جمعه, جولای 5, 2024
Homeمقالېد روښنفکرانو تراژیدي| رفیق خلیلي

د روښنفکرانو تراژیدي| رفیق خلیلي

سقراط خپلو آتنیانو زهرو څښلو باندې محکوم کړ، ولې? ځکه دده افکار د نورو سره متفاوت وو خو وروسته له مرګه تر ننه د فلسفې او حکمت کتابونه ددې مرموز شخصیت له ویناوو نه ډک دي. مولانا رومي د خپل پلار او خپلو افکارو او عقیدو له لاسه د خپل ټاټوبي ترک کولو ته اړ شو او تر اخیره یې د اوسنۍ ترکیې په سیمه کې ژوند په جلاوطنۍ کې تیر کړ، خو نن میلیونونه مسلمانان د ده د لارې او مکتب لارویان دي، اشعار یې یوازې فارسي ژبو لپاره نه بلکې حتی د غربیانو او ټولې نړۍ لپاره د معنویت سرچینې دي.


نیچه ټول ژوند په سرګردانۍ او لالهاندۍ کې تیر کړ، ځکه د ده په خپله وینا: دی له خپل وخت نه مخکې غږیږي او خبرې به یې څو پیړۍ وروسته مینوال پیدا کوي نو ځکه یې په خپل وخت کې د خپلو هڅو هیڅ پاداش او ثمره ونه لیدله، خو نن د خپل وخت و مدرنیزم د سرلارو په قطار کې حسابیږي او پوست-مدرنیزم د مکتب بنسټګر نومول کیږي.


نړۍ کې همیشه، که ځیر شو، متفاوت فکر لرونکي رټل شوي، ځورول شوي، شړل شوي او حتی وژل شوي دي، خو پیړۍ وروسته چې ددوی په اصلیت او افضلیت او علمیت خلک پوه شوي بیا یې ستایلي، د هغوی مجسمې یې جوړې کړي، ټولنو پرې ویاړلي دي چې دا ډول اشخاص ددوی په تاریخ کې راڅرګند شوی او ددوی د ویاړ مصدر ګرځیدلي.
دا کسان هم چې ما یاد کړل هغه خوشبخته دي چې خبرې او یا حداقل نومونه یې تر مونږه رارسیدلي او د تاریخ طوفان له ځانه سره نه دي وړي، شاید سلګونه همدا ډول نور اشخاص وي چې د خپلې ټولنې سره ناهمخوانو افکارو لرلو له امله شړل شوي او یا وژل شویي وي او ددوه سره یوځای یې ددوی کتابونه هم خاورو ته سپارل شوي وي او حتی د ژوند روایت یې هم د منصور غوندې زمونږ تر زمانې نه وي رارسیدلی، یعنې په مطلق ډول هیر شوي او یو متر خاورو لاندې له خپلو خبرو او فکرونو سره خاورې شوي وي.


نن مې یوه ډاکومنټري (مستند) کتلو په هغه کې د همداسې یوه کس داستان بیان شوي و چې د خپلو افکارو له امله له څومره کړاونو سره مخ شوی دی او د لیکنو یوازې یوه سلنه یې تر موږ ( هغه هم د نورو لیکوالانو له خولې) رارسیدلې ده او باقې نور د تاریخ دې جبري ځانګړنې تر خاورو لاندې کړی دی.


واقعاً هم همداسې ده، ټولنه همیشه یو ثابت فکري قالب لري، له هغه نه بغاوت بعضاً خپل ځان ته د مرګ رابللو په معنا وي او څوک چې نوي افکار ارایه کوي همیشه ځورول کیږي او ډیر وروسته د هغوی واقعیت نورو ته را ښکاره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب