سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتهپه فرانسه کې دوو ماشومانو د یو لک یورو په ارزښت سره...

په فرانسه کې دوو ماشومانو د یو لک یورو په ارزښت سره زر وموندل

تاند- دوو فرانسوي ماشومانو د کورونا وایرس د قرنطین په موده کې د یو لک یورو په ارزښت سره زر وموندل.

د فرانسې د رسنیو د راپور له مخې، دغو ماشومانو، چې عمرونه یې د لسو کلونو شاوخوا دي، سره زر هغه مهال وموندل چې مور و پلار یې د کورنۍ د یوه مشر د لیدو لپاره د فرانسې ویندوم ښار ته تللي وو.

د ماشومانو پلار کور ته له رارسېدو وروسته غوښتل په کور کې تعمیراتي کار وکړي. ماشومانو د سروزرو ټوټې ورښکاره کړې چې که د پلار په کار کې په درد خوري.

د ماشومانو پلار له لیدو سره سم فکر وکړ چې دا به د ده د مور د چاړې انتیک پوښ وي خو کله چې ورته ځیر شو چې د هرې ټوټې وزن یو کیلو ګرام ته رسېږي نو یې د سیمې د لیلامونو مرکز ته خبر ورکړ.

ټاکل شوې ده چې د سرو زرو دا ټوټې د جون په ۱۶ مه په څه باندې یولک یورو وپلورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب