جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ناټو سرمنشي: ناټو حاضره ده په افغانستان کې د ځواکونو شمېر...

د ناټو سرمنشي: ناټو حاضره ده په افغانستان کې د ځواکونو شمېر نور هم کم کړي

تاند (چهارشنبه، د جوزا۲۸) د ناټو دفاع وزیرانو نن د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله غونډه کې د روسیې توغندويي چلینج ته د ځواب ویلو، د افغانستان د ماموریت او عراق په اړه خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي په دې غونډه کې وویل چې دا تړون د افغانستان د سولې او امنیت پروسې ته پر خپله اوږدمهاله ژمنه ولاړ دی.

ده وویل «د تړون غړي د افغانستان اوږدمهال امنیت ته خپله ژمنه تکراروي. دا ژمنه د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره حیاتي ده.»

سرمنشي ینس ستولتنبرګ پر طالبانو ږغ وکړ چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

«د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره موږ په افغانستان کې پر خپل حضور بیا کتنه کوو او همداراز له خپلو متحدانو سره د خپلو ځواکونو د حضور په اړه غور کوو. طالبانو ته هم پکار ده چې پر خپلو ژمنو ودرېږي، په بین الافغاني خبرو کې ګدون وکړي او د تلپاتې سولې لپاره جوړجاړی وکړي.»

ستولتنبرګ له طالبانو همداراز وغوښتل چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

ده دا هم وویل چې ناټو حاضره ده چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر نور هم لږ کړي، خو دا مسله په افغانستان کې له پرمختیاوو سره تړلې ده.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ پرون د دې غونډې د اجنډاو د څرګندولو  په مهال وویل چې ناټو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه د امریکا او طالبانو تر منځ تړون او له مخې یې د بندیانو د خوشې کېدو پروسه پرمختګونه وبلل خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان وضعیت ستونزمن دی او باید له افغانانو سره همکاري وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب