت اخیستلو ډډه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب