جمعه, مې 3, 2024
Homeجنرال وزیريپه وسله والو ځواکونو کې د مکافاتو او مجازاتو اغیز

په وسله والو ځواکونو کې د مکافاتو او مجازاتو اغیز

لیکوال: جنرال دولت وزیري

څو ورځې مخکې یوه نظامي دوست را څخه وغوښتل چې په وسله والو ځواکونو کې د مکافاتو او مجازاتو په رول او د اړوندانو په مورال يې د اغیز په هکله یو څو کرښې تورې کړم. ما ورته هو وکړه، خدای دې وکړي چې دا څو کرښې د هغه او نورو دوستانو د ګټې وړ وګرځي.

ټول په دې پوهیږي چې جګړه ستر بشري او مادې ناورين را منځ ته کوي او پای يې د بایللو او ګټلو سره پناه او ناورین ته رسیږي. دواړه نړیوالې جګړې، د امریکا د متحده ایالاتو او ویتنام، د پاکستان او هند تر منځ، د ایران او عراق تر منځ، د افغانانو او شورویانو تر منځ جګړې يې سترې بیلګې دي.

 په دې جګړو کې د جګړې دواړه غاړې د ستر بشري او مادې ناورين سره مخ شوي. ناوړه اغیز يې کلونه څه چې تر پیړیو پورې پاته کیږي.

له دې کبله په هر شکل چې کیږي باید د جګړې له پیلیدو مخنیوی وشي او د وسلې له استمال څخه چې نامبارګ اوزار دي په کلکه ډډه وشي. اړینه ده چې ټولې ستونځې د خبرو له لارې حل شي او په دې هکله له بشپړ فکر، پوهې او غور څخه کار واخیستل شي. د وسله والو خواکونو کارول باید د کارونې وروستۍ وسیله وي. ټول وخت باید کوښښ وشي چې واکمن داسې شرایط را منځ ته کړي چې وسله وال ځواکونه په مدني کارونو او په بیړني وختونو کې د خلکو سره په مرسته بوخت وي.

که چیرې کوم مشر جګړې ته زره ښه کوي او غواړي چې خپلې ستونځې د جګړې له لارې حل کړي او یا جبرا جګړې ته ور کشول کیږي، بیا نو اړینه ده چې خپل ټول مادي او معنوي قوت سره یو موټی کړي او بیا جګړې ته ور د ننه شئ.

د یوه هیواد په مادي او معنوي قوت کې وسله وال ځواکونه لومړی ځای لري. مکياوېلې به ویل:

(( د خواکمن وسله وال پوځ پرته به هیڅ هیواد په امن کې نه وي. هغه هیواد چې خپل ځواکونه او هغه زړورتیا چې د هیواد د ساتنې له پاره اړینه ده ونه لري، نو ځان دې خپل بخت ته وسپاري.))

 له شکه پرته د هیواد د ساتني او د جګړې د ګټلو له پاره داسې ځواکمنو وسله والو ځوکونو ته اړتیا ده چې لوړ مورال او د هیواد د مینې لوړه انګیزه ولري.

د اهمیت له مخې د یوه هیواد واکمن ته چې په عینی وخت کې د وسله والو ځواکونو سر قوماندان هم وي په کار ده چې په خپله د وسله والو ځواکونو مواظبت او څارنه وکړي. په ملي روحیه يې وروزي او هغه چا ته يې چارې وسپاري چې قانون، هیواد او خلکو ته ژمن او د جګړې پر هنر پوه وي.

د وسله والو ځواکونو په مادي اړخ کې وسلې، تجهیزات، سمبالښت، اقتصادي ځواک او تکنالوژي شامله ده، خو بیا په معنوي برخه کې چې تر ټولو اړینه برخه جوړوي، ښوونه او روزنه، سیاسي ځواک، مورال، علمي سویه، روغتیا او پوځي دود(فرهنګ) شامل دي.

د معنوي ځواک په برخه کې د ټولو برخو تر څنګ مورال او هیواد سره د مینې لوړه انګیزه ځانګړی ځای او مقام لري.

په لوړ مورال او د هیواد سره د مینې په لوړه انګیزه د وسله والو ځواکونو روزل یواځی په یواځی د عدالت او انصاف له مخې تر سره کيداي شي.

د وسله والو ځواکونو سره تل باید د مهربانۍ، عدل، انصاف، پر ځای او ښه چلند څخه کار واخیستل شي. که چیرې د اړوندانو سره د ژوند په ټولو برخو کې له عدل او انصاف څخه کار واخیستل شي، اړوندان بیا په لوړه انګیزه او لوړ مورال له خپلې ورسپارل شوې دنده سره مینه کوي او تل ډاډمن وي.

د عدالت او انصاف په برخه کې مکافات او مجازات ډیر ستر رول او اهمیت لري. د مکافاتو او مجازاتو ورکول باید د عدل له مخې وي. د نوماندانو ټاکل، ترفیع، تقاعد، لیرې کول، کښته او پورته کول، نقدي مکافات، دالۍ، تقدیرنامي او مجازات باید ټول د عدل او انصاف له مخې وي.

د ترفیع په برخه کې باید تل د ناپلیون هغه خبره چې وايي: اوږه باید له سره پورته نه وي. په نظر کې ونيول شي.

ډاکټر ناظم لیکي: د غزنويانو د واکمنۍ پر مهال به هغه چا ته مکافات او لوړې رتبې ورکول کیدی چې په حضر او سفر کې به يې له ځانه پوځي وړتيا وښودله. دې وايي: یو سرتیری هم له وړتیا او لیاقت له مخې لوړو پوړیو ته رسېدلای شو. د غزنويانو په واکمنۍ کې قرانګین چې د مسعود غلام و، ډ غونډ مشر رتبې ته ورسیده او یا التونتاش له دلګي مشرۍ څڅه د فرقه مشرۍ رتبه خپله کړه.

دوی به مکافات د وړتیا له مخې ورکول، هر ټټو او یا د شخصي اړیکو له مخې به يې رتبې نه ورکولي. همدغه عدالت وه چې ځواکونه يې د سومانات له جګړې بریالي را وګرځیدل.

په کومو ځواکونو کې چې مکافات او مجازات د عدل او وړتیا له مخې نه وي، د اړوندانو روحیه به کمزوری او پوځي وړتيا به تل ټیټه وي. ډاکټر ګداسنګ لیکي: د احمد شاه بابا په ځواکونو کې به تل مکافات او مجازات د عدالت او انصاف له مخې وه.

امیر عبدالرحمن خان به ویل: ټول ځواکونه باید ښه جنګي، باورې، پوه، غیرتمند، زړور، په هیواد مین او د دولت خواخوږي وروزل شي او دا هغه وخت امکان لري چې ترفیع د ازموینې، پوهې خو خدمتونو، زرورتیا او عدالت له مخې تر سره شي.

سټوین تانیر امریکايی لیکي: د چنګيز خان بریالیتوب په دې کې وه چې ده به وسله والو ځواکونو ته ډیره پاملرنه کوله، ډیر لایق او په پوځي هنر پوه افسران به يې د قوماندانانو په توګه ټاکل.

یعقوب لیث صفاري به هم د وسله والو خواکونو په هکله له بشپړ عدالت څخه کار اخیست، او په دې برخه کي ستر نامي وه. ده به سرتیري، د هغوی وسله او اسان په خپله معاینه کول، معاش او مکافات به يې په خپل لاس ورکول او دا د ده د بریالیتوب راز وه.

هويت هسي وايي: که په وسله والو ځواکونو کې مکافات او مجازات د عدالت او وړتیا له مخې نه وي، پوځ پاشل کیږي، باور او له دندې او هیواد سره يې د مینې لوړه انګیزه له منځه ځي، د دښمن د لاسوهنې او نفوذ له پاره زمينه برابريږي او پوځ د ګډوډۍ پر خوا درومي.

د دې ټولو تر څنګ د وسله والو ځواکونو اړوندان باید په دې باوری وي چې د شهادت او یا د تقاعد پر وخت د دوی کورنیو ته پاملرنه کیږي او د ستونزو سره به نه مخ کیږي. مارشال ژوکوف وايي:

 موږ د هغه چا له برکته چې ژوندي پاتې یو او هغوی چې خپل خوږ ژوند  يې د دښمن څخه د هیواد ساتني له پاره قرباني کړی دی، د احترام سر ټیټ او د دعا لاسونه پورته، خاطري يې ژوندۍ او اولادونه يې تل د خپلې پاملرنې لاندې ونیسو.

په پای کې د دې په هیله چې د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې مکافات او مجازات د عدالت له مخې تر سره شي تر څو د داسې یو وسله وال پوځ لرونکي شو چې د هیواد هر دښمن ته په بریالۍ او لوړه انګیزه ځواب وویلی ښي او د هیواد په پر مختګ کې هم ستر رول ولوبوي.

«ترفیع او تقاعد دی د عدالت له مخې تر سره شي. تل دې اوږه له سره ښکته وساتل شي.»

                            په بشپړ درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب