جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ایران کې ۴ تنه افغانان په اوبو کې ډوب شوي

په ایران کې ۴ تنه افغانان په اوبو کې ډوب شوي

تاند (چهار شنبه، د جوزا ۲۸) د ایران د اصفهان ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په زاینده رود سین کې ۴ افغانان ډوب شوي دي.

ایرنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (جوزا ۲۷- جون ۱۶) د اصفهان ولایت د بیړنیو پېښو عمومي ریاست په قول وویل «څلور تنه نن مازدیګر (سې شنبه) د اصفهان په لوېدیځ کې په زاینده رود بند کې مړه شوي دي.»

د ده په وینا څلور واړه مړه شوي افغانان دي.

دا پېښه له دوو نورو پېښو وروسته کېږي چې یوه یې په هریرود سین کې د شاوخوا ۵۰ تنو افغان پناه غوښتونکو د ډوبولو او بله په یزد کې د افغان پناه غوښتونکو د سپرلۍ موټر ته د اور ورته کولو وه او زیات غبرګونونه یې وپارول.

د اصفهان ولایت د بیړنیو پېښو ريیس منصور شیشه فروش وویل، په دغو څلور تنو وژل شویو کې ۳ ښځې او یو نارینه دی. دوی د زاینده رود سین بند ته تللي وو، لومړی یو تن په اوبو کې ډوب شو، ورپسې نورو د یو بل د ژغورلو لپاره اوبو ته ځانونه اچولي او ډوب شوي دي.

د ده په وینا د مړو شویو کسانو عمرونه د ۲۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ وو.

شیشه فروش دا هم وویل چې د وژل شویو افغانانو مړي موندل شوي او له اوبو راایستل شوي دي.

شیشه فروش ویلي چې په بندونو کې لامبو منع ده او د سږ کال له پیله تراوسه پورې په اصفهان ولایت کې ۲۱ تنه ډوب شوي او مړه شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب