Homeخبرونهکابل کې یو پوهنتون په لومړي ځل د کورونا تشخیصیه کېټونه جوړکړل

کابل کې یو پوهنتون په لومړي ځل د کورونا تشخیصیه کېټونه جوړکړل

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: په کابل کې د کاتب په نوم یو خصوصي پوهنتون ادعا کړې چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه جوړ کړي دي.

دغه پوهنتون پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړی چې دا تشخیصیه کېټونه یې د علمي تحقیقاتي مرکز څېړونکو جوړ کړي دي او د عامې روغتیا وزارت تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت یې هم دا هڅه تایید کړې ده.
د غالب پوهنتون ادارې خبر ورکړی چې د دوی تشخیصیه کېټونه اوس کاملا د استفادې وړ دي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت په دې تړاو د تاند پوښتنو ته لا ځواب نه دی ویلی، خو په کابل کې یو حکیم ادعا کړې ده چې د کورونا درمل یې جوړ کړي دي.
خو د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره ځینې طبي نوښتونه په نړیوالو معیارونو برابر نه دي رامنځته شوي.

تر دې وړاندې د هرات د روباتیک ګروپ نجونو هم ادعا کړې وه چې د مصنوعي تنفس ماشین یې د کورونا د ناروغانو لپاره جوړکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...