پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهد خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې کورونا تباهي جوړه کړې ده

د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې کورونا تباهي جوړه کړې ده

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه: د خیبر پښتونخوا په دیر ولسوالۍ کې د دې ایالت له بلې هرې سیمې په کورونا وېروس ډېر خلک اخته شوي دي.

د پښتونخوا د روغتیا څانګه وايي، یوازې کوز دیر کې په کورونا څلور سوه کسان اخته او له امله یې ۱۱ مړه شوي دي.

د کوز دیر د روغتیا مشر ډاکټر محمد نذیر وایي، ځینې ناروغان یې د پېښور روغتونونو کې هم مړه شوي، خو له دوی سره یې شمېر نشته: “ځینې کسان پېښور کې ټېسټ شوي، چې د هغو ریکارډ هم نه لرو. ځکه امکان شته چې په دیر کې ډېر کسان مړه شوي وي”.

نوموړی دا هم وايي، په دیر کې د جون په دریمه ۸۴ ټېسټونه شوي چې ۵۷ پکې مثبت و: “که شمېرو ته ګورو ورځ تر بلې په کورونا اخته کسان ډېرېږي”.

نوموړی وايي کوز دېر ډېر اغېزمن شوی، خو وروستیو کې یې یو څه کنټرول کړی، خو په وینا یې که حالات خراب شي، د ناروغانو سمبالولو ته به لومړنۍ اسانتیاوې نه وي.

هغه دا هم وايي، چې پېښور ته هم د ناروغانو لېږدول درې ساعته وخت نیسي.

د رسمي شمېرو له مخې پښتونخوا کې د سا اخیستلو یا وینټیلاټور دوه ماشینونه دي چې یو پېښور او بل ایبټ اباد کې دی.

پښتونخوا کې د پنجاب او نورو ایالتونو په پرتله د کورونا وېرورس ازموینې هم کمې دي او تراوسه پکې تر ۶۶ زرو ډېر ټیسټونه نه دي شوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ورځنی رپوټ وايي، پښتونخوا کې معاینه شویو کسانو کې ۱۷ سلنه په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي او دا له بلوچستان وروسته تر ټولو ډېر دي.

پښتونخوا کې د پنجشنبې په ورځ له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ۲۱ کسانو مړینې سره په دې ایالت کې له کورونا د مړو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب