چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهټرمپ: افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې له امله پر هاګ بندیزونه...

ټرمپ: افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې له امله پر هاګ بندیزونه ولګول

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: د امریکا ولسمشر ټرمپ د جنايي جرمونو نړیواله محکمه باندې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنایتونو د څېړنې له کبله بندیزونه ولګول.

سپینه ماڼۍ وايي، پر هاګ یا نړیواله محکمه یې اقتصادي بندیزونه له دې امله دي چې افغانستان کې یې د هر ډول پلټنو مخه ونیول شي.

نړیوالې محکمې په تېرې مارچ میاشت کې فاتو بینسودا ته منظوري ورکړې چې په افغانستان کې دې د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو په اړه پلټنې پيل کړي، خو ټرمپ دا پریکړه سیاسي بولي او ګواښ یې کړی چې د دغې محکمې پر قاضیانو، وکیلانو، غړو او حتی د کورنیو پر غړو به یې د ویزې بندیزونه هم ولګوي.

بلخوا کله چې هاګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنایتونود څېړلو اعلان وکړ ورسره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع وزیر مارک ایسپر، لوی څارنوال ویلیم بار او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په یوه خبري غونډه کې دا پریکړه وغندله.

امریکا دعوه لري چې د هاګ نړیوالې محکمې اساسنامه دوی نه ده منلې او اوس دا محکمه هم حق نلري چې د امریکا په اړه سیاسي رنګ لرونکې پرېکړې وکړي.

نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال روم کې تاسیس شوه او د نسل وژنې، جنګي جنایتونو په اړه یې قانوني پلټنې پیل کړې.

1 COMMENT

  1. که د هاګ له محکمی ویره لری نو د الله تعالی محکمه مو مخکی ده همدا اوس د تور پوستو په وړاندی تبعیضی ګامونه په امریکا کی روان دی که خدای تعالی پکی برکت واچوی نو کیدای شی امریکا د روس په شان دوه یا څو ټوټو وویشل شی ځکه همدا پیښی په پاکستان کی پنجاب له بلوڅو، سیندیانو او پښتنو سره هم شروع کړی چی الله تعالی د افغانانو آزار پکی وچلوی نو کیدای شی ډیر ژر یا آیالاتونه ځانونه خپلواک اعلان کړی.

    همدارنګه اوس په امریکا کی کرونا مرض او پاکستان کی هم کرونا مرض زیاتره پنجابی ظالم پوځ او استخبارات پری اخته کړی چی الله تعالی په فضل ددی کړیدلی ولس پښتون ژړا ، آه او ویر یو څه تاثیر کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب