Homeخبرونهد هند او افغانستان ترمنځ مځکنۍ سوداګري بیا پیل شوه

د هند او افغانستان ترمنځ مځکنۍ سوداګري بیا پیل شوه

تاند (جمعه، د جوزا۸) د افغانستان او هند ترمنځ مځکنۍ سوداګري له درو میاشتو وروسته پرون بیا پیل شوه.

هند د پاکستان پولې ته څېرمه د اتاري بندر د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بند کړی و.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د امرتسر د ګمرک کمیشنر دیپکا کومار ګوپتا وویل، له افغانستان څخه یو کانتینر، چې وچه مېوه پکې بار وه، د پنحشنبې په ورځ له پولې ورواوښت.

راپور وايي چې د هند خاورې ته له رسېدو سره سم، د لارۍ موټرچلوونکی په هغه طبي مرکز کې معاینه شو چې د هندي پنجاب ایالت حکومت په سیمه کې د کورونا وایرس لپاره تازه جوړ کړی دی.

د دغه مرکز او ګمرک ټولو کارکوونکو ته لاسپوټوني او ماسکونه ورکړل شوي دي.

د هند د وچې مېوې د ټولنې رييس انیل مهرا وايي چې د اتاري بندر له لارې د هند او افغانستان د  سوداګرۍ ارزښت د کال زر کروړ هندي روپیو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...