سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د سولې د تخریبوونکو مخه باید ونیول شي

خلیلزاد: د سولې د تخریبوونکو مخه باید ونیول شي

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: زلمی خلیلزاد وايي، افغانان د خپلمنځي مذاکراتو د پيل لپاره تر بل هر وخت نږدې شويدي.
خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټول لوري باید ژر تر ژره د مذاکراتو مېز ته د تللو لپاره کار وکړي او په وینا یې چې د هغو خلکو مخه باید ونیول شي چې د سولې پروسه تخریبوي.

نوموړي ویلي، د سولې پروسې د تخریبوونکو او د افغانانو د هیلو او خوبونو د تروړونکو مخنیوی اړین دی.
خلیلزاد زیاته کړې د بندیانو د خوشې کولو پروسه هم یو نوي او مهم پړاو ته داخله شوې او باید چې په دې لاره کې خنډونه له منځه یوړل شي.

د خلیلزاد د معلوماتو له مخې حکومت تر اوسه ۳زره طالبان خوشې کړي دي او په مقابل کې یې طالبانو هم ۵۰۰ زندانیان له شکنجه خونو څخه ازاد کړي دي: (( د زندانیانو د ازادۍ پروسې له تکمیل وروسته باید د افغانانو په مالکیت د افغانستان اسلامي جمهوریت همه شمول پلاوي او د طالبانود مرکچیانو تر منځ مذاکرات پيل شي.))

خلیلزاد ویلي، د امریکا هدف هم دا و چې افغانان خپل منځ کې خبروته سره کېني: (( په دې اړه د طالبانو د هغې اعلامیې هرکلی کوم چې وايي، د زندانیانو له بشپړې ازادۍ وروسته به یوه اوونۍ کې مذاکراتو ته چمتو یوو، که څه هم اړتیا ده چې په ټولو جزیاتو عمل وشي خو بیا هم دا انکشافات ډېر مثبت دي.))

خلیلزاد دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې ولسمشر غني یو وار بیا د اتلانتیک شورا غونډې ته د مؤقت حکومت طرحه رد کړه او زیاته یې کړه هغه لویه تېروتنه به تکرار نه کړي چې ډاکټر نجیب د مصالحې په خاطر له دندې څخه استعفی ورکړې وه: (( د مؤقت حکومت خبرې له وخته وړاندې دي، د استعفی ورکولو نتیجه موږ کتلې بلکې دا فلم تېر شوی دی او تکرار به نشي.))

بلخوا طالبانو ویلي، که د حکومت لخوا یې ۵ زره بندیان ازاد شي، دوی چمتو دي چې یوه اوونۍ کې مذاکراتو ته راوړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب