ژباړه: زبیر افغان
نوټ: له نداء الهند ویبسایټ څخه د یوې اوږدې لیکنې لنډه ژباړه.
پيدايښت، نوم او کنیه يې:
نوموړی د سې شنبې په ورځ د ذي القعدې پر ۲۶ تاریخ د ۱۲۶۴ هـ مهال د اتراپردیش په یوه ولسوالي بانده(عربي کې بانده لیکل شوی) کې پيدا شوی دی چې له (۱۸۴۸/۱۱/۲۴) میلادي سره سمون لري. پلار يې د ده د پيدايښت مهال همدلته د نواب(امیر) ذو الفقار الدوله بهادر په مدرسه کې استاد و.
پلار يې تر پيدايښت اووه ورځې وروسته عبد الحی نوم پر کيښود. پلار ته يې ځینو ملګرو په ټوکه ویل چې ښه له خپل نوم څخه دې د نفي حروف ایسته کړل او بیا دې د هغه نوم ترې جوړ کړ څو هغه ژوندی پاته شي او منفي نه شي. د پلار نوم يې عبد الحلیم و، نو له حلیم څخه چې یو لام او بل میم سره یو ځای شي د عربي (لَمْ) ترې جوړېږي چې په عربي ژبه کې د ماضي د نفې لپاره کارېږي.
نوموړی چې یو څه لوی شو، په درسونو کې يې پلار ته ځراکت څرکند شو، پر دې سربیره يې د هغه ښه خویونه او غوره عادتونه ولیدل نو پلار يې د ابو الحسنات کنیه د نیک فالۍ لپاره ورته وټاکله.
د دې دوو تر تعین وروسته امام عبد الحی له خپل نوم سره د محمد نوم له رسول الله سره د مینې له امله اضافه کړ چې په دې ډول د هغه بشپړ نوم ابو الحسنات محمد عبد الحي بن عبد الحلیم شو.
د نوموړي د نوم، د پلار نوم او پيدايښت د تاریخ په اړه ځينې غلط فهمۍ شته، پر ځینو کتابونو دا تیروتنې چاپ شوې هم دي، البته ده د خپل ځان په اړه لیکلي:
انا العبد الراجي رحمة ربه القوي، کنیتي ابو الحسنات، کناني به والدي بعد بلوغي، واسمي عبد الحي، تجاوز الله عن ذنبي الخفي والجلي، سماني به والدي في الیوم سابع من ولادتي، وقد ولدت في بلدة بانده حین کان والدي مدرسا بها في مدرسة النواب ذي الفقار الدوله في السادس والعشرین من ذي القعده یوم الثلثاء من السنه الرابعه والستین بعد الالف والماتین. (مقدمه السعایه مخ: ۱۷- ۱۸، النافع الکبیر لمن یطالع الجامع الصغیر مخ: ۲۵، التعلیق الممجد علی مؤطأ الامام محمد مع التحقیق والتعلیق د دوکتور تقي الدین الندوي: ۱/۱۰۹، ۱۱۰.)
زه بنده د پياوړي رب د رحمت هیله لرم، ابو الحسنات مې کنیه ده چې تر بلوغ وروسته مې پلار راته غوره کړی، نوم مې عبد الحی دی چې پلار مې تر پيدايښت اووه ورځې وروسته راته تعین کړی و، الله دې ماته پټې او ښکاره ګناوې معاف کړي، د بانده په ښار کې چې زما پلار د نواب ذو الفقار الدوله په مدرسه کې استاد و، زه همدلته د ذي القعدې پر ۲۶ د ۱۲۶۴ مهال پيدا شوی يم.
په نسبت کې يې انصاري و ایوبي دواړه راځي، ځکه د نسب سلسله يې په ۴۳ واسطو مشهور صحابي ابو ایوب خالد بن زید بن کلیب الانصاري ته رسېږي.
لکنوي نسبت هم لري، لکنو(Lucknou) يې پلرنی ښار دی چې اوس مهال د اتراپرديش ښار مرکز دی.
د کورنۍ اجداد او نیکه ګان يې د انګریزانو په یوه مانۍ کې اوسیدل چې د هغه قصر نوم فرنجي محل و؛ نو ځکه ده ته فرنجي(فرنګي) محلي هم ویل کېږي.
حنفي بیا له دې امله ورته ویل کېږي چې د مشهور امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب دی، له دې امله يې ځان ته د حنفي نسبت غوره کړی چې هغه مهال ځینو تقلید یا د یوه امام په مذهب کیدل شرک بلل، نو ده له ځان سره دا نسبت په دې خاطر ولیکه چې د همدې فکر پر خاوندانو رد وکړي.
د امام عبد الحی لکنوي مور و پلار دواړه ديني عالمان وو؛ پر دې برسیره يې دی یوازینی زوی و، نو ځکه دواړه زیاته مینه ورسره درلوده او له لومړيو ورځو يې د هغه په ښه روزنه کې هيڅ تقصیر نه دی کړی. بلوغ ته چې نژدې شو نو د ښو اخلاقو او نیک عمل لور ته يې هڅاوه، علم ته يې تشویق ور کاوه او له بدو اعمالو ناوړه اخلاقو يې د ځان ساتنې سپارښتنه ور ته کوله، روزنې ته يې دومره پام کاوه چې د کوڅې له هلکانو سره به يې لوبو ته نه ایله کاوه، بلکې یوازې د هغو کورنیو له ماشومانو سره يې د لوبو اجازه ور کوله چې اهل يې نیکان او اولادونه يې د ښو خوینو خاوندان وو.
پلار يې له وړوکوالي هغه علمي غونډو او مجلسونو ته ورسره ملګری کاوه چې هم علم زدکړي، هم پوهان وپېژني او هم باجرأته اموخته شي.
لومړنۍ زدکړې:
دی په یوه علمي کورنۍ کې پيدا شوی و، له دې امله والدینو د هغه علمي زدکړو ته له ډېره وړوکوالي پام وکړ، په پنځم کال يې دی حافظ قاسم علي اللکنوي ته ور ووست چې قران کریم ور زدکړي، ده له عم یتساءلون څخه د قران حفظ ته ملاوتړله خو دا یوه سپاره يې پوره کړې نه وه چې پلار يې د مدرسة الامامیه الحنفیه مدرسې ته د تدریس لپاره الحاج محمد امام بخش وغوښت، نو پلار يې خپله کورنۍ هم ورسره یووړه او هلته ده له حافظ ابراهیم څخه قران کریم زده کړ.
قران کریم يې په لنډ وخت کې یاد کړ او په لس کلنۍ کې به يې په تراویحو کې د قران کریم ختم کاوه. په همدې عمر کې يې لیک لوست، ابتدايي فارسي کتابونه او حساب هم زده کړل.
دغه ابتدايي زدکړې يې ټولې پر خپل پلار، د هغه پر ملګري خادم حسین مظفرپوري عظیم ابادي او نورو شاګردانو وکړې.
د مروجو فنونو او علومو زدکړه:
د قران کریم تر حفظ او ابتدايي زدکړو وروسته نوموړی له خپل پلار سره تر هغو مل و چې په اوولس کلنۍ کې د هغه وخت له مروجو فنونو او علومو فارغ شو. پلار يې د هغه تدریسي پيټي پر خپله غاړه اخیستی یا يې هم هغه کسانو ته دا دنده ور کوله چې باور يې پر کاوه، د فراغت مهال يې پلار د حیدر اباد په المدرسة النظامیه کې استاد و چې دی له درس ویلو خلاص او د تدریس و تصنیف کارته يې مخه کړه.
تدریس او لیکنې:
نهه کاله يې له پلار سره یوځای په امامیه حنفیه مدرسې کې تدریس کړی دی، تر دې وروسته چې پلار يې له دې مدرسې رخصت او خپلې منطقې ته ولاړ نو ده هم یو کال (۱۲۷۶) په هماغه سیمه کې تیر کړ، بیا د (۱۲۷۷) مهال يې د حیدر اباد په نظامیه مدرسه کې تدریس وکړ.
د هغه وخت له تدریسي نصاب سره سم يې صرف، نحو، بلاغي علوم، فقه، اصول الفقه، علم کلام و مناظره، منطق، حکمت، طب او ریاضي یا علم حساب د ټولو فنونو په تدریس کې برخه واخیسته.
نوموړي تر معقولاتو منقولاتو ته زیاته توجو کړې ده، په دې اړه دی خپله وايي:
ومن منحه تعالی اني رزقت الاشتغال بالمنقول اکثر من الاشتغال بالمعقول، وما اجد في تدریس المنقول والتصنیف فیه لاسیما في الحدیث وفقه الحدیث من لذة وسرور لااجده في غیره.(النافع الکبیر لمن یطالع الجامع الصغیر مخ: ۲۷.
ژباړه: الله پر ما دا لورینه کړې چې زه يې د معقولاتو تر تدریس زیات د شرعي علومو په تدریس بوخت کړی یم، د شرعي علومو له تدریس او په اړه يې له لیکنو چې زه څومره خوند اخلم په خاص ډول له حدیث او حدیث پوهنې د بل هيڅ علم په تدریس کې يې زه نه شم تر لاسه کولای.
نوموړي له تدریس سره د لیکنې په میدان کې هم خپل نوم ځلولی دی، لاندې به يې د کتابونو په اړه مختصر مالومات ولیکو:
۱ـ: الآثار المرفوعه في الاخبار الموضوعة:
دا کتاب د علامه رحمه الله له مشهورو کتابونو څخه دی، د کتاب په مقدمه کې ده لیکلي چې له ځینو دوستانو سره د عاشورا په ورځ د لمانځه په اړه وږغیدم، تر دې وروسته مې اراده وکړه چې د دغې ورځې د ځانګړي لمانځه په اړه راغلي موضوع روایات به څېړم، نو همدغه سبب يې د دې کتاب د لیکنې بیان کړی دی چې د لمانځه په اړه راغلي موضوع روایات يې پکې راټول کړي دي. کتاب يې اصلا رالنډ کړی دی، دا لامل يې جوت نه دی خو ښايي په نورو لیکنو بوختیا يې د دې سبب شوې وي چې دا کتاب د یوې خاص موضوع پر موضوعي احادیثو متمرکز کړي.
په همدې کتاب کې علامه رحمه الله د احادیث جوړونکو نهه ډولونه هم بیان کړي دي، تر څنګ يې دا هم په ګوته کړې ده چې د حدیث جوړولو اسباب څه دي، اته اسباب يې د دې لپاره هم بیان کړي دي.
۲ـ: التعلیق الممجد علی موطا الامام محمد:
دا کتاب د امام محمد شیباني پر موطا یوه حاشیه ده چې علامه کتاني د حاشیه الامام اللکنوي علی موطا الامام محمد بن حسن په نوم یاده کړې او دا کتاب هند کې فارسي ژبه څو پلا چاپ شوی دی.
علامه لکنوي د ۱۲۹۵هـ مهال له دې کتابه فارغ شو، د ۱۲۹۷ مهال په لکنو کې لومړی وار مصطفائي مطبعې چاپ کړه بیا يې د ۱۳۰۶ مهال دویمه پلا بیا چاپ کړه. تر دې وروسته يې درېيم چاپ د دوکتور تقي الدین الندوي له تحقیق و تحلیل سره په دمشق کې دار القلم ادارې وکړ.
په دې کتاب کې نوموړی د مذاهبو پر اختلاف سره بیره د ضعیف او کره حدیثونو په اړه هم بحثونه کړي او ورسره يې د روایانو په اړه هم ګټور بحثونه له پامه نه دي اچولي. د موطا په نسخو کې چې کوم اختلاف راغلی پر دې موضوع يې هم رڼا اچولې او سهي يې له سقیمه بیل کړي دي.
۳ـ: الاجوبه الفاضله للأسئلة العشرة الکامله:
دا کتاب يې د ۱۲۹۱هـ مهال لیکلی دی. لومړی ځل په لکنو کې مصطفائي مطبعې د ۱۲۹۹ مهال چاپ کړ، بل وار المطبوعات الاسلامیه د شیخ عبد الفتاح ابوغده له تحقیق او تعلیق سره د ۱۲۸۶ مهال په حلب کې چاپ کړ.
په دې کتاب کې نومړي د هغو لسو سوالونو ځوابونه تهیه کړي دي چې علماؤ له ده څخه کړي وو. لکه: د سننو او نورو مشهورو حدیثي کتابونو د حدیثو کومه درجه ده؟ د اعمالو د فضلیت په برخه کې په ضعیف حدیث عمل کیدای شي؟ د حدیثو د ټکر مهال د علماؤ دريځ او دا چې نسخ پر تطبیق مخته ده کنه؟ ایا تطبیق يې پر ترجیح باید مخته شي که بالعکس؟ د ترجیح وجې څه دي؟ د هغه راوي د روایت په اړه د علماؤ دريځ څه دی چې د خپل روایت شوي حدیث ظاهرا مخالف عمل وکړي؟ ایا هغه صحیح حدیث به له عمله لوېږي چې د صحابي له قول یا فعل سره ټکر شي؟
د دې کتاب په اړه شیخ عبد الفتاح ابو غده وايي: دا کتاب ډېر ګټور او بحثونه يې خورا جامع دي چې په دې ډول کتاب بل چا وړاندې نه دی لیکلی.
۴ـ: الرفع والتکمیل في الجرح والتعدیل:
دا وړوکی کتاب يې د اصول الحدیث په اړه د ۱۳۰۱ مهال لیکلی دی. ډېر ځله په هند او عربي نړۍ کې چاپ شوی دی چې وروستی ایډيشن يې په حلب کې د ۱۳۸۳ مهال شوی دی چې شیخ ابوغده عبد الفتاح تحقیق او تعلیق هم پر کړی دی.
دا کتاب پر خپله موضوع ډېر ګټور او لنډ دی، د لامل په اړه يې لیکوال ویلي چې د وخت پوهانو له دې موضوع سره ډېر سرسري چلند کاوه چې د هغوی د خبرتیا لپاره يې دا کتابګوټی چمتو کړ څو يې دې مهم اړخ ته پاملرنه راواړوم.
۵ـ: زجر الناس علی انکار اثر ابن عباس:
له ابن عباسه یو اثر نقل شوی دی چې ځینو علماؤ هغه موضوعي، اسرائلي او کمزوری بللی، نو ده يې د تحقیق لپاره همدا رساله ولیکله. نومودي د ۱۲۹۲ د ذي القعدې پر ۲۷ تاریخ د دې له لیکنې فارغ شوی چې د ۱۲۳۷ مهال په لکنو یوسفي مطبعې چاپ کړې ده.
۶ـ: شرح الحصن الحصین للکنوي:
د دې کتاب بشپړ نوم الحصن الحصین من کلام سید المرسلین دی چې د شیخ شمس الدین محمد بن جزري له مشهورو کتابونو بلل کېږي. علامه لکنوي رحمه الله يې له مقدمې او تمهید پرته شرح لیکلې ده چې د شرحې لامل يې هم نه دی یاد کړی. د لومړي ځل لپاره د لکنو نجم العلوم مطبعې په ۱۲۷۸ کې چاپ کړه.
په دې کتاب کې يې د الفاظ لغوي او شرعي مفهوم روښانه کړی، د کتاب نسخې يې سره راغونډې کړې د متن ترمنځ يې پرتله کړې ده، هر ځای چې يې د تخریج اړتیا لیدلې ده هلته يې د روایت اصلي سرچینه هم ذکر کړې ده، د حدیث په کلمو یا اصطلاحاتو د شویو نیوکو ځوابونه، د کتاب په شرح کې د پخوانیو علماؤ د نظرونو رانقلول يې هم نه دي هیر کړي. په دې کتاب کې د ده تر ټولو یو بل مهم کار د هغو سرچینو یادول دي چې ده به ورڅخه د علماؤ اقوال نقلول، له دې ښکاري چې نوموړي علمي امانت ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې ده.
۷ـ: ظفر الاماني في مختصر الجرجاني:
د اتمې هجري یوه مشهور عالم سید شریف د المختصر في علوم الاثر په نوم یو کتاب د اصول الحدیث په اړه لیکلی دی. تر اصل لیکوال پنځه پيړۍ وروسته ابو الحسنات پر دې کتاب یوه بې جوړې شرحه وکښه چې د ظفر الاماني في مختصر الجرجاني نوم يې ور کړ.
نوموړي په ۱۳۰۴ کې تر خپل مرګ بیخي کمه موده وړاندې دا کتاب بشپړ کړ. لیکوال په یوه بل کتاب (مقدمه عمدة الرعایه) کې د دې کتاب نوم(ظفر الاماني بشرح المختصر المنسوب الی الجرجاني) یاد کړی دی. دا کتاب په لکنو کې د چشمه فیض مطبعې د ۱۳۰۴ مهال لومړی وار چاپ کړی دی.
د دې کتاب د لامل په اړه کاږي چې د ده په زمانه کې خلکو دالمختصر في علوم الاثر لوست او تدریس ته مخه کړې وه خو یوه کافي و شافي شرح يې نه درلوده نو ده د همدې کار لپاره لیڅې را ونغښتلې. له دې سره چې علامه عبد الحي پر دې خوندوره شرحه وکښه خو بیا يې هم ډېر کار ته اړتیا درلوده چې وروستي مسوولیت يې شیخ تقي الدین الندوي پر ځان ومانه، ده په ډېر مناسب وخت کې ډېره ښه تحقیق وکړ چې له بیروته د الریان موسسې چاپ کړ او خلکو يې تود هرکلی وکړ. د تقي الدین همدا تحقیق چې د اسلامي همکاریو د سازمان مشر دوکتور عبد الله بن عبد المحسن الترکي ته په مکه مکرمه کې ورسید نو لیکوال ته يې ولیکل: سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، امابعد: د ابو الحسنات محمد عبد الحی لکنوي د ظفر الاماني في مختصر الجرجاني یوه نسخه مې تر لاسه کړه، له تا د همدې ډالي په بابت مننه کوم، د دې کتاب په تحقیق، تخریج او تعلیق کې چې مو کومې خوارۍ کښلې زه يې پوره قدر او درناوی کوم.
۸: الفوائد البهیه في تراجم الحنفیه:
لکه نومه چې يې روښانه ده دا کتاب هم د اسماء الرجال په اړه یو ټوک دی چې ۲۶۲ مخونه لري.
۹ـ: التعلیقات السنیه علي الفوائد البهیه.
۱۰ـ: الافادة الخطیره.
۱۱ـ: التحقیق العجیب.
۱۲ـ: نفع المفتي والسائل بجمع متفرقات المسائل.
۱۳ـ: فرحة المدرسین باسماء المؤلفات والمؤلفین.
۱۴ـ: طرب الاماثل بتراجم الافاضل.
۱۵ـ: انباء الخلان بانباء علماء هندوستان.
د حج سفر:
نوموړی دوه ځله حج ته تللی دی. یوځل له خپل پلار سره د ۱۲۷۹ مهال تللی چې عمر يې ۱۵ کاله و، دویم ځل د ۱۲۹۲ مهال یوازې تللی دی، دواړه واره هلته څو میاشتې پاته شوی، د عبادت ترڅنګ يې ځینې لیکنې هم هلته بشپړې کړې دي. په دې سفرونو کې يې د هغه ځای له مهمو کتابونو او سترو علماؤ ډېره استفاده کړې ده.
واده:
نوموړي ته يې پلار د ۱۲۸۳ مهال چې دی د ۱۹ کالو و واده وکړ، د ده د تره مولوي حافظ محمد مهدي بن مولانا یوسف لور وغوښته. له دې میرمنې يې ګڼ اولادونه پيدا شول چې له یوې لور پرته يې نور ټول مړه شول. لور يې لویه شوه، د علم او ادب په زانګو کې ورزول شوه، د خپل خاله زوی مولوي محمد یوسف ته يې په نکاح ورکړه چې د لور يې ګڼ اولادونه پيدا شول.
مړینه:
د ۱۳۰۴ هـ د ربیع الاول پر ۲۹ د شپې درېيمه برخه تیره شوې وه چې نوموړي له ور پېښې ناروغۍ خپل روح حق ته ورسپاره. ده که څه هم ټول ۳۹ کاله او څو میاشتې ژوند کړی دی، خو خپل همدا لنډ وخت يې د علم په نشر، تدریس، لیکنو او ویناو کې تیر کړی دی. رحمه الله رحمة واسعة، وجعل الجنة مثواه وجزاه الله عنا وعن المسلمین وعن العلم والدین خیر الجزاء.
۲۰۲۰/مې/ ۲۷